مورخ، محقق او واقعه لیکونکی

 تاریخ:

د ټولنیزو علومو په لیکه کې یو باحیثیته او خو را مهم علم دی. تاریخ د بشر ننني علوم، افکار او فنون له اوږدې زمانې راهیسې په خپله غېږه کې د تکامل په لوري سوقاوه. ریاضي، طب، ژبو، فلسفې او جغرافیې د تاریخ په لمن کې د ورکېدا له ګواښونو ځان ژغولی دی. بلاخره ویلای شو، چې تاریخ د بشر حافظه ده، یوه پراخه او موثقه حافظه چې د پاکېدا، او محوه کېدا له ویروسونو یې د بشر تجربې ساتلې دي. د معاصر تاریخ پلار « رانکي » ډېره پخه خبره کړې ده، دی وایې چې تاریخ د تېرې زمانې داسي تعبیر دی، چې را تلونکی پېشبیني کوي. ( کریم، م ۷)

مورخ

د تېرو پېښو د تحلیل، تجزیې، شننې او راټولونې په رڼا کې را تلونکی پېشبیني کوي. مورخ د بشر ژغورنې، هوښیارونې، ویښونې او هڅونې یوه غوره لار تراشي. مورخ تر هر چا وړاندې په دې مهمه او حیاتي لاره باندې مزلونه کوي، چیلنجونه، پېچ وتامونه او او تیاره ګوټونه یې روښانه کوي. په عامه مفکوره او خوله حادثه لیکونکي ته مورخ وایې. د تارخ له نګا نظره واقعه لیکونکي په دریو کټه ګوریو باندې وېشل شوي.

۱- واقعه لیکونکی:

هغه لیکوال چې خپل لیدلي او اورېدلي د کاغذ په مخ لیکي. په اصطلاح د عیني پېښې شاهد ته واقعه نګار وایې. دا ډول لیکوال بې له دې چې د پېښې شالید او لیرلید ته پام وکړي، پېښه لیکې. دوې عمده وېرې موږ په دې ډول لیکنو باندې شکمن کوي او یا باید پرې شکمن شو، هغه دا دي:

یو: واقعه لیکونکی ممکن د وخت جبر، امتیاز، فشار، میل او نور عوامل د پېښې له رښتیانیته او بې طرفي منصرف کړي. په تاریخ کې موږ ډېری درباري ممدوحه او غندنیزې بېلګې لرو.

دوه: د ګمان او وېرې دا لاره هم باید وڅا رو، چې واقعه لیکونکي به د پېښې اوس او آینده رېښې او اغېزې سنجولې وي، او که به یې سنجولې نه وي؟

۲- محقق او څېړندوی:

زموږ په ذهن کې د محقق او څېړاند نوم د مورخ له نامه ډېر ژور محبوبیت او اعتمادي حثیت لري. محقق لکه مورخ د پېښې له سیمې او نېټې څخه لري کس دی. محقق د پېښې اړونده مدارک، شواهد او اسناد شنې، څېړې او ارزیابې کوي یې. محقق هڅه کوي چې پټې پېښې له ستره را وباسي او وړاندي یې کړي. محققین ډېری وخت د تنبیې، غوښتنې او هڅونې په بناء څېړنې کوي.  بناء هر محقق مورخ کېدا نه شي اما هر مورخ محقق دی.

۳- مورخ:

د پېښو هغه لیکوال ته وایې چې یوه پېښه د ټولو مدارکو، شواهدو او اسنادو په رڼا کې په بې لوري توګه څېړي. یوه ځانګړې پېښه، یا د یوه ځانګړې تمدن حالات د نورو تمدنونو، هېوادونو او سیمو له پېښو سره په نسبتي ډول باندې څېړي. مورخ تر تحقق لاندې پېښې ته په ډېر عمیق ډول نظر اچوي، په تاریخي متونونو کې د ورته جریان په اړه پلټنه کوي، داسي پېښې او عوامل مومي چې تر تحقق لاندې پېښې سره ورتوالی، نسبتي اړیکې او ګډ فکتورونه ولري. مورخ دنده لري چې د قضاوت واګې لوستونکو ته په لاس ورکړي. مورخین له استثناء پرته په آزادانه ډول څېړنې کوي. حال دا چې محقق ته د یوې ادارې، ځانګړې غوښتنې، د پېښې د جنایې رېښې معلومولو او نورو موخو د تعقیب په پار کار سپارل کېږي. ( جهانګیر، م،م ۵- ۷ )

مورخ یو ډېر با مسولیته او با صلاحیته کار مخته وړي. د مورخ سر وکار له انسان او انساني اعمالو سره دی. مورخ د مختلفو جغرافیو، مختلفو ګروهو او مختلوفو انساني کسبو، خاصو او هنرو باندې بحث کوي. زماني او مکاني واټن، کلتورې سلطې او بېلې جغرافیې نور هغه څه دي، چې د مورخ دنده یې ستونزمنه کړې او پېچلې کړې ده. مورخ انسان څېړې د انسان په اند او  ژوند باندې بحث کوي. د انساني تکامل، تمدني پنځونو، مدنیتي لاسته راوړنو باندې مستند بحث لوړ د راکت او ژور ځيراکت ته اړتیا لري. مورخ ته څېړنه او پلټنه هله سخته شي، چې عطفي او کلتوري اړیکې مطرح شي. څرګنده خبره ده چې د مورخ عواطف، عقیده، عصبیت او تړاو د یوې ښې او بې پرې څېړنې مخه ډب کوي. ښه تاریخ لیکونکی هغه دی، چې د ګروهې، جغرافیې، کلتوري سلې او عطفې له وړو وړو کړیو خپل فکر او محصول  را بهر کړي، تر څو یو یې د افرادو، هېوادونو او کلتورونو له انحاصره ځان ژغورلی وي او عام وتام کار یې کړی وي.

پایله

که د مورخ، محقیق او واقعه لیکونکي په کار، کاري ساحه او څېړنیز مېتود باندې غور وکړو، دا شک به مو په باور واړي چې دا درې نومونه، د دې افرادو کاري ساحه، د څېړنې ډول او پایلې سره بېلې بېلې دي. واقعه لیکونکی یو درباري لیکوال دی، چې همېشه له ممتازې او واکمنې کړۍ سره سروکار لري. کاري ساحه یې هم د یادې کړۍ توصیف، تقدیر او تصنیف دی. له شکه پرته چې د پېښې په رښتانیت باندې به د امتیازاتو، پلوي، مکافاتو او مجازاتو د ستر څادر پروت وي. محقق هماغه ګمارل شوی لیکوال دی، چې پېښې، یوې دورې، او ځانګړي فرد په اړه شننه کوي. ممکن دی څېړنیز اصول مراعت کړي خو له تاریخي پرینسپونه ټېری وکړي. مورخ د یوې پېښې د لیکنې، جاجونې او شننې مسلکي لیکوال دی، چې له تعصباتو، احساساتو او امتیازاتو پرته کار مخته وړي.

لیکوال او اووډونکی؛ حیات الله آریا.

ماخذونه: 

۱- لیکوال، خوګیاڼي، بهار او کریم، سید محمد، د چاپ کال ( ۱۳۷۸ ل. ) مبادي تاریخ، ژباړن، سراج الدین علمي.

۲- لیکوال، قایم، مقانی، و دوکتور جهانګیر، سال چاپ ( ۱۳۵۸ ل. ) روش تحقیق در تاریخ، انتشارات ملی ایران.

۳- لیکوال،سنګاری، اسماعیل، و نریمان، مصطفی، سال چاپ ( ۱۳۹۵ ل. ) تاریخ نګاری و پژوهشی با متون ادبی.

۴- لیکوال، ډاکټر مبارک علي، تاریخ او د تاریخ فلسفه، ژباړن محمد نوید.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب