په روژه کې څه ډول د تندې مخه نيولای شو؟

ددې لپاره چي تنده له مېنځه یوسو او يايې راکمه کړو باید لاندي مشورې په پام کي ونیسو .

•    له هغو خوراکونو څخه تر وسه وسه ډډه وکړو په کومو کي چي مسالې زياتي کارول شوي وي په تېره بیا په پشلمي کي ځکه چي دمساله لرونکو خوراکونو له خوړلو څخه وروسته انسان دزیاتو اوبو څښلو ته اړ کېږي.

•    روژه ساتونکی باید هڅه وکړي ترڅو دشپې لخوا څو څو ځلي لږ لږ اوبه وڅښي ترڅو يې په بدن کي داوبو نېمګړتیا بشپړه شي .
•    دشپې لخوا او په پشلمي شنه واښه، سلاد، اوتازه مېوې وخوري ځکه چي دا ډول خواړه پخپل ځان کي زياتي اوبه ساتي، سلاد، واښه اوسبزیجات  په ګېډه کي دزیات وخت لپاره پاته کېږي چي دلوږي اوتندي کچه راټېټوي .[irp][irp] •    په سلاد او خوراک کي تل دمالګي په ځای لېمو وکاروو، ترېو والی يې په خوند کي دمالګي ځای نیسي خو تنده نه رامنځته کوي همدا راز مالګه عموما ضررونه لري خو لېمو سرچپه روغتیا ته ګټه رسوي .
•    له تروو خوراکونو څخه باید ډډه وکړو لکه ترېو ماهی، اچار، سرکې او داسي نور ځکه چي دا ډول خواړه انساني بدن داوبو څښلو ته اړ باسي .
•    ځېني کسان پدې باور وي چي که په پشلمي زياتي اوبه وڅښي بيا دروژې په مهال لږ  او یا بېخي نه تږی کېږي خو دا بېځایه سوچ دی ځکه چي دا ډول اوبه دبدن له اړتیا څخه زیاتره وختونه زیاتي وي چي له څښلو څخه څه وخت وروسته يې پښتورګي بېرته فلټر کوي . دروژې په میاشت کي دمائعاتو زيات کارول لکه مصنوعي شربتونه ، ګازي مشروبات، په ګېډه ناوړه اغېزې کوي، معده کمزوري کوي، دهاضمې نظام ګډوډ کوي او په خېټه کي ګربړ پېښوي، په همدې ډول ځېني کسان دروژه ماتي په وخت کي زیاتي یخي اوبه څښي چي دا تنده نه کموي بلکه په ګېډه ناوړه اغېزه پرېږدي، اوبه باید برابري سړې وي، او روژه ساتونکی يې باید په نوبتي بڼه لږ لږ وڅښي، داچي يوڅوک دخوراک په مېنځ کي خواړه په اوبو تخته کوي ناسم کار دی داځکه چي هغه يې هضمولوته وخت نه ورکوي غوره طریقه داده چي خواړه په خوله کي ښه وژوول شي ترڅو يې ګېډي ته هضمول اسانه شي .
•    همدا راز روژه لرونکی باید دهغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړي کوم چي په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي، او یا يې دخوږوالي لپاره زیاته بوره په کي کارول شوي وي روغتیا پوهان وايي چي دا ډول مشروبات روغتیا ته ضرر پېښوي او ماشومانو ته حساسیتونه راولاړوي او په ځای يې باید تشي اوبه او یا دتازه مېوو نښتېځل شوي  مشروبات وکارول شي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب