طاغوت څه ته وايي؟ طاغوت ډولونه وپیژنئ!

د طیبې کلیمې له شروطو څخه یوسترشرط کفربطاغوت ده ترهغه چې کفربطاغوت نه وي شوئ ایمان بالله، الله تعالی ته دقبولیت وړ نه ده ځکه الله تعالی په خپل محکم کلام قران عظیم الشان کې فرمایلي:لَآ إِكْرَاهَ فِى الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَىِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِالطّٰغُوتِ وَيُؤْمِنۢ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰى لَا انفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيم(سورة البقره۲۵۶)

ژباړه:-د دين په چارو كي څه زور او مجبورول نشته، سمه خبره له غلطو مفكورو څخه جلا كړاى شوېده. اوس چي څوك له كوم طاغوت (شیطان) څخه منكر شي او پر الله ايمان راوړي، هغه يوه داسي كلكه اسره ونيوله، چي هېڅكله ماتېدونكې نه ده، او الله د هر څه اورېدونكى او پر هر څه پوهېدونكى دى.

په پورته آیت کریمه کې الله تعالی کفربطاغوت(انکارله طاغوت)له ایمان بالله(ایمان په الله تعالی)څخه مخکې ذکر ده معنا دا ترهغې چې یوچا کفربطاغوت نه وي کړئ ایمان بالله یې الله تعالی ته نه ده قبول.

ددې لپاره چې کفاربطاغوت وکړو ترڅو مو ایمان الله تعالی ته دقبولیت وړ وګرځي نو لازمه ده چې طاغوت او دطاغوت ډولونه وپیژنو.

د طاغوت پیژندنه:

د طاغوت کلیمه دطغی،طغو،طغوان او طغیان څخه اخیستل شوي ده چې ددې ټولو کلیمو معنا داعتدال له پولو څخه وتل دي د ښرکښۍ او پولو څخه د اوښتلو په معنا هم کارول کیږي لکه الله تعالی په سورت البقره کې فرمایي

your ads

♠ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ(سورة البقره ۱۵)

ژباړه:-دوي په خپله سرکښي کې لکه د ړندو په شان تیندوکونه خوري.

♠كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوٰىهَآ

ژباړه:-ثموديانو د خپلې سرکښۍ له امله (خپل پيغمبر) درواغجن وګاڼه.

د امام مجاهد رحمه الله یوه ویناده چې:

الطاغوت الشیطان فی صورة انسان یتحاکمو الیه وهو صاحب امرهم

ژباړه:-طاغوت دانسان په شکل کې شیطان وي چې هغه ته خلک دخپلو شخړو دپرېکړې لپاره ورځي او دې دهغوي حاکم او قاضي وي.

ابن جریر طبري رحمه الله فرمایي:سمه خبره داده چې دالله تعالی په مقابل کې هر سرکښ او باغي ته چې دالله تعالی څخه سیوایې بنده ګي وشي طاغوت وایي که څه هم هغه داخلک په زور تابع کړي وي یایې خلکوپه خپله مینه بنده ګي او عبادت شروع کړي وي که انسان وي،بوت وي یابل څه وي(ابن جریردریم ټوک)

حافظ ابن القیم رحمه الله طاغوت داسې راپیژني الطاغوت:کل ما تجاوز به العبد حده من معبود او متبوع او مطاع فطاغوت کل قوم من یتحاکمون الیه غیرالله ورسوله او یعبدون من دون الله او یتبعونه علی غیربصیرة من الله او یطیعونه فیمالایعلمون انه طاعة لله فهذه طواغیت العالم اذا تاملتها وتأملت احوال الناس رایت اکثرهم عدلو عن عبادة الله الی عبادة الطاغوت وعن التحاکم الی الله والی الرسول الی التحاکم الی الطاغوت وعن طاعة ومتابعة رسوله الی طاعة الطاغوت ومتابعه(اعلام الموقعین۵۰/۱)

ژباړه:-طاغوت هر هغه شي ته ویل کیږي چې بنده په هغه کې له خپل حد څخه تجاوز او تیری وکړي،برابره خبره ده که هغه معبود وي،متبوع وي اوکه مطاع وي،پس طاغوت د هر قوم هغه ده چې خلک له الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم څخه سیوا ورته پرېکړې وړي او یا له الله تعالی سیوا ددوي عبادت کوي او یا یې اطاعت کوي پرته له بصیرت(پوهې)څخه چې دا دالله تعالی اطاعت دی او که نه؟دادي ددې نړۍ طواغیت که چیرې تاسو ددوي حالت او کړنې په غورسره وڅیړئ نو وبه ګورئ چې ډیرو خلکو دالله تعالی عبادت پریښي او دطواغیتو عبادت او بنده ګي یې پیل کړې ده او دالله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم دقانون پرځای دطواغیتو په لور دخپلو معاملاتو او شخړو دپرېکړې لپاره ورځي.

د طاغوت ډولونه:

(۱)شیطان:-هغه شیطان چې له الله تعالی څخه پرته دبل چاعبادت ته دعوت ورکوي لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يٰبَنِىٓ ءَادَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطٰنَ ۖ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِين(سورة الیسن۶۰)

دا هم ولولئ  پکتیکاوال او په وینو رنګین رمضان

ژباړه:-د ادم اولادونو، ايا ما تاسي ته هدايت نه وکړی، چي د شيطان بندګي مه كوئ؛ هغه ستاسي ښكاره دښمن دى.

(۲)ظالم حاکم:-هغه ظالم حاکم چې دالله تعالی احکام بدلوي لکه الله تعالی فرمایي:أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓا إِلَى الطّٰغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوٓا أَن يَكْفُرُوا بِهِۦ وَيُرِيدُ الشَّيْطٰنُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلٰلًۢا بَعِيدًا(سورة النساء۶۰)

ژباړه:-[اې پېغمبره (ص)!] ايا تا هغو خلكو ته نه دي كتلي چي دعوه كوي چي: موږ پر هغه كتاب چي تا ته راغلى دى او پر هغو كتابونو چي له تا څخه مخکي نازل شوي ول ايمان راوړيدى؟ – خو غواړي چي خپلي چاري د فېصلې لپاره د طاغوت(شیطان) لوري ته وړاندي کړي. حال دا دى چي هغو ته له طاغوت څخه د منكرېدو حُكم شوى ؤ. شيطان غواړي هغوى وغولوي او د سمي لاري څخه یې ډېر لري وباسي.

(۳)هغه څوک چې دالله تعالی له کتاب پربل څه پرېکړه کوي.

الله تعالی فرمایي:وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْكٰفِرُون(سورة المائده۴۴)َ

ژباړه:- كوم خلك چي د الله له نازل کړي قانون سره سمي فېصلې ونه کړي، هماغوى كافران دي.

(۴)هغه څوک چې پرته له الله تعالی دغیبو(پټوشیانو)دعوا کوي.

الله تعالی فرمایي:عٰلِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلٰى غَيْبِهِۦٓ أَحَدًا(سورة الجن۲۶)

ژباړه:-هغه په غيبو عالم دی، په خپلو غيبو باندي څوك نه خبروي.

(۵)هغه څوک چې سیوا له الله تعالی یې عبادت کیږي او دی ورباندی راضي وي.

الله تعالی فرمایي:وَمَن يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّىٓ إِلٰهٌ مِّن دُونِهِۦ فَذٰلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ ۚ كَذٰلِكَ نَجْزِى الظّٰلِمِين(سورة الانبیاء۲۹)َ

ژباړه:-او كه له هغو څخه څوك ووايي چي له الله څخه پرته زه هم يو خداى يم، نو هغه ته به موږ د دوزخ سزا ورکړو. زموږ په وړاندي د ظالمانو همدغه مجازات دي.

محمد عمر حماد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب