د پرستات یا پرستتا (Prostata) ناروغي او درملنه

ژباړه د الماني یوې وړوکي روغتیائي رسالې څخه :

ترمخ  تر هغه چې د پرستات ناروغي او درملني ته راسو باید و پوهیږو، چې پرستات  د بدن کوم غړی، چیري او څه دنده لري  . پرستات  یا پرستتا(Prostata) یوه لاتیني ګړه ده، چې په الماني ورته «فورشتهردروزي»(Vorsteherdröse) واي،چې په پښتو کي ورته «مخته پروت مرغړی» واي .چې مرغړی په پاړسي کي ورته «قدکشک» او په عربي کي ورته (غده) واي . لکه چې د نامه څخه ئي ښکاري «مخته پروت مرغړی» یا(غده) د مثاني ترمخ پروت دی،چې د بولو د رګ په وسیله سره تړلی دی . دغه د بولو رګ د پرستات په منځ کي تېریږي ترپایه ځي، بیا بولي ځني راوځي . پرستات د بولو د جهاز یو ډېر عمده غړی دی . د اثنینو څخه بیا یورګ چې دسپیرم(Sperma) منېو رګ ورته واي په پرستات کښې د بولو د رګ سره تړل کيږي او پرستات په فشار سپیرم د بولو د رګ له لیاري باسي یاني راوځي . د پرستات دنده که چيري جوړ وي بولي په یوه سمه داره راوباسي او هم دانزال پرمهال سپیرم . د یوه «وال »  دنده لري.

د  موره روي ماشوم دپرستتا (Prostata) غټواله د یوه څخه بیا تر ۲ ګرامو پوري وي . تر شل کلنۍ پوري پرستات وده کوي، چې غټواله ئي د اته لسو (۱۸) تر شلو (۲۰) ګرامو پوري  رسیږي، پر دغه حال پاتیږي یاني نه غټېږي . تر څلوېښت کلنۍ وروسته بیا کېداي سي چې پرستات غټ سي خو هرومرو نه دی .دغه غټېده ډېر کرار وي . په دغه غټې ده د پرستات هله سړی پوهیږي، چې د بولوکولو پرمهال څه ربړ ورپیداسي . و دغه ډول غټې دوته د پرستات ښه غټېده واي، چې په لاتیني ورته (Prostatahyperplasie) «پرستتاهیپرپلزي»مانا دا چې خطري پاړسوب نه دی یاني سرطان نه دی . ډېر خلک چې تر شپېت کلنۍ اوښتي وي په دغه ګون غټېدو د پرستات اخته وي .

درملنپوهان داسي   انديښي :

نارینه چې زړيږي هورموني اندازه ئي هم په بدن کښې بدلون مومي . د دغه هورموني(rmonoH) توازون  دبدلون  لامل    په منځ کي دهوستروګېن (Ötrogen) د ښځينه هورمون، چې د نر په بدن کي هم جوړيږي او د اندروګین (Androgen) چې نرینه هورمون دي سره خرابیږي . نو دغه لامل دی، چې د پرستات ښه غټواله (Prostatahyperplasie) سبب ګرځي . د پرستات ښه غټوالي (Prostatahyperplasi)  لنډیز ته (BPH) واي .

په غرب کي څه ناڅه اتیا (۸۰)په سلو کي نارینه چې تر (۴۵) کلنۍ اوښتي وي په دغه ناجوړۍ اخت کېږي . ښځي پرستات نه لري .  ډاکټران پرستات د نارینه دویم زړه بولي . پرستات له څو برخو نه جوړ سوی دی .لکه :  نسج، عضله او غټي . د مثانې څخه د بولو رګ چې په منځ کي دپرستات تېریږي که چيري پرستات غټيږي دغه رګ کښېکاږي نو باریک سي . څرنګه چې د بولو رګ په دغه ځائ کي تنګ سوی وي  بولي په ډېر تکلیف کیږي .

په وار د واره کي چې کرارکرار پرستات غټيږي مثانه دغه واک لا لري، چې پخپل واک بولي په فشار وباسي . څه مهال چې پرستات ښه غټ سو د مثانې په فشار هم بولي سمي نه را وځي خو ډېر لږ بولي را وځي . بولي داره نه کوي په څک څک راوځي مثانه د بولو ډکه پاته سي .سړی ژر ژر بولو ته ځي . په تېره بیا سړی د شپي له خوا څو واره له خوبه را کښېني او بولو ته ځي .دغه ناروغي د سړي د ژوند کیفیت را ټيټه وي . مثانه تل د بولو ډکه وي سمه نه خالي کېږي . پر مثانې فشار ډېر وي بولي د دې پر ځائ چې کښته  را وځي بېرته په رګو کي پوښتورګو ته ځي .

بولي ډم سي او پر مثانې ډېر فشار وي . ناروغی بولو نېولی وي خو بولي چندان نه کيږي . دغه بولي چي په پوښتورګو کښې دي او په مثانه کي پاته دي د پوښتورګو نسج خرابه وي او مثانه مکروبي کوي او خوږه وي ئي .  خو ډېری نارينه بیا ودغه خراب حالت ته نه رسي .

  نوري ستونځي :

دغه ستونځي کيداسي هر ډولیز وي یاني دردونه  دسپوسخي پخوا کي وي ا و اثنینو ته و غځيږي او دغسي هم د ملا درد را پیدا کړي یاني ناروغی بېخي زهیره وي اوپه پاې کي سخت قبضیت ولري .  لامېلونه د دغوستونځو کېداي سي ډېر مختلف وي .

د دغو ناروغیو  فرق دا دی  :

–  د پرستات مکروبي ناروغي او خوږېده .
–  د پرستات پاړسوب او ناموزه کېده، چې هلته چرک او ذهوب ډمېږي .
–  مقعدي ناروغي : د مقعدي خوا او شا چاودل ياد بواسيرناروغي .
د دغو  درو ناروغیو څخه، د پرستات  پاړسوبي ناروغي  د ډاکټرانو له خوا نه تر اوسه ډېره تشخیص سوې ده .   سړی کولاي سي چې د پرستات دخوږ مخنیوی پخپله وکړي . باید زیار وایستل سي، چې پښې یخي نه سي، پر یخ ځائ کښې نه ني، د ساړه باد له جریانه ځان وژغوري، لوند نېکر وانه غوستل سي، پراس او بایسکل ډیره سورلي ونه سي، هغه خواړه چې نس او کولمې باد په کوي و نه خوړل سي، دتوندو خوراکوڅخه مخ نيوی وسي او هغه شراب چې د الکهولو  اندازه ئي په سلو کي ډېره وه  و نه چیښل سي . دغه شیان چې دلته وویل سوه که ئي مخ نيوی ونه سي د پرستات د ناروغۍ لامل کرځي .

درملنه :

که چیري د پرستات ناروغي  مکروبي نښه لرله ډاکټر هرومرو انتیبیوتکي (Antibiotik) درملنه (Therapy) کوي . د ډېره یخه څخه باید پرستات و ساتل سي .او زیار وایستل سي، چې نس ناسته سمه نورماله وي . که سړی قبض سو یو نرمه دقبض درمل دي  واخلي . د ښځي سره پرېواته هم مرسته کوي، دا ځکه که په پرستات کښې څه ډم  پاته وه د انزال په حالت کي را وځي او پرستات وروسته له هغه ارام سي .

دپرستات سرطان :‍‍

لکه نوري د سرطاني ناروغۍ چې پټ او تر ډېره نا څرګنده وي، دغسي هم د پرستات سرطان تر ډېره نا ښکاره وي . په مکروسکوپي کتنوکي کېداي سي، چې په زړو خلکو کي د پرستات سرطاني حجرات پیدا سي، چې وده و نه کي او دغسي وړکی پاتیږ ي یاني ویده سرطان . چې څرنګه  سرطاني دانه یودم اُولُول کوي لامل ئي نه دی څرکند. په څلويښکلنو نارینه وو کي دغه خبیث سرطان ډېر وي . ډېری ناروغان چې طبیب ته راځي سرطان ئي مخ ته تللی وي او ان چې «برچک» هم لري یاني په هډوکو کښې ئي هم اغیزه کړې وي . په دغسي یوه حالت کي د جوړېدو امکان هم

ډېر لږ وي . نو له دې کبله تر مخ تر هغه چې ناروغ ته درد پیداسي، وډاکټر ته ورتګ هرومرو دی، چې د پرستات  سرطان د هغو خلکو چې تر څلوېښت کلنۍ اوښتي وي  په کال کي یو وارد ډاکتر له خوا وکتل سي،   اړین دی . چې ناروغي وختي وپېژندل سي . د پرستات دسرطان پیداکول د هغه دځائ په نسبت اسانه دی . دغه دانه تر اوسه چې ډاکترانو کتلې د پرستات په دباندي خوا کي او و شاته ئي وي . ډاکتر د مقعد له خوا پخپل شین غټه (شهادت) ګوته  چې ورننه باسي هغه ځایونه لمسه وي او په  پوهیږي چې سرطان دی او که نه . دغه کتنه ډېره اسانه او بې ستونځي او ډېره دقیقه ده . د سرطان دانه د ماش په اندازه غټ ده او تر پرستات ډېره کلکه وي .

د جوړېدو چانس د بل  سرطان او هم دغسي د پرستات سرطان چې په لومړنیو مرحلو کي وي ډېر دی تر هغه سرطان چې مخ ته تللی وي . د پرستات سرطان د شا له خوا په  ګوته ډېر اسانه او بې ربړه څرګنديږي نسبت و نورو ځایو ته د بدن . ډاکټران توصیه کوي، چې سړی بایدځان معانه کي چې سرطان ئي وختي وپژندل سي درملنه ئي بیا کېږي ترهغه چې سرطان مخ ته تللی وي .

محمدسرور وکیلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب