پښتو لنډۍ ۲۶- پیل په پ

پۀ مرګ بۀ واړه سره مړۀ شو ~ ارمان مې دادی چې بۀ وړاندې وروسته شونه
پۀ مرګ بۀ مرم پاتې بۀ نۀ شم ~ ستادوصال ارمان بۀ قبرلره وړمه
پۀ مرګ بۀ دواړه سره ومرو ~ ارمان مې دادی زموږ بۀ ګوښې وي ګورونه
پۀ مرګ دتورومې رضاده ~ رضامې نۀ ده چې لۀ ياره جلاشمه
پۀ مرګ دې نۀ مري جانان ګران دی ~ پۀ رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې ته ورځمه
پۀ مناسب دې نۀ پوهېږم ~ وايه پۀ کوم بارخودې خولۀ ولګومه
پۀ ناعلاجه مرض پروت يم ~ پۀ اشنادوه قدمه ګران دي نۀ راځينه
پۀ نصيب خپل همزولی راکړې ~ کۀ نيستي راغله پۀ خندابۀ يې تېرومه
پۀ نصيبه کې بۀ مې داوه ~ شيطان مې څۀ له خطرې زړۀ له راوړينه
پۀ نصيبه بۀ زما دا وه ~ اوس بۀ دعوادازل چاسره کومه
پۀ نکاح شوې مين مه شې ~ سبابۀ سرې سترګې ولاړيې دابۀ وړينه
پۀ ننواتې بۀ زۀ ورشم ~ پۀ مروراشنابۀ واچوم لاسونه
پۀ ننواتې پوره نۀ شوه ~ اوس بۀ لمن يارته پۀ خپله غوړومه
پۀ ننواتې دې ښۀ نۀ شي ~ څوچې ونۀ ګالې پۀ سرباندې غمونه
پۀ نيموشپوپۀ کلي راغلم ~ پۀ خوب ويدۀ اشنابۀ څوک راويښوينه
پۀ نيمه شپه بېداره اوسه ~ چې پۀ کې واورې دويشتلواوازونه
پۀ نيمه شپه چې راپۀ يادشې ~ لکه يتيم لۀ سترګواوښکې تويومه
پۀ نيمه شپه مې خوب ته راغلې ~ لکه يتيم مې تر سبا ژړلي دينه
پۀ نيمه شپه سندره وايه ~ څوک چې پۀ زړۀ ويشتلی وي بېداربۀ شينه
پۀ نيمه شپه چې راته يادشې ~ سرپۀ بازوکړم اوښکې لاندې تويومه
پۀ ورکېدومې يې خوشاله ~ ژر راته وايه داوطن درته پرېږدمه
پۀ ورۀ کې دوې خويندې ولاړې ~ پرمخ يې غبرګې اوښکې ځي ورک شه بېلتونه
پۀ وړاندې ځم پۀ وروستوګورم ~ قديمه خدايه دزړۀ سرمې پاتې شونه
پۀ وړاندې ځې شاته ګورې ~ تردې ويشتلي زړۀ دې ځارشمه مينه
پۀ وينوخوښ يمه چې توېږي ~ زمادزړۀ وينې پۀ جوش راغلې دينه
پۀ وينورنګ توره دې راوړه ~ چې پۀ سورکوشونډويې زۀ درپاکه کړمه
پۀ وينوسورشفق مې وليد ~ اه مې دزړۀ پۀ فلک اورولګاونه
پۀ ويښه يووارې رانغلې ~ پۀ خط کې نښې رالېږې چې ياردې يمه
پۀ هرساعت چې راپۀ يادشې ~ پۀ ځای کېنمه لۀ خولې وينې غورځومه
پۀ هريوګل کې بۀ ما وينې ~ کۀ محبت دې پۀ رښتينې پر ما وينه
پۀ هرګړي چې راپۀ يادشې ~ کميس لمبه شي تن مې اورواخلي مينه
پۀ هستۍ هرسړی لوړېږي ~ بده نيستي ده سيال لۀ سياله کموينه
پۀ هواتلم پۀ جال کې بندشوم ~ پۀ زولنوکې دموزيانوونښتمه
پۀ يارانه دې هېڅ پوه نۀ شوم ~ پۀ جدايي دې لکه مالګه اوبۀ شومه
پۀ يارانه کې زړۀ سندان که ~ پۀ کې پېښېږي دپلکونوګوزارونه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب