په افغانستان کې د اوبو اندازه

په افغانستان کې د اوبو اندازه څومره ده؟

د اټکل له مخې په افغانستان کې د ۷۵ میلیارده مکعب متره اوبو څخه ۵۷ ملیارده مکعب متره د مځکې پر مخ بهیدونکې او ۱۸ میلیارده مکعب متره د ځمکې لاندې زېرمې جوړوي ، او پاتې نور یې جذب یا بړاس او یا هم په بوټو او د نورو موجواتو په وجود کې زېرمه دي .

د ځینو سرچینو له قوله ، په افغانستان کې ستونزه د تازه اوبو د کمښت له کبله نه ، بلکه د اوبو رسولو په برخه کې ده ، چې له کبله یې د هېواد ۷۰ سلنه اوبه ګاونډیو ملکونو لکه پاکستان ، ایران او منځنۍ آسیا هیوادونو ته پرته له دې ، چې د هیواد په دننه کې ترې ګټه پورته شي ، په وړیا توګه بهیږی .

څومره هیوادونه د اوبو کمښت سره مخ دي؟

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په اوس وخت کې ۸۰ هیوادونه د اوبو د کمښت سره مخامخ دي . په زرګونو خلک په تیره بیا کوچنيان د ناپاکو اوبو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي . د ځینو سرچینو له مخې د همدغه ناپاکو اوبو له کبله هره ورځ په افغانستان کې د ۱۳۳ په شاوخوا کې کوچنیان مري .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب