په روژه کې د غوږ چکک یا Otspren استعمال حکم څه دی؟

مسئله :   غسول الأذن – قطرة الاذن .یا Otspren  مثلا چې په غوږ کي یې څاڅکې یادوا اچول  کیږي ، یاپه ډاکټرانوباندي په ځانګړي ډول سره غوږونه پریولل کیږي نوپه دي ټولوصورتونوکې  روژه ماتیږي  ، اوقضاء به یي راګرزوي .

البته : داهلته که معلومه شي چي دماغ یاحلق ته یي شی تیرشوی دی  . اوداهغه وخت ممکن وي چي دغوږ پرده پري شوي وي ، اوکه هغه روغه وي نوبیا دغه ماده ترهغي پردي نشي تیریدلی  لکه داچي دنوي طب څیړنه هم ده   . لکن احیتاط بیاهم لازم دی . چې قضاء راوړي .

كمافي الهنديه ۱\ ۲۰۳ اذا استعط  اواقطر شيئا في اذنه  كالدهن  والدواء  يفسد صومه من غير كفارة  وان كان ماء لايفسد صومه   الخ  ومثله  في الشامي  ۳\۴۲۲   والتاتارخانيه ۲\ ۳۶۴

وفي مفطرات الصيام المعاصرة ص\ ۳۰حكم القطرة في الأذن عند الفقهاء، اختلف العلماء في هذه المسألة على قولين:الخ متفقة على عدم إفساد الصيام بالتقطير في الأذن.

أما إذا أزيلت طبلة الأذن فهنا تتصل الأذن بالبلعوم عن طريق قناة ( استاكيوس)، وتكون كالأنف  .

یادونه :

زموږ په کتابونوکي په غوږ کي ددوا اواوبواچولوپه اعتبار  بیلابیل قولونه شته یعني ځیني یي په ابو اودوا اوهرمايع باندی روژه ماته بولي ، اوځیني یي په دواباندي ماته بولي لکن په اوبوباندي یي ماته نه ګڼي  ، اوځیني نورعلمایي بیا دادخال اودخول فرق کوي   ،  لکن مختار قول دابلل شوی دی چي په غوږ کي دوا یاتیل  اچول روژه ماتوي ، اواوبه یي نه ماتوي  . خودتحقیق خبره هغه ده چي وړاندی تیره شوه یعني داهغه وخت دی چي که دغوږ پرده پري شوي وه نوبیا یي همدغه حکم دی .

في الموسوعة الفقهيه مادة الصوم ۲۸ ص ۲۸والحنفيّة قالوا : بفساد الصّوم بتقطير الدّواء والدّهن في الأذن ، لأنّ فيه صلاحاً لجزء من البدن ، فوجد إفساد الصّوم معنىً .

واختلف الحنفيّة في تقطير الماء في الأذن : فاختار المرغينانيّ في الهداية – وهو الّذي صحّحه غيره – عدم الإفطار به مطلقاً ، دخل بنفسه أو أدخله .

وفرّق قاضي خان ، بين الإدخال قصداً فأفسد به الصّوم ، وبين الدّخول فلم يفسده به ، وهذا الّذي صحّحوه ، لأنّ الماء يضرّ الدّماغ ، فانعدم الإفساد صورةً ومعنىً .

فالاتّفاق عند الحنفيّة على الفطر بصبّ الدّهن ، وعلى عدمه بدخول الماء ، والاختلاف في التّصحيح في إدخاله .

د مفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه ص\ ۲۲۰

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب