د قرآنکريم تلاوت د عربي څخه پرته پر بلې ژبې حکم څه دی؟

سوال: لکه څرنګه چی تاسی ټولو ته معلومه ده چی قران کریم په ډیرو ژپو ژباړل شوی دی، که چیرته یو څوک د قران کریم تلاوت صرف د هغه د ترجمه په واسطه وکړی او په عربی یی  ونکړی ایا په اجر او ثواب کی کوم فرق راځی؟ شاید هغه کس د عربی څخه دغه ژباړل شوی(پښتو، فارسی) په صحیح توګه ولولی او په معنی یی پوه شی.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرآنکريم د عربي څخه پرته په نورو ژبو باندې تلاوت ، خپرول او ليکل جواز نلري او هم د عربې څخه بغير د قرآن يوازې ژباړې تلاوت د قرآنکريم د تلاوت ثواب نلري ځکه چې قرآنکريم په عربي ژبه نازل شوی دی د عربې څخه پرته د قرآن يوازې ترجمه د قرآن حکم نلري .

لقوله سبحانه وتعالی : وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ قُرْآَنًا عَرَبِيًّا (طه ۱۱۳ ) .

(وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا(الرعد ۳۷ ) .

قُرْآَنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (الرمز ۲۸ ) .

د أم القری د پوهنتون متخصصين د پورته مسئلې د حرمت د بيان وروسته ليکي :

ځېنې اسلام دوښمنه حلقي غواړي چې د عربي څخه پرته قرآن خپور کړي او دا کار په امت کې رواج کړي په دې بهانه چې خلک په عربي نه پوهيږي ددې کار د دوی لاندې دوه هدفه دي :

۱- د عربي پر وړاندې جنګ او مخالفت .

۲- د عثماني مصحف د رسم تغيرول .

ځکه د عربي پر وړاندې جنګ او مخالفت د شريعت د ټولو علومو پر وړاندې جنګ دی او همدارنګه د هغه اهل او د هغوی د افکارو پر وړاندې جنګ دی ، په تحقيق سره پخواني او اوسني علماء په دې باندې متفق دي چې د عربي زده کول واجب دي ځکه چې د نورو شرعي علومو زده کول واجب دي .

الله سبحانه وتعالی ددې څخه عاجز نه وو چې پر بله ژبه قرآن نازل کړي لکن دا د دوښمنانو په زړه کې د عربي پر وړاندې يو حسد او عناد دی .

پس د عربي پر وړاندې مخالفت د هغه ژبې پر وړاندې مخالفت دی کومه چې الله تعالی غوره کړې ده
إلى أمرين خطيرين تنتج عنهما آثار ناسفة لمقومات الأمة الإسلامية كلها ، وهما :
1 – محاربة اللغة العربية . .
2 – تغيير الرسم الاصطلاحي للمصحف العثماني . .
ومحاربة اللغة العربية هي محاربة لجميع علومها ، واحتقار وازدراء لأهلها ، وأفكارهم واجتهاداتهم . .
وقد أجمع العلماء – قديما وحديثا – على وجوب تعلم العربية ، لأن ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب . ولم يكن الرب – سبحانه – عاجزا عن إنزال – ص 10 – القرآن بلغة غير العربية ، ومن هنا ينبعث الحسد والحقد في صدور الأعداء ! ومن هنا – أيضا – نعتقد أن كل من حارب اللغة العربية فإنما يحارب اللغة التي اختارها الله 
(جامعة ام القری ) .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب