پښتو لنډۍ ۸- پیل په الف

اوربل يې بياپۀ مخ راخپورکړ ~ لکه چې ښيزه پۀ باران کې لنده شينه
اوربل يې پولې پولې راغی ~ سخ دهغودی چې بۀ يې پولې ورانوينه
اوربل يې مادانه وانه کړ ~ دکنډوګي سيلۍ پرې ځان بدناموينه
اوردهجران خاورې ايرې کړم ~ چاته نارې کړم چاته وکړم فريادونه
اورديارۍ مې پۀ زړۀ بل شو ~ بېلتون مې مل شو واويلانارې وهينه
اورخوچې بل شي بيابۀ مړ شي ~ زړۀ چې مين شي همېشه لمبې وهينه
اورددوزخ بۀ باندې سوړو ي ~ که چاانګاردبېلتانۀ ليدلی وينه
اوردديدن راته بلېږي ~ زه لېونۍ کترې دزړۀ پرې وريتومه
اوردې راپورې کړ ته لاړې ~ چې ته راځې زۀ بۀ دخاوروډېرۍ شمه
اوردې زما پۀ صورت بل کړ ~ له تيله دارې خولۍ پرې که تاويزونه
اورۍ دې سرې پۀ دنداسه دي ~ که بيا دې رنګ دپتاسې ورکړی دينه
اوردهجران راته بلېږي ~ کترې کترې غوښې دزړۀ پرېپ پخومه
اوړی دپاس کابل کې تېر کړ ~ پۀ مني راغلې سلامت غواړې ګلونه
اوږۍ پۀ غاړه نجلۍ لاړه ~ پرېږده چې ولاړه مېلمنه بۀ چېرې وينه
اوږۍ دغاړې بنديوانه ~ زۀ بنديوانه داشنادغاړې يمه
اوږۍ ته ډډورکړه زرګره ~ زۀ دڅلورو وروڼوخوريم قدرمنه
اوس بۀ خولګۍ درځنې ځار کړم ~ چې دپښتون پۀ ننګ دوکړل شوګيرونه
اوس بۀ ديوموټی ايرې کړم ~ که خماري سترګې پۀ نازدرواړومه
اوس بۀ وطن پۀ وينو رنګ کړم ~ که له خوږمن زړګي نه لرې کړم لاسونه
اوستری ديدن راسره وکړه ~ چې پۀ ارمان قبرته لاړنۀ شم مينه
اوس مازديګری دی ښېرې مه کړه ~ تۀ بۀ دناز ښېرې کوې رښتيا بۀ شينه
اوس مې جامې پۀ تومت رنګ کړې ~ څۀ چې قضادرب وي زۀ پرې رضا يمه
اوس مې دعمرتاوان راکړه ~ نرۍ نرۍ خندادې کړه رنځور دې کړمه
اوس مې له کوره ولې باسې ~ پۀ خنداووايه چې خولۀ نۀ درکومه
اوښانوبياغاړې کږې کړې ~ چې پۀ سورې دي سپينې خولې زېړپېزوانونه
اوښکوګرېوان زمالوندنۀ کړ ~ وجودمې اوردی همېشه يې وچوينه
اوښکومې لارې پۀ مخ وکړې ~ ژاړم که نۀ ژاړم هجران مې ژړوينه
اوښکوزماغمازي وکړه ~ حال مې دزړۀ پۀ مخ ليکي رسوايې کړمه
اوښکومې رازدزړۀ ښکاره کړ ~ ځکه پۀ زېړځبېښلي مخ يارته ورځمه
اوښکومې نوردسترګويووړ ~ ځکه پۀ سپينه ورځ ګمان دشپې کومه
اوښکې مې سېل پۀ مخ بهېږي ~ زړۀ مې رپېږي له جانانه جدايمه
اوښکې بۀ يې ولې نۀ توېږي ~ چې قتل شوی څوک پۀ توروسترګووينه
اوښکې دسترګومې خوناب دي ~ پۀ اوردهجرزړۀ کباب مدام لرمه
اوښکې لمانځې دي که بې لمانځه ~ زماپۀ څيرې ګرېوان ځي لمونځ پرې کومه
اوښکې مې پرېږده چې بهېږي ~ زمادزړۀ چينې پۀ جوش راغلې دينه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب