په اسلامي كارونو كې د نظم اهميت

د نظم مخالفين

د هغه شعارونو له جملې څخه چې نن د اسلامي كار او فعاليت په ساحه كې زمزمه كېږي، يو هم دا شعر دى چې وايي: په اسلامي كار كې تنظيم ته څه ړتيا نشته، حزبي او تنظيمي كار مؤثر او ګټور نه دى د اسلامي مبارزې د مسوليت د اداء لپاره بايد داسې يو اسلامي انقلابي جهادي تحريك جوړ كړاى شي چې يوازې د (لا اله الا الله محمد رسول الله) تر شعار لاندې سره راټول شوي وي او بس.
كه موږ دا نظريه او شعار په بې طرفانه توګه وڅېړو نو نتيجه به دا شي چې د دې شعار ويونكي له دوو خبرو څخه خالي نه دى:
لومړى: دا چې هغوى له اسلام څخه په اجمالي او تفصيلي توګه بي خبره دي.
دويم : يا دا چې هغوى د اسلام په خلاف اجمالا او تفصيلا توطئه او سازش كوي.
د دوى له خوا د يوه داسې اسلامي انقلابي جهاد تحريك چې يوازې (لا اله الا الله محمد رسول الله) يې د پيوستون رمزوي، طرحه په حقيقت كې د تنظيم او نظم د طرحې مخالفه نه ده، بلكې دا د يوه داسې هدف لپاره طرحه ده چې تحقق يې د يوه منظم اسلامي كار څخه پرته ممكن نه دى…..
يا به نظم وي او يا انارشيزم (خپل سري):
هغه څوك چې په اسلامي كار كې د تنظيمي فكر مخالت كوي، هغه په حقيقت كې په اسلامي كار كې د ګډوډۍ او انارشيزم په لور بلنه او هڅونه كوي…
څرګنده خبره ده چې ګډوډي او انارشيزم هيڅكله هم د اسلام يوه مبدا او شعار نه دى، بلكې هغه د ګيڼ لاسي تحريك لار ده او حتى چې هغه د يوې كيڼ لاسې متعصبي ډلې نوم دى چې د ۴۰ او ۵۰ كالو په لړ كې كمونيستې تاريخ پيژندلي ده.
(د مارتن دودګ، اعرف مذهبك (خپل مذهب و پيژنه) نومي كتاب كې د ګډوډۍ باب ته مراجعه وكړه).

د تنظيم نه منل د بې سرۍ قبلول دي:

په اسلامي كار كې د تنظيمي فكر او تنظيم پريښودلو خواته بلنه د پلان او طرحې پريښولو خواته بلنه ده، ا بلكې دا په حقيقت كې بې سرې ته تسليميدل او غاړه ايښودل دي، او د بدبختۍ او وروسته پاته والي هغه ټيټ پاټكې دې چې د مسلمانانو لپاره له دې څخه ټيټه بله پوړۍ او كنده نشته، او دا هغه څه دې چې د اسلام دښمنان او ورته په كمين كې ناست دسيه كوونكي يې د برمرغۍ وروستنۍ درجې بولې او غواړي چې مسلمانان ورباندې اخته كړي.

انارشيزم او بې سري قوت له منځه وړي:

په اسلامي كار كې د تنظيمي فكر پريښولو ته بلنه دا مانا او هدف لري چې د مسلماننو د كمزوري مرحله دې نوره هم اوږده شي ځكه قوت كله هم له تنظيم، پلان، او پروګرام څخه پرته د بې سرۍ او ګډوډۍ نتيجه او حاصل نه دى او نه به وي.

انارشيزم او بې سري د يوالي ضد دى:

هغه فكر او دعوت چې په اسلامي كار كې تنظيمي مفكوره نه مني، هغه په حقيقت كې مسلمنان د نورو او لازياتو اختلافاتو، نفاق او بيلتون په لور بيايي، او دا د اسلامي مختلفو او متعددو حركتونو، فكري مدرسو ا اتجاهاتو ته شرعي اجازه وركول دي، ځكه د مسلماناو يوالى، او د اسلامي كار يووالى دواړه داسې شرعي غوښتنې دي، چې له تنظيمه پرته تحقق نه شي موندلاى…. نو يووالى د تنظيم زيږنده ده، نه د ګډوډۍ نه را پيدا شوې پديده او يووالى د پروګرام او طرحې د لارې منځه راتلى شي نه دا چې بې سري د وحدت لاروي.

انارشيزم او بې سري له كوني قوانينو څخه سرغړونه:

په كون كې هر شى د الله (جل جلاله) په حكم باندې د نظم په اساس ولاړ دى… له ستورو، په فا كې لامبووهونكي اجسامو څخه نيولې، د شپې او ورځې تر تګ راتګ، د فصلونو تر پرله پسې والي، د انسان او حيوان د تر تناسلي سيستم، په بشري جسم كې د ډېرو دقيقو او مغلقو جهازونو له لاري د ژوند تر حركت او په كون، انسان او په ژوند كې تر ډېرو نورو بې شمېره الهي قوانينو پوري، دا ټول په نظم او نظم سره ولاړ دي، او د نظام خربېدل يي د عمل خرابېدل او دريدل دي:
ان فى خلق لسموات و الارض و اختلاف اليل و انهار لايات لاولى الالباب… [ آل عمران۱۹۰] د ځمكې او اسمانونو په پيدايښت او د شپې او ورځې په تګ راتګ كې د هغو پوهانو لپاره ډېر نښاني دي.
والشمس تجرى لمستقر لها ذلك تقدير العزيز اعليم، و القمر قدرناه منازل حتى عاد كالعرجون القديم، لا الشمس ينبغى لها ان تدرك القمر، ولا الليل سابق النهار، و كل فى فلك يسبحون.[ يسن ۳۸ ۳۹۴۰ايات] اولمر د خپل آرامځې پر لور ځې د د خورا ډېر ځواكمن پوه ذات وضع كړى حساب دى، او د سپوږمۍ لپاره موږ پړاوونه ټاكلي دي تر دې پورې چې له هغو څخه تېرېدلو سره بيا هغه د خرما د وچې څانګې غوندې شي، نه د لمر په وس كې دا شته چې هغه سپوږمۍ ونيسې او نه شپه پر ورځې مخكې كيدلاى شي، دا ه يو په خپل فلك كې لامبو وهي.

نظم او پروګرام د هر بريالي كار (بنسټ) دى:

هر كار كه څه هم ډېر كوجنى وي تر هغې برياليتوب ته نه شي رسيدلاى تر څو چې منظم نه وي…. په بې سرۍ كې ډېر قوتونه بې فايدي له منځه ځي، پداسې حال كې چې يوه كوچنۍ خو منظمه ډله عجايب را منځ ته كوي….
د كور جوړونې، د كان خلاصولو، باغ كينولو، د مدرسې او يا روغتون جوړونې غوندې واړه واړه كارونه تنظيم ته لكه نقشه د حساب تنظيم، د وظيفو ټاكل، د كاركوونكو او كار څارونكو تعينول او د موادو اخيستل… ته ړه لري نو ايا اسلامي كار او فعاليت چې بېلا بېلې څانګې او افقونه لري، له بېلابېلو ډګرونو سره سر او كار لري، د لوړو اهدافو درلودونكې دي، او د زيات توطئو په وړاندې قرار لري، نظم ته به اړه نه لري؟

تنظيم يا د اسلامي منهج بنسټ:

اسلامي منهج په خپله د نظام او تنظيم تكامل او تناسق په اساس ولاړ دى، آيا معقوله به وي چې دې منظم منهج ته بلنه، او د دې منهج پربنسټ باندې ژوند د بېرته راګرزيدو لپاره كار او پر هغې باندې د مومني ټولنې جوړښت، او د داسې دولت قيام چې د هغه په اسس به چليږي دي له تنظيم څخه ليرې او بې سرې وي؟
عبادتي نظام: لمونځ، روژه، زكات او حج ټول په جزيې او كلي توګه په قاطعو تنظيمي قواعدو او اصولو ولاړ دي…
ټولنيز نظام: د واده قانون، د مسلماني كورنۍ قانون، د ټولنيزو اړيكو تنظيم او … په خپلو ټولو اړخونو كې په ثابتو تنظيمي اصولو بنا شويدي…
په دې ترتيب سره ټول هغه نظامونه چې اسلامي منهج تشكيلوي په دقيقو تنظيمي قواعدو باندې ولاړ نظامونه دي….

تنظيم د قرآني لارښوونې سرليك دى:

قران كريم چې د مسلمانانو قانون او په ټول بشريت باندېد د الله (جل جلاله) حجت او دليل دى، په خپلو ډېرو ايتونو كې په صريحه توګه او يا اشارې سره پر تنظيم باندې د تكيه كولو او د نظم په پام كې ساتلو تاكيد كوي….
د مسلمانانو دعوت، او د دوى لپاره د يوه داسې قيادت شته والى چې حكم يې منل كيږي او د فيصلو لپاره ورته مراجعه كيږئ په دې هكله الله (جل جلاله) فرمايي:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا [النساء ۵۸ ايت] او دا څرګنده ده چې قيادت او اطاعت يې اساسي تنظيمي مسايل او كارونه دي….
بل ځاى الله (جل جلاله) د جنديت (عسكري) يانې پيروي او امر كولو په هكله فرمايي:
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُولَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَنْ لِمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ [ النور٦٢ ايت] رښتوني مؤمنان هماغه دي چې الله (جل جلاله) او د هغه پيغمبر د زړه له كومې و مني او كله چې د كومې ټولنيزې چارې په وخت كې له پيغمبر سره وي نو له هغه څخه له اجازه اخيستلو پرته دوى نه ځې كوم كسان چې له تا څخه اجازه غواړي نمغوى د الله (جل جلاله) او د پيغمبر منونكي دي، نو كله چې هغوى د خپل كوم كار لپاره اجازه وغوړي نو چاته چې دي خوښه شي اجازه وركړه او د دغسې خلكو په حق كې له الله (جل جلاله) څخه د بخښنې غوښتنه وكړه، الله (جل جلاله) په باوري توګه بخښونكى ډېر مهربان دى.
د مسلمانانو د ليكو د ټينګښت او يووالي، خصوصا د دښمنانو په مقابل كې د وحدت په هكله فرمايي: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ [الصف ٤ ايت] د الله (جل جلاله) خو هغه خلك خوښ دي چې د هغه په لار كې په داسې شان تړلي صفونه جنګيږي چې ګواكې هغوى يو محكم كړى شوى ديوال دى.
او حتمي ده چې ټينګه ليكه او پياوړى صف يوازې د نظم او تنظيم په نتيجه كې منځته راتلاى شي…
ډېر قراني ايتونه د توجيه (ارشاد) او تشريع په دواړو اړخونو كې د نظم او تنظيم په اهميت او ارزښت ټينګار كوي، او دا ښيي چې تنظيم د الله (جل جلاله) په كتاب كې د څومره لوړ مقام درلودونكى دى، په هغه كتاب كې چې د حكيم او حميد الله (جل جلاله) له خوا نازل شوى، چې له اذله تر ابده حق دى او له باطل څخه خوندي دى….

نبوي ارشادات د تنظيم غوښتنه كوي:

د مسلمانانو پيشوا او امام رسول الله صلى الله عليه وسلم د نظم او تنظيم خواته ډېره پاملرنه درلوده….
د نظم او تنظيم خواته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پاملرنې او هڅې اندازه له دې څخه ښه څرګنديداى شي چې هغه صلى الله عليه وسلم د امير ټاكلو، او د هرې كارې ډې لپاره كه يې شمېر درې هم وي د يوه مشر په ټاكلو باندې امر كوي. او فرمايي:
اذا کنتم ثلاثة فاموا احدکم
(که تاسې درې تنه وئ نو يو تن مو امير و ټاکئ)١
په امير او مشر پورې د مسلمانانو د کار او امورو تړلو ته د محسن انسانيت محمد صلى الله عليه وسلم هڅه او امر په حقيقت کې د دې امر هم دى چې د مسلمانان ټول کارونه بايد منظم او منسجم وي، که د جنګ په حالت کې وي او که د سولې، د تجرات وي او که سفر، لوى کارونه وي او که واړه؟
که چېرته په هر ټولګې او ګروپ کې داسې يو امير او مشر چې پيروې يې کيږي او خبره يې منل کيږي، نه وي نو د مشکل پيښېدو په صورت حې به فيصله څوک کوي؟
په داسې صورت کې چې هلته داسې قوت او ادره وجود و نه لري چې د تعيني او ټاکلو حق ورسره وي د نظريو او افکارو د ختلاف په صورت کې به تګ لاره او مسير څوک او څنګه ټاکي؟
او بل دا چې که چېرته په کومه ټولنه او ګروپ کې نظم او اطاعت، امارت او ماموريت نه وي، نو څوک به وي چې د هرچا الپاره خپل کار وټاکي، په ټولو کارونو نظارت ولري او لازمه لارښوونه ورته وکړي؟
په ډېرو وړو او اسانه کارونو کې چې حال دا وي نو که کارونه لوى، متعدد او مشکل وي بيا به څه پيښيږي؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلو نبوي ارشادتو سره له شرعي قيادت څخه د اطاعت و پيروي تاکيد کوي او دا مهمه نه ګڼي چې د مشرتابه واګې له چا سره وي او فرمايي:
اسمعوا و اطيعوا و ان استعمل عليکم عبد حبشي کان راسه زبيبه.
خبره يې اورئاو پيروي ورڅخه کوئ که څه هم يو داسې حبشي (غلام) درباندي امير و ټاکل شو چې سر يې لکه يو مميز غوند وي. ٢
او د دې په خاطر چې له مشر تابه څخه د مسلمانانو پيروي او اطاعت په خاطر د دوى په خوښه او زړه نه وي يانې که يې خوښه وه اطاعت به کوي او که نه نو خپل کار به په مخ بيايي چې له دې څخه لوى شر، ګډوډي او غټ خلل را پيدا کيږي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دې نقطې ته اشاره کوي او فرمايي:
عليک السمع و الطاعة فى عسرک و يسرک و منشطک و مکرهک و اثرة عليک
ته بايد پر هر وخت سختۍ او اسانۍ، خوښۍ او نا خوښۍ…. کې اطاعت وکړې او خبره و مني٣
همدا راز رسول الله صلى الله عليه وسلم له فتنې څخه د نجات او د وحدت (يووالى) ساتلو چې وجود يې د قوت يوازينى سبب او نشتوالى يې دښمنانو ته د حملې جرات ورکوي په هکله فرمايي:
من خلع يدا من طاعة لقى الله يوم القيامة و لاحجة له، و من مات وليس فى عنقه بيعة مات ميتة جاهلية.
چا چې د امر اطاعت پريښود نوو د قيامت په ورځ به الله (جل جلاله)  سره په داسې حال کې مخامخ کيږي چې هيڅ دليل به ورسره نه وي، او څوک ې په داسې حالت کې مړ شو چې بيعت ته يې غاړه نه وي ايښي، نو هغه د جاهليت په مرګ مړ شويدى١.
نو اوس و واياست چې دا ټول د تنظيم مباديې، اصول او مقومات نه دى نو څه دي؟

تنظم د رسول الله صلى الله عليه وسلم د کړو بنسټ دى:

د رسول الله صلى الله عليه وسلم ټول کار د نبوت په ټولو مرحلو کې…. په مکه او مدينه کې…. په رزنه، دعوت، جنګ او ټولو امورو کې د نظم او تنظيم پر اساس ولاړ دي او په هر قدم کې يې د نظم خواته زياته توجه کړېده….
د عقيبة الولى په بيعت کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د مديني دولس کسانو بيعت وکړ…
ابن اسحاق وايي: کله چې خلک بېرته تلل، رسول الله صلى الله عليه وسلم مصعب بن عمير بن هاشم بن عبدمناف ورسره  واستوه او امر يې ورته کړ چې دوى ته قران ولولي، اسلام ور وښيي، په دين يې پوه کړي، ن له همدې امله په مدينه کې د مقرۍ (لوستونکي) په نامه مشهور وو.
په عقبه الثانيه کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ٧٣ سړيو او دوو ښځو عبې ته نژدې په پټۀ توګه بيعت وکړ، او بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته و فرمايل:
اخرجوا لى منکم اثنى عشر نقيبا ليکونوا على قومهم بما فيهم فاخرجوا منهم اثنى عشر نقيب، تسعة من الخزرج و ثلاثة من الاوس…. فاما نقباء الخزرج فهم اسعد بن زراره، و سعد ابن اربيع، و عبدالله بن رواحة و رفع بن مالک، و البراء بن معرور، و عبدالله بن عمر و بن حرام، و عبادة بن الصامت و سعد بن عبادةو و المنذر بن عمرو… و اما نقبا الاوس فهم : اسيد بن حضير و سعد به خيثمه ، رفعه بن المنذر….
ماته له تاسې څخه دولس نمايندګان را معرفى کړئ چې دوى هر يو د خپل قوم مشر وي، نو دوى هم دولس نمايندګان ور معرفى کړل چې نهه يې له خزرج، او درې نور يې د اوس له قبيلې څخه وو، د خزرج نمايندګان دا وو: اسعدبن زرارة، سعد بن الربيع، عبدالله بن رواحة رافع بن مالک، البراء بن معرور، عبدالله بن عمرو بن حزام، عبادة بن الصامت، سعد بن عبادة، المنذر بن عمرو او د اوس نمايندګان: اسيد بن حضير، سعد بن خيشمه او رفاعه بن المنذر.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم په هجرت کې داسې تنظيمي نښې او شعارونه وجود لري چې بايد په ډېر دقت او تدبر سره و څېړل شي، او همدانښې هغه ګمانونه چې په اسلامي عمل کې د تنظيمي فکر مخالفت کوي په کلکه  ردوي او له د ېنښانو څخه لاندې د مثال په توګه يادونه کوو:
له على رضى الله عنه څخه دا غوښتنه چې هغه بپايد د هغه صلى الله عليه وسلم په ځاى ويده شي تر څم کفار وغوليږي په داسې حال کې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له مکې څخه وتلى او د ثور غار ته رسيدلى دى.
د ثور غار انتخابول  چې د مدينې د لارې په مقابل لورې کې پروت دى تر څو کافران خطا باسي، ځکه هغوى ښه پوهيدل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به حتما مدينې ته هجرت کوي.
عبدالله بن ابى بکر رضى الله عنه ته د مکې خبر راوړلو وظيفه سپارل، تر څو هغه صلى الله عليه وسلم په احولا خبروي….
د خوراک او څښاک راوړلو دنده اسماء بنت ابوبکر رضى الله عنها ته سپارل….
عامر بن فهيره رضى الله عنه ته دا امر کول چې هغه بايد هر ماښام خپله رمه په دوى ورولى تر څو دوى دواړه خپله برخه شيدې ورڅخه واخلي او هم رمه د خلکو د پښو نښې ورکي کړي، مشرکين ورباندې پوه نه شي، بلکه وربندې غلط شي او تيروزي….
نو هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم چې وحې ورته راځي، او د الله (جل جلاله)  په تاييد و مستقمه لارښودنه مخکې ځي، له لس ګونو حادثاتو څخه په يوه حادثه کې دومره ترتيبات نيسې او زيات اجراات کوي نو نه پوهيږم په هغه کسانو څه شوي چې ځان د اسلام سپهيان بولي خو مسلمانانو ته په اسلامي کار کې د تنظيم او نظم پريښوولو امر کوي او دا هم په داسې يوه وخت کې چې وحې قطع شوي، د دښمنانو فتنې ډېرې او مشکلې شوي خو وبيا هم دوى، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو لاره نه ويني او وايي نظم په درد نه خوري، څه ورباندې شوي چې سترګې يې څه نه ويني او غوږونه يې څه نه اوري؟

د سلام لوړ اهداف د تنظيم غوښتنه کوي:

د اسلامي حکومت چې د الله (جل جلاله)  په شريعت به حکم کوي د غيب او نشتاي په صورت کې د اسلامي عمل هدف، بدلون راوستل يانې د موجوده وضعي او حالت په ځاى د سلام راوستل دي نه دا چې يوازې وعظ او تبليغ وشي او نور نو له همدې جاهلي ټولنې سره په يوه لار ران وي… بلکې د هغې يو جزء ګرزيدلي وي.
د جاهلي حالت داسې بدلون چې افکار، عقايد، قوانين، سلوک، او عادت يې ټول يو مخ بدلون و مومي له يوه دقيق او پوره نظم او تنظيم پرته هيڅ ممکن نه دى…
دا په دې نه شي کيداى شي چې جومات يا کومه غونډه کې يوه دوى خبروې وشي وعظ او تبليغ وا ورول شي، بلکې دې ته په هر ډګر کې نظم او تيارى په کار دى…
د دې بدلون لپاره يوه تيار، فعال، اماده او په اسلامي بدلون مؤمن انسان ته اړتيا ده چې دې ته تياروي چې د اسلامي بدلون مادي او معنوي غوښتنې پوره کړي….
د بدلون پروګرام، لارې او طريقې هم اړيني دي چې بايد څرګندې او تيارې شوي وي…
او بيا دې ته هم اړتياده چې بايد د بدلون ټول بشري، مادې او تخنيکي وسايل او اسباب برابر او تيار شي….
دا ټولې هغه غوښتنې دي چې له تنظيمه پرته نه حاصليږي، او بې له نظم او تنظيمه اسلامي عمل يو داسې تبليغي يا فرهنګى عمل ګرزي چې د خلکو په محور به څرخيږي ځېنې خوبونه به يې ويني، ځينې احساسات به يې راپاروي، خو ډېر ژر به بېرته ويده کيږي او دغسې به وکيږي چې هيڅ نښه و اثر به يې په ځاى نه وي پاته؟
د اسلام په خلاف دا لوى ګواښ هم د تنظيم غوښتنه کوي:
که له مخکې ذکر شوو غوښتنو سره دا هم ور زياته کړ چې اسلام نن ورځ له څومره سترو محلي، ملي او نړيوالو خطرونو سره لاس او ګريوان دى، نو وپه اسلامي عمل (کار) کې به تنظيم که شرعي واجب نه وي نو واجب بالضرورة خو به حتما وي…
د اسلام دښمنان په لسهاو تحريکونه تنظيمونه او پروژې لري چې د هغې له لاې د اسلام او مسلمانانو په خلاف توطئې جوړوي او فتنې پيدا کوي.
او دښمنان په دومره اندازه مادي وسايل هم لري چې شمېر او اندازه يې ګرانه خبره ده…
له دې څخه اخوا دوى تپ او تلاش کوي، توطئې په کار اجوي، او په نړيوالو پکتونو او ټولنو کې طحې جوړوي او پلانونه ترتيبوي او د اسلام په خلاف هر ډول نوي فنې او تخنيکي وسايل په کار اچوي….
نو آيا د دې په مقابل کې به دا معقوله وي چې اسلامي تحريک او يا مقاومت دي کمزورى، وروسته پاتې بې نظمه او بې پروګرامه وي؟
په دې ټولو پسې دا مهمه پوښتنه راولاړيږي چې په اسلامي عمل (فعاليت) کې د نظم پريښولو بلنې هدف څه دى؟ او څوک له دې شعار څخه ګټه وړي او د چا په زيان دى؟
په پاى کې هغه کسان چې له ځانه په اسلام پورې څبېې تړې دوو خبرو ته رابولو:

لومړى ځان په اسلام پوه کړئ او بيا دعوت پېل کړئ……

له الله (جل جلاله)  څخه په حقه و ويريږئ، او د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول سترګو ته ودروئ چې فرمايي:
ان احدکم ليتکلم بالکلمة لايلقي اليها بالا، فتهوى به سبعين خريفا فى جهنم.
له تاسې څخه به يو څوک خبره کوي خو پروا به ورباندې نه کوي يانې اصلا دا خيال به نه کوي چې دا خبره ګناه ده، نو همدا خبره بپه يې او يا کاله په دزخ کې غورځوي.
ان فى ذالک لذکرى لمن کان له قلب او القى السمع و هو شهيد(د ق سورت)
په دغه تاريخ کې د عبرت درس دى د هر هغه چا لپاره چې زړه لري يا په پاملرنې سره خبره وا وري.
——————————————————————-
سرچينه:

د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكار، كابل، خوشحال مينه، د شاداب ظفربلاكونو ترشا. اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب