په اسلامي دعوت كې مبدايت او پړاويزتوب
د اسلام لپاره ځينې کارکوونکي د نورو له ګوندي مقابلې او د مبارزې په ساحه کې د رهبرۍ له اسلوبونو څخه دومره اغيزمن شوي دي، چې دا ورته ښه نه ښکاري چې اسلامي تحريک ولې دې ډګر ته نه دى ننوتلى او ولې دا ډول عمل نه کوي، او د دوى په نظر له دې څخه ځان ساتل فکري وروستوالى او له سياست څخه د بې خبرۍ مانا لري؟
دوى د اسلامي عمل د وروستوالي او خپلو اهدافو ته د نه رسيدلو وجه همدا ښيي… ځکه هغوى ګمان کوي چې په عقيده او ځيني احکامو کې لږ نرمي دعوت مخ پر وړاندې بيايي، برى او قوت روبخښي.
خو زما په نظر دا خبره بالکل غلطه ده والله اعلم، ځکه! د اسلامي عمل وروستوالى له دې څخه دى چې په اسلامي عقيده او احکامو باندې التزام کم او کمزورى دى، نه دا چې په اسلام باندې کلک التزام د دې سبب شوى وي چې اسلامي علم دې وروسته پاته شي… او مشکل په دې کې دى چې اسلامي بلونکي د خپل دين (شريعت) له اصولو او احکامو څخه نه دي خبر، نه دا چې هغوى په سياست نه پوهيږي… خو دا هم بايد ووايو چې نرمي، تر ټولو نه ښې لارې او طريقي غوره کول، او له مناسبو فرصتونو څخه ګټه اخيستل ټولې اړينې او لازمې خبرې دي خو پدې شرط چې د اسلامي چوکاټ په د ننه کي وي…
هغه کسان چې په اسلامي عمل کې د مبدايت او مرحله وار کار تر منځ توپير کوي، دوى په حقيقت کې له دين څخه ناخبره دي، او د دين د برياليتوب اسباب نه پيژني هر څومره چې د اسلام لپاره کارکوونکي د الله (جل جلاله) په حدودو قايم او شريعت ته تابع وي، په همغه اندازه سمې لارې ته نژدې کيږي، برى او کاميابي مومي… او په هره اندازه چې د الهي احکامو په ادا کې تفريط (کمى) کوي، او د شريعت په کارونو کې سستي کوي، په هم هغه اندازه په شا ځي او له ناکاميو سره لاس او ګريوان کيږي…
د عمر رضى الله عنه وينا
هغه وخت چې د مصر فتحه وځنډيدله، نو عمر بن الخطاب رضى الله عنه عمرو بن العاص رضى الله عنه ته داسې ليک واستاوه: (اما بعد، تعجب کوم چې ستاسې لخوا د مصر فتح کېدل ولې وځنډيدل… دا دوه کاله کيږي چې تاسې ورسره جګړه کوئ، او د دې سبب هم همدا کيږي چې تاسې هم هغه څه خوښ کړل چې ستاسې دښمنان يې خوښوي لکه دنيا… په تحقيق سره چې الله (جل جلاله) هيڅ قوم ته برى نه ورکوي تر څو يې چې نيتوه ريښتوني شوي نه وي)).
عمر رضى الله عنه سعد بن وقاص ته په خپل يو نصيحت کې ويلي وو : ((اى سعده! ګوره چې له الله (جل جلاله) څخه پردې خبرو غافل نه شي چې وويل شي هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم ماما او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ملګرى دى، ځکه الله (جل جلاله) بد په بدو سره له منځه نه وړي، بلکې بدي په نيکۍ سره پاکوي، پوه شه چې د الله (جل جلاله) او نورو تر منځ له طاعت څخه پرته نورې اړېکې نشته. ټول خلک شريف وي که ناشريف د الله (جل جلاله) د ذات پر وړاندې برابر دي، په دې مانا چې الله (جل جلاله) د هغوى رب او هغوى يې بندګان دي، يوازې په اطاعت سره يو له بل څخه بهتري او غور والى مومي، وګوره! هر کار چې رسول الله صلى الله عليه وسلم تر سره کړى وي هم هغه خپل کړه دا ستا لپاره زما نصحيت دى. که دې عمل ورباندې ونه کړ نو پوه شه چې عمل دي عبث او بې نتيجې دى، او ته د زيان کارانو له ډلې څخه يي.
د مفاهيمو ګډوډېدل:
مخکې مو وويل چې په اسلامي مفکوره کې تعدد د دې سبب شوى چې د اسلامي علم په هکله ډول ډول او متناقضى نظريې رامنځ ته شي…. د مثال په توګه:
اسلامي علم اصلاحي دى که انقلابي… اسلامي عمل وګړيز (اجتماعي) سياسي عمل دى که سوچه عقيدوي… هغه سوله ايز عمل دى او که جګړه ايز…. او داسې نور اشکالات او تناقضات، چې د دې متناقضاتو له ډلې څخه ځېنې د دې حلقې تر موضوع او په اسلامي ګام په ګام عمل کې د مبدايت تر مفهوم پورې اړه لري…
مبدايت يانې څه؟
راځئ وګورو چې موږ مبدايت څه ته وايو او کوم عمل پړاويز عمل بولو؟
• په اسلام عمل کې د مبدايت مانا په قول او عمل کې له کمي او زياتي څخه پرته په بشپړه توګه د اسلامي احکامو پلي کول دي، ځکه الله (جل جلاله) همداسې امر کوي چې فرمايي:
(وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالا مُبِينًا) (الاحزاب: ٣٦)
هيڅ يو مؤمن او هيڅ يوه مؤمنه دا حق نه لري چې کله الله (جل جلاله) او د هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم د کومې معاملې فيصله وکړي نو بيا هغه ته په خپله د خپلې معاملې د فيصله کولو اختيار حاصل اوسي او څوک چې له الله (جل جلاله) او د هغه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه سر غړاوى وکړي نو هغه په څرګنده ګمارهي کې وه غورځېده.
• بله دا چې له مبدايت څخه زموږ مراد دا دى چې په اسلام کې هدف نه شي کولاى چې هره وسيله روا وګرځوي، بلکې دا د ميکاول او نورو مادي پرستو مکتب دى چې د هدف لپاره هره وسيله روا بولي… مارکس وايي: (د کمونيزم لپاره مبارزه هره لاره او وسيله روا ګرځوي) لنين وايي: (يوه کمونيست مبارز ته پکار ده چې د فريب، غدر، ګمراهۍ، او چل ول هره طريقه ښه زده کړي، ځکه د کمونيزم لپاره مبارزه هره هغه وسيله روا بولي چې د کمونيزم په راوستو کې مرسته کوي، په دې بايد پوه شو چې کمونيزم يو لوړ هدف دى، او د هر لوړ هدف لاسته راوړل کله نا کله د پستو (رذيلو) وسايلو د استعمال غوښتنه کوي، نو له همدې ځايه ده چې کمونيزم هره غير اخلاقي وسيله او لاره روا بولي، خو په دې شرط چې د کمونيستي اهدافو لاسته راوړلو لپاره وي).
مکياول په خپل ((الامير)) نومي کتاب کې وايي: امير بايد د بري او دولت ساتنې اراده وکړي…. او په همدې وخت کې ده چې ټولې استعمال شوې وسيلې لوړې، قدرمني او له هر څه څخه عزتمندې ګرځوي، ځکه عادي انسان په هغه څه حساب کوي چې ويني يې او لاسته يې راوړي…
او په خپل ((فى الحرب)) نومې کتاب کې وايي: (برى د ناکامۍ د وخت د ټولو کارونو اغيزه او اثر له منځه وړي، په داسې حال کې چې ماتې ډېرې تنظيمي طرحې خرابوي او له منځه يې وړي).
• د مبدايت مانا دا ده چې پر حق ودريدل، د ريښتوني دريځ غوره کول، او له ډول ډول جوړښتونو، سازشونو او تنازلاتو څخه ډډه کول دي… (اى تره! قسم مې دي په الله (جل جلاله) وي که لمر په ښي او سپوږمۍ په کيڼ لاس کې راکړې تر څو دا امر (دين) پريږدم، خو تر هغې به يې پرې نه ږدم چې يا الله (جل جلاله) بريالى کړى نه يم او يا زه په دې لاره کې مړ شوى نه وم
اې مورې! که ته سل ساګانې ولري او وار په وار يوه يوه در څخه و وځې هم به زه د محمد صلى الله عليه وسلم دين پرينږدم .
• د مبدايت مانا دا هم ده چې موږ بايد د ژوند تر ټولو لوړ او اساسي هدف لاسته راوړلو په خاطر کار وکړو، او دا هدف هم ټول خلک د الله (جل جلاله) بندګان ګرځول دي.
و ما خلقت الجن والانس الاليعبدون.
موږ پيريان او انسان يوازې د بندګي لپاره پيدا کړي دي.
و کذلک جعلنا کم امة وسطا لتکونوا شهداء على الناس و يکون الرسول عليکم شهيدا.
او همدا راز موږ تاسې امت وسط ګرځولي ياست تر څو تاسې په خلکو شاهد او پيغمبر پر تاسې شاهد وي.
• له مبدايت څخه زموږ هدف دا دى چې له اسلام سره زموږ اړيکې بايد يوازې او يوازې د الله (جل جلاله) د رضا په خاطر وي. نه د کومې دنيوي ګټې، يا کومې ښځې سره نکاح کولو په خاطر… او له همدې ځايه ده چې وايم: موږ د دې اختيار نه لرو چې ناحقه خبره وکړو، ناروا کار وکړو په غلطه لار قدم کيږدو، او حق له باطل سره ګډ کړو… ځکه ډېر داسې پيښږي چې يو داعي داسې خبره وکړي بې له دې چې الله (جل جلاله) ناظر وګڼي:
يکبه الله بها على وجهه سبعين خريفا فى جهنم… (په همدې يوې خبرې سره يې الله (جل جلاله) او يا کاله په دوزخ کې اچوي).
امرت ان اقول الحق ولو کان مرا
(په دې مامور شوى يم چې حق و وايم که څه هم تريخ وي).
امرت ان اقول الحق لا اخشى فى الله لومة لائم
(په حق ويلو مامور شوى يم او د الله (جل جلاله) په خاطر د هيچا له ملامتيا څخه نه وريږم.
وقل الحق من ربکم فمن شاء فليؤمن و من شاء فليکفر.
(ورته و وايه حق ستاسې د رب له لورې دى د چا چې خوښه وي ايمان دي راوړي چې د چا خوښه نه کفر دي وکړي).
ځېنې خلک د ځان لپاره دا روا بولي چې اسلام او نيشنليزم سره ګډ کړي، يا عربيت او اسلام سره يو کړي او ان تر دې چې هغوى اسلام او اشتراکيت (سوسياليزم) او اسلام او دموکراسي سره ګډوي او يو شى يې بولي او دا ډول خبرې له مبدايت څخه لرې او مخالفې او د شريعت له نظره مردودي دي…
او ځيني نور دا هم د ځان لپاره روا بولي چې له حاکمانو سره منافقت وکړي، له طاغوت سره سازش وکړي او د هغوى په پل قدم کيږدي… نو دا ټول کاروه له مبدايت سره مخالف او د شريعت له نظره د نه منلو دي.
مرحله ايز علم کوم دى؟
مرحله ايز عمل د مبدايت په چوکاټ کې ګام په ګام مخکې تللو او له يوې مرحلې څخه بلې ته د کم او کيف له پلوه انتقال ته وايي…
له پړاويز علم څخه مو مراد دا دى چې د اساسي او لوړ هدف د تحقق په خاطرې ټول لازم مادي او معنوي اسباب پکار واچول شي… بله مانا يې دا ده چې د ټاکلي لارې په سر تم ځايونه وټاکل شي په داسې شکل سره چې هر تم ځاى د تګلارې له کړيو څخه د هرې کړۍ خاتمه او پاى وښيي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم عمل مرحله وار وو، خو د دې تر څنګ څنګ د اسلام لپاره کار کوونکو خپل لوړ هدف (خلک د يوه الله (جل جلاله) بندګان ګرځول) يې يوه لحظه هم له سترګو نه و ايستلى… د نبوي سيرت او اسلامي تاريخ زيات شمېر ليکونکي په دې سره اتفاق لري چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل بعثت په دوران کې له څلورو مرحلو څخه تير شوى و:
لومړۍ مرحله:
دا مرحله د بعثت له پېل څخه پيل شوه او تر دريو کالو پورې په پټه توګه روانه وه او په همدې مرحله کې د دعوت لومړنى لښکر جوړ شو، کيداى شي دا مرحله د جوړښت مرحله و بولو.
دويمه مرحله:
دا مرحله هغه وخت پيل شوه، کله چې الله (جل جلاله) رسول الله صلى الله عليه وسلم ته امر وکړ چې خپله بلنه خپل قوم او خپلوانو ته اعلان کړي او داسې يې ورته و فرمايل:
( فَلا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَكُونَ مِنَ الْمُعَذَّبِينَ وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الأقْرَبِينَ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ الَّذِي يَرَاكَ حِينَ تَقُومُ وَتَقَلُّبَكَ فِي السَّاجِدِينَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ )(الشعراء: ٢١٢/٢٢٠)
نو اى محمده! له الله (جل جلاله) سره کوم بل معبود مه بله کنه نو ته به هم له سزا موندونکو څخه حساب شې خپل ډېر نيزدې خپلوان و ويروه او له مؤمنانو څخه چې کوم کسان ستا پيروي غوره کړي له هغو سره د تواضع چلند وکړه خو که هغوى ستا نافرماني وکړي نو هغو ته و وايه چې څه کويي زه ورڅخه برى الذمه يم او په هغه برلاسى او رحمت والا باندې توکل وکړه، چې تا په هغه وخت کې ويني چې ته پاڅيږي، او په سجده کوونکو کې ستا ګرځيدو را ګرځيدو ته ګوري هغه د هر څه اوريدونکى او په هر څه پوهيدونکى دى.
ګورو چې په دې ايتونو کې په اصولو او ايماني ارکانو باندې د التزام او پابندي باندي په پوره شدت سره تاکيد شوى، او کيداى شي دي مرحلې ته د تبليغ مرحله و وايو.
دريمه مرحله:
د دې مرحلې پيل د بعثت له لسم کال يانې له هغه وخت څخه پيل شو کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل دعوت ټولو خلکو ته اعلان کړ… او د عکاظ، ذى المجاز، او منى په بازارونو کې يې د عربي جزيري له هرې خواڅخه راتلونکو قافلو ته انتظار ويست، تر څو له هغوى سره په تماس کې شي، او خپل رسالت ورته اعلان کړي، تر څو د مدينې د خلکو زړونه يې خپل کړل او همدا د بلې دورې (مرحلي) د پيل اعلان و، دې مرحلې ته د خوزيدو مرحله ويل کيداى شي.
څلورمه مرحله: دا مرحله له مکې څخه مدينې ته له هجرت څخه پيل کيږي، چې الله په قران کريم کې فرمايي:
(أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الأرْضِ أَقَامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأمُورِ ) (الحج: ٣٩/٤١)
هغو کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې د هغوى پر خلاف په جګړه لاس پورې کيږي، ځکه چې هغوى مظلومان دي او الله (جل جلاله) په يقينې ډول د هغوى د ملاتړ وس لري دا هغه کسان دي چې له خپلو کورونو څخه په ناحقه و ويستل شول يوازې په دې جرم چې هغوى وايي ((زموږ رب الله (جل جلاله) دى)) که الله (جل جلاله) خلک يو د بل په وسيله دفع نه کړي نو خانقاګانې، کليساګانې، عبادتخانې او جوماتونه چې په هغو کې د الله (جل جلاله) نوم ډېر زيات اخيستل کيږي ټول به و نړول شي، الله (جل جلاله) به ارومرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د هغه مرسته وکړي الله (جل جلاله) ډېر زورور او برلاسى دى دا هغه کسان دي چې که موږ دوى ته په ځمکه کې قدرت ورکړو نو لمونځ به قايم کړې زکات به ورکړي په ښو چارو به امر وکړي او له بديو څخه به منع وکړي او د ټولو چارو پاى د الله (جل جلاله) په لاس کې دى.
په دې مرحله کې ډېر عملي او جهادي ګامونه اوچت شول، او په همدې مرحله کې لومړنى اسلامي دلوت قايم شو. او نوموړې مرحلې ته د تنفيذ (پلي کولو) مرحله ويل کيداى شي.
په ټولو مرحلو کې لارښوونې يو ډول دي:
په اسلامي دعوت، او لومړني قرآني نسل باندې تيرو شوو څلورو مرحلو نه پلټونکي ته دا په ډاګه کيږي چې د دې ټولو مرحلو تر منځ يو مشترک قاسم وجود لري… او دا مشترک قاسم په حق باندې له ټينګ دريدو او د حق غوښتنو له پوره کولو څخه عبارت دي…
د جوړښت په مرحله کې:
ورقه بن نوف چې د خديجې رضى الله عنها د تره زوى و رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا دعوت داسې تصويروي او ورته وايي: قسم په هغه الله (جل جلاله) چې زما نفس د ده په واک کې دى چې ته د دې امت نبي يې او تا ته هماغه ناموس راغلى دى چې موسى عليه السلام ته راغلى و، پوه شه چې ستا قوم به په تا پورې دروغ تړي، تکليف به درسوي، له وطن څخه به دي شړي او جګړه به درسره کوي.
د تبليغ په دوره کې: قريشو په مسلمانانو باندې د عذاب تيارې راخورې کړې… هرې قبېلې شروع وکړه چې د خپلې قبېلې مسلمانان يې رانيول، وهل او ټکول به يي، لوږه او تنده يې ورباندې راوستله…
د انتشار (خوريدو) په دوره کې: قريشو په مسلمانانو باندې دومره ظلمونه وکړل، او د اسلام په خلاف يې جګړه دومره توده کړه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځينې کمزورو مسلمانانو ته د حبشي پر لوري هجرت کولو ته اجازه ورکړه…
حبشې ته هجرت کوونکي که څه هم کمزوري له وطن څخه شړل شوي و، خو هغوى د دين په کارونو کې هيڅ ډول تفريط او سستي ونه کړه…. کله چې هغوى د حبشې پاچا (نجاشي) دربار ته ور ننوتل چې ګوري خلک ټول پاچا ته په سجده پراته دي، يوه پيره دار دوى ته هم وويل، پاچا ته سجده وکړئ، جعفر بن اطالب ورته و کتل او و يې ويل: موږ له الله (جل جلاله) پرته بل چاته سجده نه کوو.
د تنفيذ (پلي کولو) په دور کې:
د مؤمنانو او جاهلي قواوو تر منځ جګړه ډېره توده شوه… مؤمنان په دالخ کې د يهودو او مشرکينو له توطئو سره لاس او ګريوان و، او له بهر څخه د صليبيانو او مجوسيانو خطرونه وو، تر څو په پاى کې حق بريالى شو او باطل له منځه ولاړ، بې شکه چې باطل له منځه تلونکى دى…
د مرحله ايز عمل او مبدايت تر منځ توپير نشته:
دلته په دې خبرې باندې تاکيد کول غواړو چې د پړاويز عمل مانا دا نه ده چې د اسلام له اصولو څخه دي کوم اصل له نظره وغورځول شي، او نه هم دا مانا لري چې په الهي حدودو کې دي جاهليت راګډ کړل شي او نه هم د اسلامي عمل د اصلي اهدافو د پټوالي مانا لري…. بلکې په پړاو کې دا مفهوم شامل دى چې د کار او عمل طرحه او نقشه پټه کړل شي وسايل او لارې چارې يې له ځان سره وساتل شي، خو په هيڅ صورت کې هم دا مانا نه لري چې اصلي هدف دي پټ وساتل شي…
که د اسلامي عمل اساسي اهداف په ټولو مراحلو کې څرګند او واضح نه وي، نو حتما به يو وخت په لا شعوري (ځان ناخبري) ډول سره انحراف کوي، او په داسې يوه لاره به روانيږي چې له خپلو اهدافو نه يې ډېر لري بيايي…
په لبنان کې پړاويز عمل او مبدايت:
اوس به دا په لبنان کې څه ډول تطبيقوو؟ او په لبنان کې به په اسلامي علم کې پړاويز عمل له مبدايت سره څه ډول پرتله کوو؟
لومړى: څرنګه چې لبنان د ډېرو تمدنونو او نظرياتو درلودونىک هيواد دى، نو له همدې ځايه ده چې نوموړي هېواد د هيڅ ډول عقيدوي حکم (اسلامي وي که نصراني او…) د قيام لپاره مناسب نه دى….
دويم: لبنان د هغه بشري او اقتصادي حالت له امله د يوه عادي دولت جوړيدو صلاحيت نه لري، نو نګه کيداى شي د عقيدوي دولت جوړيدو صلاحيت ولري.
دريم: نو د لبنان دا حال د دي غوښتنه کوي چې اسلامي عمل بايد هلته مرحله ايز وي، ځکه لبنان په دې وضع او حالت کې د اسلامي عمل د اوچت او اساسي هدف (اسلامي حکومت جوړول) د تحقق لپاره مناسب نه دى…
څلورم: خو دا د دې مانا نه لري چې په لبنان کې دي اسلامي عمل له خپل اصولي مبدايت څخه تير شي، بلکې مانا يې دا ده چې هلته دي عمل مرحله ايز وي او بس…
پنځم: لازمي ده چې په لبنان کې اسلامي عمل بايد پړاويز عمل د خپلو اهدافو د (ستراتيژي) د تحقق په خاطر په کار واچوي، نه دا چې هدف پړاويز عمل قرباني کړي….
د مثال په توګه: د لبنان د ملي او ځمکني يووالي ساتل يو پړاويز هدف دى، چې د اسلامي مصلحت او لوړو اهدافو د تحقق لپاره ګټور دى، ځکه بيلتون او ويش د امت په زړه کې قومي او ژبني دولتونه جوړوي، او دا کار په خپله د اسلامي اهدافو د تحقق په لار کې لوى خنډ دى…
په حاکميت، وزارتونو او نورو ادارو کې د مختلفو قومونو تر منځ توازن (برابري) مسلمانان له کمزورۍ څخه د قوت پوړۍ ته خيژوي، او دا په خپله يو پړاويز هدف دى چې له اصلي اهدافو سره پوره پيوستون لري…
په پوځ کې توازن، او د پوځي مشرتابه لپاهر د يوې شورا جوړول، د دې مخه نيسي چې پوځ د قومي او ژبني عصبيت تر اغېزې لاندې وي، او يا دې په خپله فرصت طلب وي، او همدا راز دا کار پوځ ته د دې توان ورکوي چې خپله ملي دنده تر سره کړي او د صهيونيزم او هر استعمار مقابله وکړل شي… ښکاره ده چې د اسلامي لوړو اهدافو د تحقق په لاره کې دا يو ستر ګام دى…
له اخلاقي او فکري فساد او انحراف څخه د لبنان ساتل، د دې سبب کيږئ چې هلته اوسيدونکي مسلمان نسلونه د غربي فاسد تمدن او مادي الحادي نظرياتو له اغيزې څخه په امن وساتي، او دا ټول د د اساسي اهدافو د تحقق لپاره مرستندوي دي…
خو دا هم اړينه ده چې له موجودو ټولنيزو، اقتصادي، تربيوي او سياسي مشکلاتو څخه او هم د وضعي قوانينو او تحريکونو څخه د ناکامۍ د دلايلو په توګه ګټه واخيستل شي… او په دې سره تاکيد وکړل شي چې د ټولو مشکلاتو حل په دې کې دى چې اسلام ته رجوع وکړو، او په هغه لاره پل کيږدو چې محمد صلى الله عليه وسلم د الله (جل جلاله) په ارم د خلکو لپاره رسم کړي ده …
مبدايت د پړاويز عمل غوښتونکى دى… او اخلاقي مبدايت دا لازموي چې پړاويز عمل هم بايد اخلاقي وي… او هر هغه څوک چې وايي عمل بايد مرحله ايز نه وي، او يا په دې کې سستي کوي نو هغه نه يوازې دا چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم دليل نه لري، بلکې دا قول يې په څرګنده توګه مردود او رټل شوى دى، ځکه د هغوى دا نظريه اسلامي عمل له خپل اصلي مسير او لاري څخه بې لاري کوي، او په دې توګه دنيوي او اخروي زيان او ناکامي راولي.
د ګډون (مشارکت) مانا:
ځېنې خلک په لبنان کې د اسلامي تنظيمونو د متوازن ګډون (مشارکت) په غوښتنه اعتراض کوي او د تنقيد ګوته ورته نيسي او وايي: دا غوښتنه د دې مانا لري چې له کافرانو سره ګډ حکومت جوړ شي او دا يو غير اسلامي عمل دى ځکه چې قران کريم فرمايي:
لايتخذ المؤمنون الکافرين اولياء من دون المؤمنين.
مؤمنان دي هيڅکله داسې نه کوي چې مؤمنان پريږدي او له کافرانو سره ملګرتيا او دوستي وکړي.
ان الحکم الالله.
حکومت او واکمني يوازې له الله (جل جلاله) سره ده.
و ما اختلفتم فيه من شئ فحکمه الى الله
په کوم څېز کې چې تاسې اختلاف پيدا کړئ د الله (جل جلاله) پريکړې ته يې راوګرځوئ.
و من لم يحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون
کوم خلک چې د الله (جل جلاله) د نازل کړي قانون سره سمه فيصله نه کوي هم هغوى کافران دي. هم هغوى فاسقان دي او هم هغوى ظالمان دي.
خو حقيقت دا دى چې که چېرې د دې اعتراض کوونکو نيت صاف وي، نو دوى د اسلام د ګډون او مسلمانانو د مشارکت تر منځ توپير نه دى کړى، بلکې دواړه يې سره ګډ کړي دي، دا په داسې حال کې چې د مسلمانانو ګډون د اسلام له مشارکت څخه بيل دي، او هر يو يې بيلي غوښتنې، احکام او اجتهادونه لري… د دې په خاطر چې دا مطلب ښه څرګند شوى وي لانديني څو ټکي تر نظر تيروو:
د اسلام غوښتنه دا ده چې د اسلام منهج او شريعت د نورو شريعتونو او منهجونو سره له ګډون نه پرته په مستقله توګه حکومت وکړي.
و ان احکم بينهم بما انزل الله و لاتبتع اهواء هم
د دوى تر منځه په هماغه څه حکم وکړه چې الله (جل جلاله) نازل کړى دى او د دوى غوښتنو پيروي مکوه.
او دا يوه اعتقادي مسئله ده، چې بدلون، تعديل او هيڅ راز سستي پکې جواز نه لري، او دا غوښتنه هغه وخت پوره کيږي چې د ټولنې، نظام او د حکومت ټول اصول او بنسټونه بدلون ومومي…
دا د اسلام او مسلمانانو وظيفه او مسئوليت نه دى چې له وضعي ټولنيزو، سياسي او اقتصادي تحريکونو او نظرياتو څخه را پيدا شوو مشکلاتو لپاره د د حل لارې ولټوي، ځکه دا کار د نوموړو تنظيمونو د بقا او دوام سبب کيږي، په همدې خاطر اسلام دا غواړي چې دا وعي تحريکونه بايد افشا شي، پردې يې له مخ څخه پورته شي، تر څو خلکو ته په خپل حقيقي شکل څرګنده شي او هغوى يې عيبونه او کمي په خپلو سترګو و ويني، او بالاخره دا ورته په ډاګه شي چې دا ټول باطل او ناقص دي، نو لازمه ده چې په ځاى يې اسلام حاکم شي تر څو دا مشکلات له منځه ولاړ شي….
په داسې حال کې چې د اسلام غوښتنه همدا ده او له دې پرته په بل څه نه راضي کيږي، نو د خپلو پيروانو لاره دا هم نه غواړي چې هغوى دي د کفري نظامونو تره سيوري لاندې د مظلوميت او غم شپې ورځې سبا کوي، بلکې دا ورباندې لازموي چې د توان په اندازه دي له ځان څخه د مظلوميت او غم بار لري کړي، خو دا په هغه وخت کې چې چېرته اسلامي حکومت نه وي قايم شوى، تر څو دوى هجرت وکړي او ځان ورباندي وساتي، بل دا چې اسلام په خپلو پيروانو لازموي چې هغوى بايد د تل لپاره مظلوم ونه اوسي، بلکې د هغوى مسئوليت دا دى چې بايد د قوت او دفاع اسباب ولټوي، خصوصا په داسې وخت کې چې هغوى د نوي اسلامي ژوند د پيل لپاره تيارى نيسي، او د اسلامي حکومت د قيام لپاره هلې ځلې کوي، نو هغوى بايد د خپل توان په اندازه ځان تيار کړي، او په جاهلي ټولنو کې د قوت او قدرت ځايونو ته ځان ورسوي او هغه اشغال کړي، او دا ټول د الله تعالى د لانديني قول په مفهوم کې شامل دي:
و اعدلهم ما استطعتم من قوة…
او تاسې تر خپل وسه ډېر زيات طاقت… د هغوى د مقابلې لپاهر برابر کړئ تر څو چې په دې وسيله د الله (جل جلاله) پر دښمنانو پر خپلو دښمنانو او پرهغوى نورو دښمنانو هيبت راولئ چې تاسې يې نه پيژنئ خو الله (جل جلاله) يې پيژني.
د وضعي نظامونو تر سيوري لاندې د قوت او قدرت د ځايونو لاسته راوړلو، او د خپل حال د ښه والي په خاطر د مسلمانانو هلې ځلې بايد د دې مانا ونه لري چې ګويا هغوى دا وضعي نظامونه په رسميت پيژندلي، او هغوى د بدلون لپاره به نور کار نه کوي…
اسلام د دې اجازه ورکوي چې په هر ځاى کې د خپل قوت او دفاع اسباب او وسايل ولټوي که څه هم په جاهلي نظامونو کې وي، خو په دې شرط چې دا په ريښتموني توګه د هغوى د پياوړيتوب سبب وي… زموږ د دې قول د اثبات لپاره د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا دريزي کافري دي، چې هغه صلى الله عليه وسلم په جاهليت کې په (حلف الفضول) کې برخه اخيتسي وه او له اسلام وروسته يې د هغه په هکله فرمايلي و:
لقد شهدت فى دار عبدالله بن جدعان حلفا ما احب ان لى به حمر النعم، ولوادعى به فى الاسلام لاجبت.
زه د عبدالله بن جدعان په کورکي په يوه داسې پيمان کې حاضر شوى وم چې ماته له سرو اوښانو ډېر غوره و او که نن زه په اسلام کې داسې پيمان ته راوبللى شم نو هم زه به يې هر کلى وکړم.
د نوموړي تړون يوه ماده د (روپو ورکولو او ډوډۍ ورکولو، پيره داري، او بيرغ وړلو او مجلسونو دايرولو … د ويش په هکله وه) او دا ټول هغه شيان دي چې اوس هم خلک ورته اړتيا لري…
نو اوس دا په ډاګه شوه چې دا ډول ګډون، له نورو وضعي قوانينو سره د اسلام مشارکت او ګډون نه دى او نه هم دا د اسلامي حکومت بديل دى، ځکه دا خبره خو په نص ثابته ده چې د اسلام په حکم کې د بل هيڅ قانون او نظام ګډون ناروا دى… بلکې له مشارکت څخه زموږ هدف دا دى، چې له مسلمانانو څخه ظلم پورته شي… حقوق يې ورکړل شي… د دوى په خلاف توطئو مخه ونيول شي… د هغوى ټولنيز، اقتصادي، سياسي او پوځي حالت پياوړى کړل شي تر څو د هر ډول حملي او استعمار پر وړاندې د مقاومت او مقابلې توان ولري…
کافرانو ته د قدرت او حکومت سپارل نه يوازې دا چې د مسلمانانو د هل منځه وکړلو مانا لري، بلکې دا د اسلام د ختمولو وسيله هم ده، لکه چې په ځينو ملکونو کې همداسې پيښه شويده، او په لبنان کې د دې مانا داسې کيداى شي چې مسلمانان بايد هلته له مقابلې او ډغره وهلو څخه لاس واخلي…
په هره اندازه چې مسلمانان پياوړي کيږئ، امکانيات لاسته راوړي، په هم هغه اندازه اسلام ته د قوت او خوريدو زمينه برابريږي…
دا به ستره ناپوهي وي چې د مقابلې او کشمکش پر دې حساسو شرايطو کې پريږدو نور د ځان لپاره په هر څه کې د زمري په څېر برخه اخلي او موږ دې په ځاى نسات خوښ او راضي يو… بلکې دا د اسلام سره خيانت دى، ځکه دا کار په ټولنه او دولت کې د اسلامي شريعت د نفاذ او حاکميت مخه نيسي…
نن ورځ اسلام له جاهلي قوتونو سره په يوه ناڅاپي جګړه بوخت دى….
او جنګ خو فريب او چل دى… او هغه څه چې ټول په جګړه کې په کار نه راځي، ټول يې پريښول کيږي هم نه، او دا چې مسلمانان د کامل بدلون په لاره کې ځېنې ځايونه وګټي، تر دينه ډېر ښه دي چې ټول ځايونه له لاسه ورکړي، او خپل هدف ته رسيدلي هم نه وي… والله اعلم…..
سرچينه:
د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكار، كابل، خوشحال مينه، د شاداب ظفربلاكونو ترشا.