ټولې دروازې مه تړه!

سهیل بن عمرو له خپلي میرمني سره په سفر روان وپه لاره کې لاروهونکي ورته مخته شول ، اوهرڅه یې ورنه واخیستل ! لاروهونکي سره کیناستل او د ده په توښه کې خواړه یې را واچول  او په خوراک یې پیل وکړ ، سهیل چې وکتل د لاروهونکو مشر خوراک نه کوې او ناست دی ، ده ورته وویل ته یې ولي نه خورې ؟
هغه ورته وویل : زما روژه ده ، سهیل حیران شو او ورته ویې ویل :
غلا هم کوې او روژه هم نیسې ؟!!
هغه ورته وویل : دځان او خدای په منځ کې یوه دروازه پرانستي لرم ، کیدی شې یو ورځ په دي دروازه ور ننوځم ….
کال دوه کاله وروسته سهیل دلاروهونکو مشر په حج کې ولید چې د بیت الله په پردو پوري نښتی دی !! او لوی صالح او نیک انسان ګرځیدلی دی !

ده چې ولید ویې پیژاند او هغه ورته وویل :
پوه شوې ! څوک چې دځان او خپل رب ترمنځ یوه دروازه پریږدي کیدای سې یوه ورځ په هغه پرانیستي دروازه ور ننوځې ….
سبحان الله …

که ته ډیر ګناه ګار  وې هم دځان اوخپل څښتن ترمنځ یوه دروازه پرانستي پریږده کیدای سې یوه ورځ د دي دروازي په برکت نوري هم درته پرانستل شې.

لیکنه: حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب