د پښتو توري ( ابيڅۍ)

له خولې چې غږونه اورو ، يو له بل څخه بيل بيل وي ، او د هر انسان غږ هم يو له بل څخه توپير لري ، دا غږونه د انسان له شونډو ، ژبې ، مرۍ او كو مى څخه د راتيريدو پر وخت بدلون مومي ،چې دې خوزښت ( حركت ) او له خولې راوتلو تورو د غږ بدلون او بيل والي ته هجا وايي ، د دوو يا زياتو تورو له يو ځاى كيدو څخه يو ، ويې ( لفظ ) جوړيږي ، او د بيلا بيلو تورو له يو ځاى كيدو څخه غونډله ( جمله ) رامنځته كيږي .
د بيلګې په توګه :
زه د بلخ د لرغوني ښار اوسيدونكى يم .

ياده شوې غونډله د ويېونو ( الفاظو ) څو برخې لري ( زه ، د بلخ ، دلرغوني ښار ، اوسيدونكى ، يم ) چې هره برخه يې يو ه مانا وركوي ، دپورتنۍ غونډلې هره برخه بيا بيل بيل اوازونه يا غږونه لري چې د پيژندنې لپاره يې نښې هم ټاكل شوي دي چې ډول ډول څيرې لري ، همدا توري ( ابيڅۍ ) ده ،د پښتو ټول يو څلويښت توري دي او په دې منځ كې يې ديرش هغه توري دي چې په دري او عربي ژبو كې دود ( مروج ) دي .
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ ) .

د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ )
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په نورو ژبو كې بيا دا ځانګړتيا نشته .

( ڼ ) نوڼ هم د پښتو ابيڅۍ يو بل تورى دى خو ځنې يې بيا د دوو تورو مركب ګڼي ځكه يې د مفردو تورو له ډلې څخه نه بولي . له يادو شو تورو پرته چې د پښتو په چم كې په دوديزو ژبو ( دري او نور و) كې هم شته خو څلور نور توري ( ځ څ ږ ښ ) بيا د پښتو ابيڅۍ ځانكړي توري دي ، داتوري د پښتو ژبې د بيلا بيلو لهجو تر منځ پوهاوي راپوهاوي ته لار اواروي ، دې تورو د پښتنو د بيلا بيلو ټبرونو ( قبيلو ) د تلفظ يا د ټكو د كارونې پر وخت د لهجې اختلاف راكم كړى دى ،
– (څ) د (ح) له پاسه دري ټكي وركول كيږي او ځنې خلك يې (چ) او ځنې نور (ث) تلفظ كوي ، لكه (څه) چې ځنې ورته (چه ) او ځني ورته (سه) وايي .
(څادر) چې ځنې يې (سادر) بولي .
(څوك) چې ځنې يې (چوك) او ځني نور يې (سوك) تلفظ كوي .

(ځ) د (ح) د پاسه چې همزه (ء) وليكل شي ( ځې ) ترې جوړيږي ، يو شمير خلك د(ج) او ځنې نور بيا د (ز) اواز تري اخلي . د بيلګې په توګه
(ځاى) (جاى) او ( زاى )

(ږ) يو ټكي د (ر) د پاسه او يو لاندي وركول كيږ ي او (ګې ) په وزن د (ژ ) آواز هم وركوي.
لكه
( ږمنځ ) (گومنځ ) او (ژمنځ )
(ښ) يو ټكى د (س) له پاسه او يو يې لاندي وركولي كيږي او ځنې خلك ( د پښتونخوا اوسيدونكي يې ) په (ش) او د (خ) په غږونو وايي .
( ښكلى ) ( شكلى ) (خكلى )
(څښل ) (چشل ) (څخل )
څښل : د دي ټكي تلفظ ځني خلك(سكل) او ځني خلك(سخل) (ثخل) (چشل) (چكل) تلفظ كوي، خو دا چې د كندهار او نورو څيرمه ولايتونو اوسيدونكي يې په (ش ) او د پښتونخوا او ختيځو ولايتونو ځنې اوسيدونكي يې په ( خ ) تلفظ كوي په ليكلو كې يې بدلون نه راځي ، كه تاسو وليكئ چې ( ما اوبه وچشلې ) يا ( ما اوبه وڅخلې ) دلته ( چشلې ) او ( څخلې ) ناسم دى ، كه ( پښتو ) په ( پشتو ) وليكل شي دا هم سم نه دى ، د ورته لهجو ليكنه په هماغه لهجو له كره(سوچه ) پښتو ليكدود سره ټكر لري ، د بيلګې په توګه د پښتو د كره ليكدود له مخې د ( وچشلې ) او ( وڅخلې ) پر ځاى ( وڅښلې ) كاريږي ، كه ليكوال يې د كندهار وي يا له پښتون خوا وي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب