په وینو باندې په ککړو شوو جامو کې د لمانځه حکم

پوښتنه: یو ورور په خپله پوښتنه کې لیکلي ؤ چې: که چېرې د یو تن کالي او جامې په وینو باندې ککړې شوي وي؛ نو آیا کولی شي چې په همدې کالیو کې لمونځ وکړي، او که به د لمانځه لپاره حتماً خپلې جامې بدلوي؟

ځواب: په اصل کې مسلمان ته ښائي چې د لمانځه لپاره غوره لباس او غوره ځای وټاکي، او دا ځکه چې د لمانځه د صحت د مهمو شرطونو څخه یو هم دادی چې: د لمونځ کوونکي بدن باید پاک وي، لباس او پر تن جامې یې باید هم پاکې وي او په کوم ځای کې چې لمونځ ترسره کوي؛ نو هغه ځای هم باید یو مقدس او سپېڅلې ځای وي.

که چېرته نورې جامې ولري:
که چېرې دا شخص وغواړي چې لمونځ تر سره کړي؛ خو جامې یې په وینو باندې ککړي وي؛ نو په دې صورت کې فرض خو داده چې خپلې جامې دې پاکې کړي (له وینو دې پرېمینځي) ؛ ځکه چې په چټلو او ناپاکو جامو کې خو لمونځ نه صحیح کېږي؛ نو دې کار ته په ټیټه سترګه کول او له تَهاوُن (سستۍ او کسالت) څخه کار اخستل درست کار نه دی؛ او نه هم باید خپل لمونځ د خپل ټاکلي وخت څخه وروسته تر سره کړي؛ او نه هم باید په دې کالیو کې چې په وینو باندې ککړې او نجسې شوي وي، لمونځ ترسره کړي؛ نو که چېرې نورې پاکې جامې ولري؛ نو غوره خو داده چې خپل دا لباس باید بدل کړي.

خو که چېرته نورې پاکې جامې ونلري:
که چېرې نورې پاکې جامې ونلري؛ نو په دې صورت کې به په همدې نجسه اوچټلو شوو جامو کې خپل لمونځ تر سره کوي او په هېڅ صورت دې پخپل لمونځ کې خنډ او ځنډ نه راولي او د خپل ټاکلي وخت څخه دې نه وروسته کوي.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب