د روژې روغتيايي ګټې

روژه نيول که له يوې خوا د الله جل جلاله حکم ته لبيک ويل دي چې په بدل کې يې هغه ثوابونه ترلاسه کيږي چې د نورو ډېرو عبادتونو په پايله کې نه ترلاسه کيږي، له همدې امله الله جل جلاله په يو قدسي حديث کې فرمايي: د بني آدم ټول عملونه د هغه دي؛ خو روژه زما ده او زه به يې پخپله بدله ورکوم.

له بلې خوا د رمضان د مياشتې روژه د بې شميره ديني، دنيوي، روحي او ټولنيزو ګټو سربيره يو لړ روغتيايي ګټې هم د انسان بدن ته له ځانه سره لري.

دلته د روژې ځينې روغتيايي ګټې په لنډ ډول را اخلو:

لومړی: روژه د انسان ژوند نوی کوي، په دې معنا چې د معدې خوليې تازه کوي او اضافي اجزا او د خوراکونو نه هضمېدونکي برخې ورڅخه لري کوي، په دې سره معده راحت ترلاسه کوي او د هاضمې نظام پياوړی کيږي، په پايله کې بدن له ګڼ شمېر ناروغيو ژغورل کيږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: روژې ونيسې؛ نو روغ به ياست. او لوی عربي طبيب حارث بن کلدة وايي: معده د ناروغيو کور دی او پرهيز د ټولو درملو سر دی. ([1])

دويم: روژه د چاغوالي مخنيوی کوي، روغتياپالان  په دې آند دي چې د رمضان د مياشتې د روژې په لړ کې د انسان د بدن د وازګو يا چربۍ زياته برخه اوبيږي چې په دې وسيله د هغه انسانانو د بدن لپاره حياتي موضوع ده چې د چاغوالي په ستونزه او ناروغۍ اخته وي، د داسې خلکو خېټه بيرته نورمال حالت ته راځي او له  يوه غوره صحت څخه برخمن کيږي. د وازګو دغه راز اوبه کيدل د هغه کسانو لپاره هيڅ زيان نه رسوي چې بدنونه يې چست او چالاک دي بلکي د دې ډول روغو انسانانو په نشاط کې د پام وړ زياتوالی منځته راوړي.

[irp][irp][irp]

دريم: روژه معده تصفيه کوي، د انسان معده د کال په اوږدو کې د ډول ډول خوراکونو له کبله له يو شمير ناروغيو، تکاليفو، ستونزو، ستړياوو او ناخوالو سره مخ کيږي چې د دغه ډول ناروغيو او احتمالي ستونزو مخنيوی او تر ټولو ښه درمل د رمضان د مياشتې روژه ده او معده په داسې ډول تصفيه کوي چې د خپلو راتلونکو فعاليتونو لپاره په ښه توګه تياره شي. همدارنګه د دغه ډول تصفيې بهير نه يوازې د انسان پر معده باندې صورت مومي بلکي د روژې د حکمت، روغتيايي ګټو او برکت له کبله د انسان د بدن پر ټولو غړو او فعاليتونو باندې اجرا او د راتلونکو فعاليتونو لپاره په غوره توګه اماده کيږي.

څلورم: روژه بدن ته هراړخيزه روزنه ورکوي،  د انسان بدن هم له هراړخيز پلوه لازمې روزنې او ټريننګ ته اړتيا لري چې دغه ډول روزنه يوازې د رمضان د مياشتې په روژه کې د بدن لپاره مهيا کيږي چې ګڼې روغتيايي ګټې لري. همدارنګه له روحي اړخه هم روژه د بدن لپاره د يوه داسې ټريننګ حيثيت لري چې د هر ډول ستونزې په مقابل کې ورسره د صبر او طاقت مرسته کوي.

پنځم: روژه بدن ته فسيالوجي استراحت په برخه کوي،
د طبي ماهرانو په نظر د انسان بدن د کال په اوږدو کې له ډول ډول کړاونو او ستونزو سره مخ کيږي او د بدن ټول غړي يې د ډول ډول خوړو د خوراک له کبله د ستړيا احساس کوي چې روژه دغه ډول فسيولوجي ستړيا ته د استراحت او دمې تر ټولو غوره وسيله ده چې د يوه مناسب وخت لپاره دمه وکړي، لازمه انرژي حاصله کړي او د راتلونکو فعاليتونو لپاره ښه تياري و نيسي.

شپږم: روژه انسان ته ذهني ځواکمنتيا په برخه کوي،
تجربو ښوولې ده څومره ذهني تمرکز چې يو انسان ته په روژه کې ترلاسه کيږي په بل وخت کې د داسې يوه تمرکز شونتيا ورته ممکنه نه ده. همدارنګه د رمضان د مياشتې د روژې پر مهال د انسان معده او زړه د يوه بې مثاله صبر په درشل کې قرار لري او د زياتره هغو څيزونو سره يې فکر نه وي چې له روژې پرته يې په خيال کې را ګرځوي چې همدغه فرصت ذهن ته يو غوره تمرکز، ځواکمنتيا او ويښتابه په برخه کوي. البته دا ځواکمنتيا هغه چاته په برخه کيږي چې په رښتنې معنا د دې مياشتې په اهميت و پوهيږي، له سستۍ او لټۍ څخه ځان و ژغوري.

[irp][irp]

اووم: روژه د شکرې د ناروغتيا لپاره ګټوره ده، روژه  د دې سبب کيږي چې انسان تر ډيره حده په دې مياشت کې د خوږو په خوړو کې کموالی راولي چې دغه راز کموالی د شکرې په ناروغتيا باندې د اخته کسانو لپاره ګټوره ده، وينې ته فرصت په لاس ورکوي چې کوليسترول کم کړي او حتی د وينې د فشار د کمېدو سبب هم کيږي. داسې هم کيدايشي که يې ناروغي په لومړيو مرحلو کې وي نو د دې احتمال شته ، چې د روژې د نيولو په وسيله له دې ناروغي څخه په بشپړه توګه روغ شي. له بلې خوا روژه د شکرې ناروغتيا ته اجازه نه ورکوي چې په زياته پيمانه د انسان پر جسم حمله وکړي.

اتم : روژه د بدني فعاليتونو د ګډوډيو مخه نيسي ، کله کله د انسان بدن د ځينو عواملو له کبله د خپلو فعاليتونو د ګډوډيو له يوې مرحلې سره مخ کيږي چې نودا ګډوډۍ د راز راز روغتيايي تکليفونو باعث کيږي؛ خو روژه د دغه راز ګډوډيو او اختلالاتو مخنيوی کوي او دانسان بدن داسې عياروي   چې  خپلو فعاليتونو ته په يوه منظمه کرښه د خوځيدو فرصت په لاس ورکړي.

په همدې توګه د رمضان د مياشتې روژه زياتې روغتيايي ګټې له ځان سره لري چې د ځينو محدودو ګټو يادونه يې دلته وشوه.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب