لڼډۍ د سـیکولریـزم مور ده!

لڼـډۍ، ټپې اوټکۍ له دوه بندونو(۲۲ سـېـلابونو) نه جوړېـږي، خو د پـېـل ، شـمېر اوشاعرې یا شاعر په اړه یې معلومات نشـته. دپلوم انجـیـنر عبدالکبیر کاکړ کاږي چې ټـپـې ، لڼـډۍ یا ټکۍ د «ویدي سندرو سره پېل شوې دي چې لږ تر لږه څـلورنیم یا پــینځه زره کالــونو ته یې عُــمر رسـېـږي.»لانــدې به ځینې ټــپې معـرفي کړم: 
اوبـه د بر ګودر خوږې دي……زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه

اورچې بـلـېـږي آخـرمړ شي……د مینې اور سړی ترعُمره سوځوینه

یارمې هـیندو زه مسلمان یم……د یــارلـپاره درمــسال جـارو کـومـه

طالبه خدای که خومُلا شې……په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه

په سپـینه خوله کړه روژه ماته……دکفارت روژې به دواړه ونـیسـونـه

جانان په ټـوکه نه پوهـېـږي……ماپه خورو زلـفو واهه مره وَر شـونـه

د مازیګر ګـودره وران شې……په خندا درشم په ژړا درنـه راځــمـه

په ګـودرڅه ټکه لــوېدلې……چې کشره خوریې بدرګه ورسره ځيـنه

په نـیمه شپه مې خوب ته راغلې……لکه یتــیم مې ترسـباژړلي دیـنـه

خبرمې مې یارته نه رسېـږي…..لارکې پېـرې دبېـلتـانه ولاړې دیـنـه

نن په خیبردځلموجنګ دی……خوشحاله پاڅه چې مغل راغـلي دیـنه

که په میوندکې شهید نه شوې……خدایګو لالیه بې ننګۍ له دې ساتینه

دپلوم انجینرعبدالکبیر کاکړ

www.esalat.org(24 December 2009) [10 February 2018].

 

جانان په هېڅ نه رضاکېـږي……د دروغجن مُلا دې ورک شي تـاویزونه

 

جانان ځما زه د جانان یم……که په بازار مې خرڅوي ورسـره ځمه

جانانه راشه دادې وخت دی……پلارمې د سرسودا د بل سـره کوینـه

Kabuluniversity.wordpress.com (31-7-2010) [10 February 2018].

 

چې په ژوندون مې په کارنشوې…..که مې دقبرمنجورشې څه دې کړمه

خال به دیارله وینو کېـږدم……چې په شین باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

خاونده ټوله مې ترې زارکړې…….زما په سریې غـرغـرې منلې ديـنــه

Helalbelal.weebly.com(Pashto) (No D [10 February 2018].

[دلېونۍ حاجت پـوره شو…….په لاروځي په کاڼـو ولي زیارتـونـه]ـ ځیرکیار.

 

ښایي دا ټـپه/لڼـډۍ به د لـر افغانستان د دیـر او سوات په سیمو کې رامینځــته شوې وي. ځکه چې هلته د«پیربابا» په نوم مشهور زیارت و: پېغــلې به دغه زیارت ته ورتللې چې که ځوان مېـړه یې په برخه شي، او ځوانانو به د پیربابا له  زیارت نه د ځوانې ښځې هیله لرله؟

ټـپې ، لـڼـډۍ یا ټکۍ د پښتو ځانګړې شعـري څېرې دي ، خو ځانګړی شاعر نلـري او ځکه یې شاعر هم معلوم نه دی. دا چې شاعریی معلوم نه دی، د ویلواو لیکلو نېټه یې هم معلومه نه ده. پوهندوی اصف بهاند لیکي چې د«لڼـډۍ د پیدایښت پېلامه تراوسه نه ده معلومه او داسې برېښي چې تر اسلام دمخه د پښتو د زړو هیجایي شعرونو یادګار پاتی شوی وي…»(«د لڼډۍ ها»[د لڼډیو] ټولګه او پوهاند رحیم الهام»،۱۲برخه[محمد رحیم فضلي/الـهام په خټه مورچه خېل مومند و]:

Taand.com‎‎ (October 29, 2015) [February 11, 2018].

 

پوهندوی بهاند د پوهاند الهام په لیکنه کې دوه ټپوته ګوته نیولې ده:

بـېـګا مې یارسـره وعــده وه……د لاس بنګړي مې په لـتـو تـړلـي ونـه

دیدن پـه لک، خندا په زر ده……د سپينې خولې قـیمت به نـه مالومـومه

ښواند اصف بهانــد د ښاغلي رازمحمد نـــورزي پکـتیا وال(ترتیـبـوونکي) کـتاب راپېژني: پښتولــڼډۍ، مصرې، ټپي،۲۰۱۶. له دغه کتاب نه د بهاند دا اقتباس پام وړ دی: «د پښتو لڼډیو ژوند څلورنیم زرو کلونو ته رسېـږي، له استاد حبیب الله  رفیع سره د ښاغلي هارون حکیمي د مرکې متن» چې په خـوست ویب پاڼـه کې «خپره شوی ده».

د پښتو لـڼـډیو دڅـلورنـیم زره کلـن ژونــد خـبــرته زما(ځیرکیار) خـوله ګوړې-ګوړې شوه. خو شکمن شوم چې له نن نه څلورنیم زره کالونه وړاندې به  کوم هوښیار پښتون د هـغه مهال په ســویه، د کومې وسـپنې یا کلکې ډبــرې په واسطه په کومه پلنه ډبره کومه پښتو لڼډۍ لیکلې وي؟! همورابي په میزوپوتامیا (اوسني عراق) کې د ښاري دولت واکمن(پاچا) و:له ۱۷۹۲قبل المیلاده تر۱۷۵۰ قبل المیلاده(یانې ۳۷۶۸کالونه وړاندې). هغه په غټ او جګ کمر کې د مجازاتو قـانون په ۲۲۲مادو کې ولیکه چې په جنایتونو راڅرخېدلې. وړاندې له دغه اساسي قانون نه،قانون هغه څه و چې واکمن،والي یا عسکر به ولس ته امرکاوه. پښتو زموږ ژبه ده، توپير نلري چې ځوانه ده یا زړه. ژبه پخپله نه ارتېـږي. باید پښتون پـوهان او ژمن واکمنان یې ارته کړي. د زیاتو معلوماتو لپاره ولولئ ځما برېښناییزکتاب:رحمت زیرکیار، ژبه له بابا ادمه تر دې دمه،۲۰۱۰.

غرنئ اوپخوانۍ لڼډۍ د یویشتمې پېـړۍ په پېل کې د باڼـډې، کلي او درې له تنګ چاپېـریال نه کـډواله شوه او په یو دبلي کې دېره شوه چې کمپـیوټـر ورته ویل کېـږي.

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب