په سورت العصر کې د نجات لارې چارې

وَالْعَصْرِ إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ

دسورت تعريف:

سورة العصر مكي سورت دى ، دمکي دورپه لومړنيو وختونوکې نازل شوى دى ، درې آياتونه لري اوله سورة انشراح څخه وروسته نازل شوى دى اونوم يې له همدې لومړني لفظ والعصر څخه اخستل شوى دى .

موضوع اومضمون:

په دې سورت کې الله تعالى انسانانو ته ور زده کوي چې د کاميابۍ لاره کومه ده او دناکامۍ،بربادۍ اوتباهۍ لاره کومه يوه ده

دعصر مبارک سورت داسې يو وى اوعظيم سورت دى چې د ده په اړه امام شافعي رحمة الله تعالى عليه ويلي دي چې: که الله تعالى يواځې همداسورت دحجت اودليل لپاره رانازل کړى واى نوهوښيارو انسانانو ته به يې کفايت کړى واى.

ابن قيم رحمة الله عليه  پخپل کتاب مفتاح السعادة کې د امام شافعي دا قول په دې توګه شرح کړى دى چې دامبارک سورت په څلورو اموروباندې مشتمل دى:

لومړى علم دى چې د حق له معرفت څخه عبارت دى چې په دې باندې داجمله دلالت کوي: (إِلَّا الَّذِينَ آمَنُو) يواځې مؤمن په دې خبره په يقيني توګه پوهيږي چې :الله تعالى، د هغه وعده ، د هغه رسول ، له هغه سره د قيامت په ورځ لقاء اوملاقات ، پريښتې، نبيان اوپيغمبران،جنت اودوزخ داټول حق اوثابت دى.

مؤمن ورسته له دې اقرار اويقين څخه په عمل باندې لاس پورې کوي چې دا جمله پرې دلالت کوي (وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ) بيا له دې څخه وروسته نور خلک دې لارې ته رادعوت کوي چې له دې جملې څخه معلوميږي (وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ) اوله دعوت اوعمل څخه وروسته په علم،عمل اوتعليم باندې صبرکوي دا څلورشيان هغه امور دى چې کله يې يو انسان تکميل کړې اوعمل ورباندې وکړي نو دې د خپل ځان اونورو لپاره مکمل ګرځې .

مفردات:

١: آمنوا: ايمان هرهغه علم اوعقيدې ته ويل کيږي چې مؤمن الله تعالى ته ورنيږدې کوي.

٢: وعملوا الصالحات: عمل صالح هرهغه عمل ته ويل کيږي چې سړى الله تعالى ته ورنيږدې کوي په دې شرط چې يوازې د الله تعالى د رضاءلپاره ترسره شوى وي او د قرآنکريم د لارښوونو او نبوي سنتو سره سم وي.

ژباړه:

په زمانې قسم چې بيشکه  انسان خامخا په تاوان کې دى(په مصرف کولو د عمرخپل په فانې مقاصدو کې) مګر(په تاوان کې ندي ) هغه کسان چې ايمان يې راوړى اوښه عملونه يې کړي وي او وصيت يې کړى وي يوبل ته په حق سره (چې هغه ايمان دى) او وصيت يې کړى وي يوبل ته په صبر(په طاعت،مصيبت اوله ګناه څخه).

تفسير:

په دې سورت کې الله عزوجل په عصرباندې سوګند ياد کړىدى چې عصر ټولې زمانې ته ويل کيږي او يا  يوازې د مازديګر وخت ته ويل کيږي.چې هرانسان په زيان، تاوان، اوهلاکت کې دى پرته له هغوکسانو چې الله تعالى له دوى څخه راجلا کړي دي (الاالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ..) .

انسان ته له زيان څخه دژغورلولپاره څلورو شيانو ته ضروت دى.

لومړى:په الله تعالى او د هغه په رسول باندې ايمان راوړل او د هغه په لارښوونو او وعدوباندې يقين کول که هغه اخروي وعدې دي اوکه دنيوي .

دوهم: داچې د دې يقين او باوراغيزه بايد يواځې ترزړه پورې محدوده نه وي بايد د دې ايمان اويقين اغيزې يې په اندامونوکې هم راڅرګندې شي او د هغه چارې بايد د ده د زړه هنداره شي .

دريم: هغه دا چې دى بايد يواځې په خپله فردي اصلاح اوفلاح باندې بسوالى ونه کړي بلکې بايد د خپل قوم،ټولنې اوملت ټولنيز مفاد هم په نظرکې ولري.

څلورم دا چې  هر يوه مسلمان ته ښائي چې تل يوبل ته دا وصيت اونصيحت وکړي چې  د حق په معامله او د شخصي اوټولنيزې اصلاح په لاره کې چې هرڅومره سختۍ ، ربړونه، اوتکليفونه ورپيښ شي اويا له طبيعت اومزاج سره مخالفې چارې ورته رامخې ته شي ، دا ټول تکليفونه دې په پوره صبر اوتحمل سره برداشت کړي اوله زغم څخه دې کار واخلي اوهيڅ کله دې هم خپل پل د نيکۍ له لارې څخه پربل لورې نه پورته کوي .

نو په چا کې چې پورتني صفات موجود شي له زيان اوهلاکت څخه ژغورل کيږي اوياد يې د تاريخ په صفحاتوکې تل ژوندى پاتې کيږي او له دوى څخه چې وروسته څوک پاتې کيږي او د دوى پرپله قدم ږدي نو د دوى په جاري صدقاتوکې شميرل کيږي ،د دوى نمونه ژوندې پاتې کيږي او د دوى اجرونه اوثوابونه د قيامت ترورځې جاري وي.

په حقيقت کې دا مبارک سورت د ديانت خلاصه ده نوځکه امام شافعي رحمة الله عليه ويلي دي که له قرآن پاک څخه يواځې همدا سورت رانازل شوى واى نو د پوهو بندګانو د هدايت لپاره به هم کافي واى.

نتائج:

1-زمونږ د اسلافو دا طريقه وه چې کله به دوى يو له بل سره ملاقات کاوه نو له جلاء کيدوڅخه د مخه به يې يو بل ته دا مبارک سورت تلاوت کاوه او بيا سره جداکيدل.

2-هرهغه مسلمان چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وظيفه نه ترسره کوي له  زيان څخه نه ژغورل کيږي اوله مسؤليت څخه يې هم غاړه نه خلاصيږي.

3-همدا رنګه که څوک له صبراوزغم څخه کارنه اخلې هم د دارينو فلاح نه ورپه برخه کيږي.

4-دامبارک سورت دمسلمان په ژوندانه کې داستقامت تګلاره ترسيموي.

5-پرالله تعالى ايمان،نيک اوغوره عمل،يوبل ته په حق باندې توصيه اوپه صبرباندې منګولې لګول د فضيلت او دين اساس تشکيلوي.

6-مسلمان بايد خپل وخت تنظيم کړي اوله وخت څخه سمه استفاده وکړي اودخپل عمر يوه برخه دې هم عبث اوبې ځايه نه تېروي.

ليکنه: مولوي امين الله ازره وال

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب