عروة بن زبير رحمه الله؛‌ صبر نمونه

عروة بن زبير رحمه الله عليه د لويو تابعينو له جملې څخه و، هغه د زبير بن العوام رضى الله عنه ځوى و. د عروة رحمة الله په پښه باندې يوه داسي دانه راوخته چې هغه دانه د دې سبب و ګرځيده، چې د هغه د پښې غوښه په شړېدو شوه. طبيبان يې علاج ته راغلل، هغوى فيصله وكړه، چې د عروة رحمة الله عليه پښه بايد غوڅه شي ترڅو دغه مرض د هغه بدن ته سرايت ونه كړي، كله چې طبيبانو د هغه د پښې پرېكول شروع كړل هغه بې هوښه شو او د هغه نه يې پښه غوڅه كړه خو وينه يې نه ودرېدله تيل يې ګرم كړل او د هغه پښه يې په كې ډوبه كړه هماغه ول چې د هغه د پښې وينه ودرېدله.

كله چې عروة رحمة الله عليه په هوښ راغى هغه خپله پریک شوی پښه په طشت (لګن) كې ولېدله چې په وينو كې لت پت وه. خلك يې پوښتنې ته راغلل او د صبر ډاډګيرنه يې وركوله، كله چې د خلكو خبرې زياتې شوې عروة رحمة الله عليه اسمان ته وكتل او داسې يې وويل:
«ياالله! زما دوه لاسونه او دوه پښې وې، تا زما څخه يوه پښه واخيسته اويوه پښه او دوه لاسه مې سلامت دي. ياالله! ستا شكر دى چې تا يوه پښه او دوه لاسونه وا نه خیستل او يواځې يوه پښه دې راته نه دې پريښې.
ياالله! كه تا په ما ازمايښت راوستى، نو تا ماته ډېره موده روغ او سالم ژوند هم راكړى او كه تا زما څه زما پښه واخيستله نو تا تر ډېره عمره هغه په ما پيرزو كړې وه.»
د عروة بن زبير رحمة الله عليه اووه ځامن وو، چې ټولو به د عروة رحمة الله علیه خدمت كاوه. يوه ورځ د هغه يوځوى د څه كار پسې د آسونو اصطبل ته لاړ، كله چې هغه ديوه آس ترشا تېرېده هغه دغه هلك د خيټې نه لاندې په يوې داسې لغتې وواهه چې هغه يې مړ كړ.

كله چې يې ځوى ولېده ډېر يې وژړل او بيا يې وويل:
« ياالله !زما اووه ځامن ول، يو یې تا واخيست او شپږ دې ماته پرېښودل. ستا ډېر شکر دى چې شپږ دې پرېښودل اويو دې مړ كړ. ياالله! كه تا په ما ازمايښت راوستى وي نو تا زه ډېره موده اسوده او خوشحاله پريښى يم او كه تا زما څخه زما ځوى واخيست نو تا هغه په ما تر ډېره وخت پيرزو كړى هم و.»
سبحان الله! ديته وايي صبر.په مونږ كې څومره داسې دي، چې په خېټه يې لږ درد شي، نو په چغو يې ټول كور په سر اخستى وي، خو هغه ديته پام نه كوي، چې سر يې روغ دى پښې يې جوړې دي. ډېر داسې دي چې كه سترګه يې لږه خوږه شي، نو بيا د هغه نه د هغه ژبه، غاښ او غوږونه دياده وتلي وي.

په دې ډېر شكر اوباسه چې په يوه وخت كې يوه مرض لرې كه يو وار دي لس مرضونه درلودل بيا به دې څه كول، خپل ګیر چاپیره مريضانو ته وګوره چې په هغوى كې څومره داسې مريضان شته دي چې يا خو لاعلاجه دي او يا هم په داسې مرضونو اخته دي، چې هره ثانيه پرې لكه د مرګ تېريږي.
دا بس نه ده، چې ته دې يواځې شكر اوباسې بلكې ته بايد يو داعي هم وې، هر وخت چې كوم مريض وينې ډاډګيرنه وركوه، خندوه يې او د هغوى پام په بله اړوه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب