ښکاره بلنه | سیرت النبي

د ښکاره بلنې دور:

دښکاره بلنې په اړه چې کله الله  جل جلاله  دشعراء سورت دا ایت نازل کړ وانذر عشیرتک الاقربین یعنې خپل نژدې خپل دې دالله جل جلاله  له عذاب څخه ویېروه نو محمد صلی الله عليه وسلم  هوډ وکړ چې لومړی ښکاره بلنه  صلی الله عليه وسلم  خپلو نژدې خپلوانوته ورکړي او په همدې موخه یې دهاشم کورنۍ ته بلنه ورکړه.

 هغوی دمحمد صلی الله عليه وسلم  بلنه ومنله او نژدې پنځه څلویښت کسان چې دبنو المطلب دکورنۍ څو غړي ورسره هم و، راغلل، محمد صلی الله عليه وسلم  غوښتل چې داسلام بلنه ورکړي خو بدبخته ابولهب ترې په خبرو کې مخکې شو او ویې ویل: دا ستاترونه او دترونو زامن دي،دوی سره خبره وکړه او خپل دین پرېږده، پوه چې عربو کې ستاقوم هومره ځواک او طاقت هیڅ چاسره نشته،او زه ستاپه نیولو ترټولو زیات حق لرم،نوستاترونه تاته بسنه کوي،او که ته چیرې هغه څه ته دوام ورکړې نو دا هغوی ته له دې څخه ډېره زیاته اسانه ده چې دقریشو بېلابېلې پښې په تا حمله وکړي او نور عرب دهغوی مرسته وکړي، او ما له تاڅخه پرته بل داسې څوک نه دی لیدلی چې خپل قوم ته یې داسې شر راوړی وي لکه تا چې موږ ته راوړی دی.

دابولهب دخبرو په اورېدو محمد صلی الله عليه وسلم  چپه خوله شو او په دغه ناسته کې یې هیڅ هم ونه ویل.

له دې وروسته یوځل بیا محمد صلی الله عليه وسلم  خپل قوم راټول کړ او لاندینیو ټکو یې اسلام ته وبلل:

ټولې ستاینې الله جل جلاله  لره دي،دهغه ستاینه کوم او له هغه څخه مرسته غواړم، په هغه ایمان لرم او په هغه مې بروسه ده، او گواهي ورکوم چې یوازې له الله پرته هیڅ بل دعبادت وړ معبود نشته او هغه هیڅ شریک نه لري.

بیا یې وویل: بېشکه دقافلې مخکښ قافلې ته درواغ نه وایي، زمادې په هغه ذات قسم وي چې ترې پرته بل نشته دی، زه تاسوته په ځانگړې توگه او نورو خلکو ته په عامه توگه دالله استازی یم، په الله قسم څرنگه چې ویده کیږئ دغه راز به مړه کیږئ، او څرنگه چې له خوبه پورته کیږئ دغه راز به بیا راژوندي کیږئ، او هرومرو به دهغه څه په اړه درسره حساب کیږي چې تاسې یې کوئ او دحساب پائله به یا دائمي جنت او یاهم دوزخ وي.

له خطبې اورېدلو وروسته دمحمد صلی الله عليه وسلم  تره ابوطالب وویل چې موږ ته ستا مرسته له هرڅه زیاته خوښه ده، اوموږ ستا نصیحت ته له نورو زیات پام کوو او ستا دخبرو ترټولوزیات تصدیق کوونکي یو، دا ستا ترونه دي چې راټول شوي دي او زه یو له هغو څخه یم خو له دوی ټولو زه هغه څه ته مخکښ یم چې ته یې خوښوې، نو هغه څه کوه چې امر یې درته شوی دی، په الله جل جلاله  قسم زه بل تل ستا دفاع کوم او لاس به دې نیسم، خو دخپل پلار عبدالمطلب په دین پرېښودلو کې ماسره خپل زړه هوکړه نه کوي.

له ابوطالب وروسته ابولهب خبرې وکړې اوویې ویل: په خدای قسم دا خو رسوایي ده، دمحمد صلی الله عليه وسلم  مخه ونیسئ له دې مخکې چې نور یې مخه ونیسي.

په ځواب کې ابوطالب ورته وویل: په الله قسم ترهغه به یې دفاع کوو ترڅو چې ژوندي یو.

 وروسته له دې کله چې محمد صلی الله عليه وسلم  د خپل تره ابوطالب له ملاتړ څخه ډاډمن شو؛ نو د صفا غونډۍ تر څنگ يې ټول قريش راغونډ کړل او ورته يې وويل:  که زه تاسو ته ووايم چې د دغې غونډۍ له شا څخه دښمن پر تاسو بريد کوي، تاسو به يې ومنئ؟

هغوی په يوه خوله وويل: هو! موږ ستا خبره منو؛ ځکه چې تا کله هم موږ ته درواغ نه دي ويلي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: زه تاسو د الله جل جلاله له عذاب څخه وېروم او بلنه درکوم چې د يو الله جلاجلاله عبادت وکړئ او د بوتانو لمانځنه پرېږدئ، په دې خبره نور خلک غلي شول؛ خو ابولهب ورته وويل: هلاک شې! تا مونږ ددې لپاره راټول کړي وو؟ د ابولهب د خبرې په ځواب کې الله پاک “لهب” سورت نازل کړ چې پکې يې نوموړي ته د سخت عذاب خبر ورکړ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب