اسلامي حرکتونه او د هغو سياسي راتلونکی

له تېرو څوکلنو را په دېخوا د اسلامي تحريکونو په هکله يو سوال تکرار راپورته کېږي چې آيا اسلامي تحريکونه کوم سياسي راتلونکی او مستقبل لري او که نه؟، او يا دا چې د غربي ټولنيزو رسنيو وينا ومنو چې ګوندې اوس فکري او عقيدوي جنګ پای ته رسېدلای او دا پېړۍ د سرمايه داري نظام پېړۍ ده.

له همدې کبله د نړۍ نورو ټولو سياسي نظامونو ته په کار ده چې د موجوده حالاتو په نظر کې نيولو سره د سرمايه داري طرز فکر او سرمايه دارانه نظام له مرستې او اشتراک څخه په استفادې په خپل داخل کې تغيیر او بدلون راولي.

د غرب څپې وهلي ليکوالان په علمي جريدو، اخبارونو او په نورو بريښنايي عامو رسنيو کې دغه فکر او انځور، دومره په تکرار سره یاد کړی او یادوي چې له امله يې نن ورځ يو ځوان دا انګیري چې ګوندې د اسلام او د سرمايه دارانه نظام ترمنځ نوره فکري جګړه او مبارزه کومه ګټه نلري؟

دوی وايي:چې په اوس وخت کې د مقابلې دوه لارې دي:یا داچې په پټه د يوه عسکري انقلاب له لارې د نظام د بدلون هڅه وشي او يا هم د غربي سرمايه دارانه کوم نظام سره د سازش له لارې خپل سیاسي ژوند مصؤون کړل شي، په دې صورت کې به د اسلام هر اړخيز اصول او احکام د څه مودې لپاره پرېږدې او د زمانې له ساز سره سم به سر خوځوي.

د دغه فکري پريشانۍ په نتيجه کې ډېری ځوانان مجبوريږي چې د اسلامي نظام قيام ته د شک په سترګه وګوري او له امله يې د خپل ديني تړاو او سياسي تړاو ترمنځ د فرق کولو لپاره آماده کېږي.
په دې نازک او پرېکنده دور کې د دې خبرې ضرورت پېښيږي چې په نړيواله کچه د دغه حالت تجزيه وشي او له يوې مثبتې زاويې پرې رڼا واچول شي.

موجوده نړيوال کشمکش:
که نړيوالو حالاتو ته لږ ځير شو او لږ پر شا ولاړ شو نو دا حقیقت به راڅرګند شي چې کومه سړه جګړه چې د لومړۍ نړيوالۍ جګړې څخه راپیل شوې وه له لږې وقفې وروسته اوس هم په نوې بڼه روانه ده چې د جګړې علمبرداران يې امريکا او اروپايي هېوادونه دي چې د دنيا په نقشه او په تېره اسلامي نړۍ يې منګولې ښخې کړي او په ډېره چالاکۍ سپين سترګۍ او بوږنونکي بڼه په کې بوخت دي.

بل پلو ته د اسلامي هېوادونو نظامي، ميراثي او سياسي واکمنان د خپلې ذاتي واکمنۍ د ساتلو په خاطر د مسلمانانو له ګټو څخه تېرېږي، غربي سياستوال د خپل ځان لپاره خيرخواهان ګڼي او د هغوی په اشارو کار کوي. اروپايي ځواکونه او په تېره برطانيه، فرانسه او امريکا د (ناټو) په وسيله د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر، اسلامي نړۍ لا پسې تقسيموي او د هغوی د محکومولو په کار کې مصروف دي.

هاخوا روسانو په دې غنيمت کې د خپلې برخې د پيدا کولو لپاره لوبه جوړه کړې ده، د اسلامي هېوادونو واکمنان پرته له دې چې دغه خطر ته متوجه شي لا هم د لويديځوالو د ډاډه کولو په خاطر په خپلو سيمو کې اصلاحات راوړي.

د اسلامي نړۍ واکمنان لګيا دي له دې وېرې چې له واکه لرې نه کړی شي، د تيلو او طبیعي ګازو ذخيرې له هغوی نه قربانوي
په خپله غربي مفکرين د تاريخي شواهدو په رڼاکې د اروپايي هېوادونو پر عزائمو او عملي کردار په واضحو ټکو نيوکې کوي، خو د اسلامي نړۍ مشران او غرب ځپلي مسلمانان د دغو کتابونو له لوستلو څخه سترګې پټوي، په دې اړه په ۲۰۱۶کال کې د يو خپور شوي کتاب يادونه ضروري بولم، چې مصنف يې ايم ای ميک ملن په تاريخي شواهدو سره دا خبره ثابته کړې ده چې برطانيه، فرانسه او روسان به د خپل منځي تعاون او مرستې له لارې په اسلامي نړۍ کې عدم استحکام او ګډوډۍ هڅه کوي او د رښتيني جمهوريت د رامنځ ته کيدلو په لار کې خنډونه را پورته کوي، او د جمهوري عمل په لاره کې بنيادي رول ادا کوي.

د ميک ملن خپور شوی کتاب د لويديځ د دوه مخي سیاست، دوه ګونو اخلاقي معيارونو او د اسلام دښمنۍ او مفادپرستۍ رښتينی انځور دی، او د تش په نامه بشري حقوقو، انساني مساوات او جمهوريت پرستي د نعرو پوچوالی راڅرګندوي.

د فکري جګړې د پای دعوی:
له دغې لنډې فکري ارزونې څخه جوته شوه چې د دغو ماده پرستو اقتصادي نظامونو ” هغه پانګوال دی او که اشتراکي نظام” په وړاندې رښتينی بديل چې ولسونو ته سکون او اطمينان وربښلی شي، هغه د اسلام اقتصادي ا و سیاسي نظام دی او له پخوا راهيسې د همدغو دوه بلاکونو تر منځ رښتينې مقابله او جګړه روانه ده.

دلته داخبره هم له سترګو کېږي چې که چېرې فکري جګړه پای ته رسېدلې وي، نو د سرمايه دارانه نظامونو علمبرداران ولې د اسلامي نظام او داسلام له نوم څخه پريشانه دي؟د ترهګرۍ پر خلاف جګړه په اصل کې د هر هغه کوښښ په وړاندې محاذ جوړول دي چې د اسلامي نظام لپاره د دنيا په هر ګوټ کې کار کوي، له دې څخه دا خبره جوته شوه چې په نړۍ کې فکري جګړه پای ته نه ده رسېدلې او نه به پای ته ورسېږي.

د لويديځ زيات شمېر مفکرين له دوه لسيزو راپدېخوا وايي چې د لويديځ تمدن او په تيره د امريکا د بادارۍ دوره پای ته رسېدلې ده او پر ځای يې يو آسیايي ځواک چې چين د دغه تشې د ډکولو لپاره تر ټولو وړاندې دی، رامخ ته کيدونکی دی.که له دغو حقايقو سره سره اوس هم يو شمېر مسلمان پوهان په دې نظر وي چې د فکري جګړې دوره پای ته رسېدلې ده، نو دا به ډېره سادګي او له حقايقو څخه د سترګو پټولو په معنا وي.

دا د حالاتو ډېر نيمګړی تحليل او ارزونه ده چې له مخې يې دا وویل شي چې د اسلام او پانګوال نظام او کمونيزم تر منځ فکري او سیاسي جګړه پای ته رسېدلی ده، دا خبره ځکه سمه نه ده چې همدا اوس اوس اخوان المسلمون د خپلې اويا کلنې مبارزې وروسته په مصر کې يوازې د نظریاتي او فکري تمايز له مخې ټاکنې وګټلې، دا بېله خبره ده چې د جمهوريت نړېوالو ټيکه دارانو دغه بریا نشوه زغملی نو ځکه يې د يو غیراخلاقي او غیرقانوني نظامي کودتا له لارې د مصر مشروع حکومت راوپرځاوه، هاخوا په الجزاير کې الجبهه الاسلامیه د عباس مدني په مشرۍ په ۱۹۹۰ کال کې ښه په نره ټاکنې وګټلې، هغه هم د فکري او نظریاتي تمايز له مخې وې، خو هلته فرانسوي استعمار د خپل لاسپوڅي پوځ پر مټ هغه بریا په يو خونړي انقلاب بدله کړه، په تونس کې اسلامي نهضت هم د خپل فکري تشخص له مخې ټاکنې وګټلې ، خو له دې لپاره يې نور ګوندونه له ځان سره په واک کې شريک کړل چې دغه خاوره هم له انتشار او پراګندګۍ څخه وساتي او د سیاسي تاريخ تر ټولو روښانه وسعت نظري يې وښوده، آن تر دې چې نهضت په کې خپل اسلامي تشخص هم تر سوال لاندې راوسته.

په حقيقت کې دا ټوله جګړه نظریاتي او د نړۍ ليد له مخې روانه ده او د حق او باطل تر منځ د نظامونو پر سره جګړه ده.
دا خبره هم څرګندول غواړي چې د يوې نظريې د صداقت او رښتينولۍ لپاره دا اړينه نه ده چې ارومروه دې عملي تجربه وړاندې کړي، ځکه چې د کارل مارکس پيروانو په هېڅ ځای کې د هغه د نظریې عملي تطبيق او خيالي جنت ونه ليده او نه به يې وګوري، ځکه چې د تطبيق وړ نه ده، خو بیا هم د هغه د فکري او منطقي استدلال له مخې يې هغه منلې وه او له مخې يې کمونيزم په نړۍ کې د يو ژوندي فکري مکتب په توګه ظهور وکړ او تقريبا يوه پېړۍ يې ډير هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې وساتل.

خو بل پلو ته اسلامي نړۍ ليد هسې تش په نامه فلسفه نه ده، بلکې پنځلس سوه کاله په جزئي او يا په کلي توګه د نافذ نظام په توګه پاتې شوی دی، د راشده خلافت او عمر بن عبدالعزیز په دور کې په بشپړه توګه تطبيق شو، او د نورو خلفاوو او ملوکو په زمانه کې د ټولو خاميو سره سره د ژوند په ډېرو برخو قضاء، ټولنيزه برخه او داسې نورو برخو کې د حاکم نظام په توګه موجود و، البته په سياسي برخه کې د نيمګړتیا له کبله اسلامي ټولنه د سالم نظام څخه بې برخې پاتې ؤ.

دا خبره په یاد ساتل په کار دي چې قرآن کریم د دوه ځواکونو يادونه بار بار کوي چې يو د حق او بل د باطل قوت دی. چې د دوی تر منځ به مقابله د قیامت تر ورځې روانه وي، په دغه جګړه کې به لوړ او ځوړ راځي، دا يو فطري عمل دی، ځکه که چېرې مونږ د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سیرت ته متوجه شو، هلته د بدر تر څنګ د احد، حنين او مؤتې غزوات هم مومو، چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- لښکر د صداقت سره سره د مطلوبه شرايطو د نه پوره کولو له مخې د ستونزو سره مخامخ شو.

د قدرت د ترلاسه کولو په لاره کې خنډ:
يوه پوښتنه چې زیاته مطرح کېږي، دا ده تر څو چې اسلامي خوځښتونه اجرائيه ځواک ونه لري، تر هغې خپل کردار نه شي اداء کولی، همدا ډول تر څو چې اسلامي خوځښتونه ولسونو ته د اسلام د تطبيق عملي بڼه ونه ښايي، ولسونه پرې باور نه کوي او رأيه نه ورکوي، له دې کبله اسلامي حرکتونو ته ښايي چې د لويديځ سره جوړجاړی وکړي او له دې لارې حکومت ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

په حقيقت کې د دې ټولو شبهاتو او څرګندونو جرړه دا ده چې د دوی په اذهانو کې دا ناسته ده چې پانګوال جمهوري نظام او اقتصاد د نړۍ يوازينی د تطبيق وړ نظام دی، او له دې پرته بل نظام د تطبيق وړ نه دی، ځکه چې د دې په وړاندې کمونيزم هم ماتې وخوړه، او په مقابل کې يې پانګوال نظام په اروپا او امريکا کې ښه مخ په وړاندې روان دی، له دې کبله درېیم نظام ته اړتيا نشته ، نړېوالو ته يوازې د همدغه پانګوال نظام تطبيق او عملي کول په کار دي.

د دغو ټولو شبهاتو لنډ او آسان حل په خپله قرآن کريم وړاندې کړی دی، قرآن کريم وايي چې د باطلو نظرياتو توپانونه که هر څومره غښتلي هم شي، د حق رڼا نه شي مړه کولی، یوازې خبره دا ده چې اسلامي خوځښتونو ته دا په کار ده چې په خپلو عملي برنامو او پلانونو له سره نظر واچوي او د سم افرادي ځواک د پيداکولو او په کارونو کې د سمو اولوياتو د ټاکنې له لارې متوازنه برنامه پر مخ بوځي، بيا به الله تعالی ورسره خپله مرسته وکړي او د دوی بری او کامیابي به یقيني شي.

پوښتنه دا ده چې دغه پانګوال جمهوري نظام چې په امريکا او اروپا کې نافذ دی آيا هغه کامياب دی؟ او آیا د هغوی سره د مرستې له لارې نجات موندلی شي. هغه بېړۍ چې په خپله ماته ده، آیا پر هغې تکيه کول سم کار دی؟ هغه هېواد چې عام او خاص يې په خپل قيادت بې باوره دی، چېرته چې په درجنونو بانکونه کنګل شول، هغه حکومت چې په خپله په تريلیونونو ډالرو پوروړی دی، آیا د دغه ډول پرېوتي دېوال لاندې ودريدل د عقل کار دی؟ او آیا دا کار به اسلامي نړۍ ته تحفظ ورکړل شي؟

د پورتني انځور په رڼا کې دا څرګنده ده چې د لويديځ باطل تمدن او جاهلي نظام سره د اسلامي تحريکونو علمي، فکري، سیاسي، اقتصادي، ټولنيزه او فرهنګي جګړه روانه ده او دغه جګړه روانه ساتل په کار دي، دا يو فطري عمل خو هغه څه چې د غور وړ خبره ده، هغه دا ده چې په مصر کې د سیاسي او قانوني لارو واک ته رسېدلی نظام د پرديو د مداخلې له کبله له ناکامۍ سره مخ شو، نو آیا دغه ډول ناکامۍ به د تل لپاره د اسلامي خوځښتونو په برخه وي او که نه دا هم ممکنه ده چې د تاريخ مخه بدله کړی شي او له دغه ډول ناکاميو مخنيوی وشي؟

پيشنهادي کړنلاره:
اسلامي تحريکونو چې کوم دعوت رامخې ته کړی دی، هغه د حق دعوت دی. په دې دعوت کې سياسي اقتدار د الله تعالی له لوري د يو انعام او امتحان حيثیت لري.

چې اصلي کاميابي په کې د الله تعالی د رضاء حصول او په آخرت کې اجر او ثواب دی.
که سره له دې چې سياسي هڅې تر سره شي، بياهم هدف تر لاسه نشي، نو آيا دابه ناکامي بلل کېږي؟زما له نظره ددې سوال ډېر مهم او د څېړنې وړ لوری دا دی چې د اسلامي تحريکونو دعوتي کړنلاره، ترجيحات او د تربيت نظام ته مراجعه وشي او هغه په دقیقه توګه وڅېړل شي او له خپل ځان سره د محاسبې له لارې هغه اسباب وپېژندل شي چې د هدف د ترلاسه کولو په لارکې خنډ واقع شوي دي.

په قرآن کريم کې،د آسونو دتيارولو په هکله د حکم کولو په وسيله،لازمه تياری، منصوبه بندۍ او د اولوياتو ټاکلو او د کړنلارې په لور متوجه کول هدف دي، اسلامي تحريکونه سره له دې چې په خپل مقصد او منزل او مقام باندې پوره باور له درلودو سره سره، دا هم بايد په نظرکې ولري چې ددې خبرې هم اړتيا ده چې آيا مونږ کوم مخلص، ايثارکوونکی، سرښندونکی او بې لالچه داسې ټيم چې د اقامې دين لپاره کار وکړي،تيار کړی دی؟.

واقعي خبره داده چې د اسلامي تحريکونو لپاره سياسي کاميابي يو ضمني لوری دی چې ددې د اصل حاصل، هغه جدجهد دی چې د هغې په نتيجه کې صالح افراد په جماعت کې پيداشي، په دې هکله په قرآن کريم کې فرمايي: رُحَمَاءُ بَيْنَہُمْ او اَشِدَّاءُ عَلَي الْكُفَّارِ پرصفاتو به موصوف وي، بنيان مرصوص او عبادالرحمن او د الله تعالی او د هغه د رسول د هرې لارښوونې او ارشاد په مقابل کې سمعنا او اطعنا وايي او په کارکولو باندې قائل وي.

کله او چېرته چې دغه ډول روزل شوي افراد پيدا شي، هلته به الله تعالی خپل نصرت راليږي ا و پر باطل به غلبه مومي.
اِنَّ الَّذِيْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللہُ ثُمَّ اسْـتَقَامُوْا تَـتَنَزَّلُ عَلَيْہِمُ الْمَلىِٕكَۃُ اَلَّا تَخَافُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَبْشِرُوْا بِالْجَنَّۃِ الَّتِيْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ۝۳۰ (حٰمٓ السجدة۴۱: ۳۰)

هغه کسان چې وايي رب مو الله دی او بيا پر خپله وينا ټينګ پاتې شي، د الله تعالی له پلوه پرې ملائکې نازليږي او دا ډاډ ورکوي چې مه وېرېږئ او مه غمجن کېږئ او د هغه جنت زېری واخلئ چې تاسې سره يې وعده شوې وه .

د اجتماعي او سیاسی مبارزې تر څنګ هغه څه چې دغه تبديلي او انقلاب خپلو منطقي پایلو ته رسوي او اصلاح پايداره او تلپاتې ګرځوي، د دې لپاره تر ټولو ضروري کار تعليمی او تربيتي عمل دی، چې په دې کې د قرآن کريم مطالعه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د سيرت سره نیغ په نیغه اړيکې ساتل او د عباداتو او حقوق العبادو په اړه شدید اهتمام او توجه تر ټولو مهم عناصر دي، ورسره د انفاق فی سبيل الله او پر خپلو اصولو ټينګ ودریدل يې نورې اړينې برخې دي، که چېرې په ټولنه کې اخلاقي کمزوري زياتيږي، پر وړاندې يې دريدل په کار دي او د اقتصادي استعمار په وړاندې قوي صف جوړول په کار دي، که چېرې په ټولنه کې عدل او انصاف نه وي، د هغې د قيام لپاره هلې ځلې کول په کار دي، د شپې له خوا د خپل رب حضور ته په درېدلو له هغه څخه مرسته غوښتل په کار دي، د حلالې روزۍ د ګټلو لپاره هلې ځلې کول او بالآخره خپله هره شېبه د دعوت الی الله لپاره وقف کول يې اساسي شرطونه دي.

دا هغه لاره ده چې د تاريخ په اوږدو کې يې د اسلام د احياء په ډګر کې هلو ځلو ته يې وقار او دروندوالی وربښلی دی او په آخرت کې يې د قبولیت ښه امکان شته.

په تحريکي اولويتونو کې د انسان جوړونې په پرتله يوازې د افرادو کثرت ته پام اړول، د اسلام مدعا نه ده، د اسلامي تحريک پانګه هغه باکرداره افراد دي چې د قرآن او سنتو د دعوت او اصلاح لاره غوره کړي او پرته له هر ډول قیداو شرطه د افکارو په تطهير، د انسانانو د سيرت په جوړولو او په ټولنه کې د عدالت د تأمین په کار بوخت شي، د اسلامي تحريک بنسټيز مسؤوليت دادی چې داسې افراد وروزي چې د خپلو شخصي ګټو بنده او غلام نه وي، بلکې يوازې د حقيقي خالق بنده جوړ شي د هغه حقوق ادا کړي او د الله تعالی د مخلوق په حقوقو کې له مسؤوليت څخه ډک کردار ادا کړي.

له داسې افرادو پرته هم تغيیر راځي خو هغه به مؤقت او جزئي وي.
د دين پرلور دعوت يو هر اړخيز او د نه ختمېدونکې مبارزې نوم دی.

چې ددې دعوت هر محاذ اهم دی او له بل سنګر او محاذ سره تړاو لري او د هغه تعاون ته پکې اړتيا ده.
د دغه پرله پسې مجاهدې او مبارزې وروسته به اسلامي خوځښت خپل منزل ته رسېږي.ان شاء الله

ليکنه: ډاکټر انيس احمد

ژباړه: مولوي امين الله ازره وال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب