پښتو لنډۍ ۱۸- پیل په پ

پټکی پر منځ دوروځو کېږده ~ وطن پردی دی چې ډاډه درسره ځمه
پټکی پر منځ دوروځو کېږده ~ زۀ دهمزولو پۀ ټولۍ کې ناسته يمه
پټ مې پۀ زړۀ کې ډېر يادېږې ~ دچادمخه ښۀ راغلی نۀ درکومه
پراخندګل مې سلام وايه ~ زماجانان راته راپرېږده چې راځينه
پرادې موريې سلام وايه ~ پرمېراتي بورجل مې وکرل ګلونه
پراشناسپين کفن غوړېږي ~ پرماورېږي دسکروټو بارانونه
پراوبۀ خوردې زلفې پرېولې ~ پرنري باد يې وچوې رنځوردې کړمه
پراورخوهلته سړی سوزي ~ چې يومين وي بل پرواپرې نۀ کوينه
پرايوب خان مې سلام وايه ~ دادی جانان مې کومکي درولېږنه
پربام خوهسکه ټيټه کېږې ~ دزنې خال دې پۀ پرچال وسولاونه
پربام دي شنې کوترې ناستې ~ زمادزړۀ کوتره نه شته مړه بۀ وينه
پربام ولاړه يم زنګېږم ~ دخوبه نۀ يم ديارغم مې زنګوينه
پربام ولاړې هوادارې ~ مرګی دې هېردی پۀ اوربل وهې لاسونه
پربام ولاړه يې نازکې ~ مرګی دې هېر دی که دخوب نن زنګوينه
پربل وطن مې نه لورېږې ~ کۀ دنوکرورسالې درپسې ځينه
پربلۍ لوڅ مخ مه درېږه ~ سپوږمۍ شرمېږي مخ پۀ ورېځوپټوينه
پربېلتانۀ بۀ روغه نۀ کړو ~ بېلتون ظالم دی مااوتاجداکوينه
پربېلتانۀ مې ځان شاګردکړ ~ مالاشروع پۀ کړې نۀ وه عاق يې کړمه
پرپالنګ پاس درسره ناسته ~ کوزه چې نۀ شي چېرې تانه ګيله منه
پرپخواني اشنابۀ ورشم ~ غږ بۀ پرې وکړم که پرهغه مينه وينه
پرپيربابابۀ ورغوړېږم ~ که مې قبول کادالنډي لنډي سوالونه
پرپيغمبرمې سلام وايه ~ امت دغرق شودګناه پۀ دريابونه
پرتوپ خاتۀ راته اسان دي ~ ديارپۀ تش کتومې زړۀ ورېږدېدنه
پرتوراوربل دې ږلۍ وشه ~ چې دسينې پرمخ دې وږي ټولومه
پرتورپيکي دې خاورې واوړه ~ روغه نجلۍ وم لېونۍ دکړم مينه
پرتوروبدمه وايئ خلکو ~ بوراپۀ توره خوله ګلونه بويوينه
پرتوروخاوروسلام وايه ~ اشنامې ګل دی ګل بۀ نۀ خاورې کوينه
پرتوروسترګودې مين کړم ~ بيادې پۀ زلفوکې دعمربندي کړمه
پرتورلحد مې سلام وايه ~ چې خاورې نۀ کړي دځوانانوبشرونه
پرتورياليو مې زړۀ سوځي ~ سباته جنګ دی توريالي ووړکي بۀ مرينه
پرتيرامه اوره بارانه ~ چې لمدوې دجنکو دسرشالونه
پرجنازه مې بيړه وکړئ ~ ناوخته کېږي نااشناوطن ته ځمه
پرجنازه مې تلواروکړئ ~ ناوخته کېږي داشناديدن ته ځمه
پرجهان ډېرغمونه شته دي ~ بې لۀ هجرانه ټول غمونه اسان دينه
پرچاچې رحم دخدای وشي ~ دعمرورک جانان يې غېږې ته ورځينه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب