اسلام کې د ژورنالیزم منزلت

د ژورنالیزم یا صحافت مقصد:

د غربي ژورنالیزم یا صحافت د څانګې کارپوهانو، د ژورنالیزم او صحافت په باب یې ځینو داسې لیکلي دي :
د ژورنالیزم مقصد د ورځنیو او تازه خبرونو څخه د خلکو خبرول، د ننۍ پیښې شرح او د راتلونکې روښانه کول دي ، دا ددې لپاره چې خلکو ته د هڅو لاره خلاصه شي .
ډاکتر مسکین علی حجازی لیکي :د صحافت او صحافي (ژورنالسیت ) بنسټیز مقصد خلکو ته د معلوماتو پیدا کول ، هغوئ ته روزنه ورکول ، هغوئ ته لارښوونه او هغوئ ته تفریح پیدا کول دي .
ډاکتر عبدالسلام خورشید، په (فن صحافت) کتاب کې لیکي:
صحافت د خلکو د کړو وړو ترجمان او عکاس هم دی او هم د خلکو د لارښوونې دنده پر مخ بیایي ، د خلکو خدمت یې لومړنۍ فریضه ده ، پدې خاطر صحافت د ټولنې د یوې مهمې ادارې حیثیت لري .
خو(نذرالحفیظ ندوي) په خپل اردو ژبي کتاب (غربی میډیااوراس کی اثرات)کې داسې لیکي :
قرآن کریم چې د رسنیو ،ذرائع ابلاغ یا میډیا د مفهوم د ادا کولو لپاره د کوم لفظ انتخاب کړی دی، هغه د(دعوت )لفظ دی ، دا داسې طاقتور، غښتلی او مضبوط قرآني تعبیر دی، چې تر نورو بلیغ دی او ددې کوم بدیل نشته ، دې تعبیر سره قرآنکریم د تبلیغاتي یا ابلاغي وسایلو او ذرایعو له لارې نه داسلام د تعریف او تعارف کار اخلي ، اسلامي میډیا یا صحافت د مسلمانانو د پیغام رسولو ډیره مهمه اړتیا ده، او قرآن او سنت کې ددې مؤیدات هم شته، اسلام ته د دعوت او د اسلامي احکامو دنش رواشاعت لپاره ، نن سبا همدا فن صحافت یا میډیا اغیزمنه وسیله ده.
د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
(( بلنه کوه (ای محمده ص! خلكو ته ) لاری د رب (ج)خپل ته، په حکمت سره او په موعظې (پند) نيک سره، په ښه ډول او مباحثه کوه، ، له دوئ سره په هغې (طريقې ) چه هغه ډيره ښه وي )).د حکمت (د معنی په اړه علماء کرامو ډير څه ليکلي دي, خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې په خپل ځای کې د هرشئ ايښودلو ته وايې ، مګر دلته د حکمت نه مراد, کوم چې د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي ,غالباً حکمت په وينا کې چه علم او موعظه او يا حکمت د نورو سره په برخورد کې د نيکۍ طرف ته د تشويق لپاره او بدۍ نه منع کول دي .

ابن زيد (حکمت) داسې تعريفوي :

هر ه هغه وينا چې دچا د نيکۍ د دعوت سبب شي اويا څوک د بدۍ څخه منع کړي ، هغه حکمت دی.
په قرآنکريم کې حکمت د آسماني کتابونو ، نبوت ، هدايت ، علم ، عدالت او حلم په معنی راغلی دی.
د خير طرف ته د دعوت فضيلت او د فساد پر وړاندې د بې پروايې وعيدونه :وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 104 الاعمران .
په تاسې کې بايد څه خلک هرومرو داسې وي, چې د نيکۍ لورې ته بلنه وکړي, په ښو کارونو امر وکړي او له بدو کارو خلک منع کړي, کوم خلک چې داکار وکړي, هم هغوئ به بريالي شي .إذا عملت الخطيئة في الأرض كان من شهدها فكرهها كان كمن غاب عنها ، ومن غاب عنها فرضيها كان كمن شهدها”. (ابوداود 4345 ).
ژباړه: حضرت عرس بن عميره (رض)د رسول الله (ص)نه روايت کوي, چې هغوی ص وفرمائيل :چې کله په یوه ځمکه کې ګناه وکړای شي, نو چې کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي, دوئ د هغه خلکو په شان دي ، چې هلته موجود نه وي ( يعنې د دوئ څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) اوچې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدې ګناه راضی وي, نو هغوئ د هغې خلکو په شان دي ، کوم چه دغه ځای کې اوسي ( د دوی په ګناه کې به شريک وي ).عن ابن جرير، عن جرير قال: سمعت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم يقول: “ما من رجلٍ يكون في قومٍ يعمل فيهم بالمعاصي يقدرون على أن يغيروا عليه فلا يغيروا إلا أصابهم اللّه بعذابٍ من قبل أن يموتوا(ابوداود 4339 ).
ژباړه: حضرت جابر وايي چې ما له رسول (ص) نه واوريدل چې فرمائيل يې : چې په يوه قوم يا ټولنه کې داسې څوک وي ,چې دشريعت خلاف کارکوي (ګناه کوي ) اوددغې ټولنې خلک د توان او قدرت سربيره دهغه اصلاح نه کوي ,داکسان به الله ج له مرګ نه مخکې په عذاب ګرفتار کړي .
مطلب داچې دفساد پروړاندې بې پروايې اختيارول ، دالله په نزد داسې ګناه ده، چې دآخرت دسختې سزا سربيره به په دنيا کې هم سزا ورکوي .عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم 2674 ).
ژباړه: کوم بنده چې د نيکۍ طرف ته خلكو ته دعوت ورکړ, نو ده ته به د هغو ټولو خلکو هومره اجر او ثواب وي ، څوک چې دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .
او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .
او چا چې خلک د يوې ګمراهۍ طرف ته دعوت کړل, نو د دغې ګناه به هومره وي, چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکې عمل په وجه بې لاری شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځي (رواه مسلم ).

عَنْ أَبِي رَافِعٍ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 ).
ژباړه: که الله ستا په لاس يو بنده ته هدايت وکړي ، ستاسو دپاره د ټولو کايناتو نه چې لمر پرې راخيژي او پريوزی غوره دی ( طبرانی ) .

عن جابر قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم اوحی الله عزوجل الی جبرئيل عليه السلام ان اقلِب مدينة كذا و كذا بِاهلِها فقال يا رب ان فيهم عبدك فلانا لم يعصك طرفة عين قال تعالي اقلِبها عليه و عليهم فان وجهه لم يتمعر في ساعة قطُّ ( رواه البيهقي في شعب الايمان ).
ژباړه: دحضرت جابر (رض) نه روايت دی ، چې رسول الله (ص) وفرمائيل : چې الله تعالی(ج)جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ, چې فلانی کلی (ښار)سره له خپلې ټولې آبادۍ په بل مخ کړه ،
جبرائيل عرض وکړ ، چې پدې کلې کې خو ستا فلانی بنده هم دی – چې د سترګې د رپ په اندازه يې هم ستا نافرماني نده کړی, دالله (ج) د طرف نه حکم وشو, چې دغه کلی (آبادي) سره ددغه بنده په ټولو باندې واړوه, ځکه چې د يو ساعت د پاره هم د دغه بنده مخ زما له وجې متغير شوی ندی. (البیهقی فی شعب لاایمان)

مفتي فضل هادی (سالک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب