په اسلامي شریعت کې د امارت رامنځته کېدل واجب دي

با ید پد‌‌ې هکله پوهه را منځته شي او عامه اذهان ترې آگاه شي، چې د خلکو د کار اما رت کول نه یوازې دا چې ددين له لویو وا جبا تو څخه ګڼل کیږي بلکې د دین او دنیا سمېدل له همدې پرته نشي را منځته کېدای. د بني  أدمیانو مصلحت دا ړتیا له کبله یو له بل سره له را ټو لیدو پر ته سرته نه رسیږي ان تر دې چې پیغمبر صلی الله علیه و سلم  فرما یلي دي ″إذا خرج ثلاثة في سفر فلیوءتمر احدهم̋  [ چې درې کسان په سفر کي ووتل نو یو کس دي خپل امیر وټا کي ] ابو داود د ابو سعید او ابو هریره ر ضي الله عنه له حد یث څخه روایت کړی دی.او امام احمد په مسند کې له عبد الله بن عمرو څخه روایت کړی دی چې پیغمبر ˮ صلی الله علیه وسلمˮ فر ما یلي دي:″ لا یحل لثلاثة[ نفر] یکو نو ن بفلاة من الارض ا لا ا مروا علیهم ا حدهم̎  (۲) [ درې کسانو ته چې د ځمکې په بید یا کي وي په کار دي چي په خپلو ځانونو باندي يو کس د امیر په تو ګه وټا کې] پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) په سفر کې په کو چنۍ  اجتماع کې د امیر ټا کل واجب کړیدي. په دې کي خبر داری دی چې ټول انواع اجتما ګانو کې امیر ټا کل ضروري دي او بل دا چې الله تعا لی امر بل معروف او نهی عن المنکر واجب کړي او دغه کار ( امر بل معروف او نهی عن المنکر ) له ځواک او امارت پرته نه رسیږي همدارنګه ټول هغه شیان لکه جهاد، عدالت، حج اداء کول ،داخترونو لپاره  راټولېدل ، د مظلوم نصرت او د حدودو قائمېدل چې واجب کړي یي دي له ځواک او اما رت پرته سر ته نه رسیږي او له همدې کبله روایت شوی دی : ‌‌ˮ ان السلطان ظل الله في الآرض ̎  (سلطان په ځمکه کي د الله سیوری دی. او ویل شوي دي :̎  ستون سنة من امام جائر اصلح من لیلة بلا سلطان ″ [ شپېته کا له له ظا لم امام سره ډیر غوره دي له هغه یوې شپې څخه چې بې پا چاه وي]

له همدې کبله به سلفو – لکه فضیل بن عیاض ،احمد بن حنبل او نورو – ویل: که مونږ مستجابه یا قبو له شوې دعاء لرلای نو مو نږ به په هغې سره پا چا ته دعاء کړې وای . او پیغمبر ̋  صلی الله علیه وسلم̋  فر ما یلي دي: ̎  ان الله یر ضی لکم ثلاثة ان تعبدوه ولا تشر کوا به شیئاً واّن تعتصموا بحبل الله جمیعاً ولاتفرقوا، واًن تنا صحوا من ولاه الله امرکم  ̎[الله تعالی تا سو ته په درییو شیانو خوښ دی: چې عبادت یې وکړئ او هیڅ شریک ور سره پیدا نکړئ، دالله په رسئ (دین) منګولې ولګوئ او اختلاف و نکړئ او چې په خپلو منځو نو کي هغه چا ته نصیحت و کړئ چې الله تعالی ستاسي کار ورسپارلی دی ] مسلم

او فر ما یلي یې دي: ̋  ثلاثة لایغل علیهن قلب مسلم :اخلاص العمل الله ،مناصحة ولاة الامر، ولزوم جماعمة المسلمین، فاء ن دعوتهم تحیط من ورائهم̎  . [ درې شیان دي چې د مسلمان زړه حسد نه ور باندي کوي : د الله تعا لی لپاره د عمل اخلاص ،اولیاء الامورو ته

نصیحت او د مسلمانانو له ډلې سره لازم اوسېدل ځکه د دوی دعوت د دوی له شا څخه احاطه کیږي ]. د حدیثو کتابونو روایت کړی دی. او صحیح مسلم  روایت کړی دی چې ده نبي صلی الله علیه  وسلم فرمایلي دي:  ̎  الدین النصحیة، الدین النصحیة،الدین النصحیة،قالوا:لمن یارسول الله؟قال:̎  لله ولکتابه ولر سله ولائمة المسلمین و عا متهم̎   [ دین نصیحت دی، دین نصیحت دی،دین نصیحت دی،: دوی وویل: اې د الله استا زیه! د چا لپاره ؟ ده وفر مایل:̎  دالله لپاره، د هغه د کتاب لپاره ، دهغه داستازي لپاره، دمسلمانانو د امامانو لپاره او د دوی د عوامو لپاره]

نو د امارت را منځته کول داسي کاردی چي الله تعالی ته  نږدې توب ورباندي کیږي ،په هغه(امارت) کي ده ته نژدې توب دده په اطاعت او دده داستازي په اطاعت کې له غوره نژدېتوبونو څخه دی او په هغه کې دډ ېرو خلکو حالت  فاسد ېږی که دوی ریاست غواړی او یا د ریاست له لارې پلټنه و کړي . او کعب بن مالک له پېغمبر(صلی الله علیه وسلم) څخه روایت کړی دی هغه فرمایلي دي : ماذيبا جائیا اّرسلا في  غنم بأفسد من حرص المرء علی المال أو الشرف لِدینه . [دوه وږي لېوان چي په رمه کي پریښودل شي له دي څخه ډیر فاسدول نه کوي لکه په مال او شرف باندې چې دسړي حرص دین فاسدوي]. ترمذي ویلي دي:دغه حدیث حسن صحیح دی.پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) دا بیان کړی دی چې په مال او ریاست باندي حرص کول د سړي دین ته له وږي لیوه څخه ډیر زیان رسوي چي په رمه کي پريښودل شي او رمه فاسده کړي.الله تعالی د هغه کس په هکله بیان کړی دی چې کتاب یې په کیڼ لاس ورکړل شي نو وایي:̎  ما اُغنی عنی مالیه .هلک عنی سلطانیة̎  .[ مال مي هیڅ په کار رانه غی. اوواک

مي له منځه ولاړ].د ریاست غوښتونکي هدف داوي چې د فر عون په شان شي،د ما ل راټولوونکي هدف داوي چې د قارون په شان شي،الله تعالی په خپل کتاب کي د فرعون او قارون حالت بیان کړی دی فرمایلي یې دي: ̎  اَوَلمّ یَسِیرْوا فَي الاَرٌض فَینظُرْوا کَیفَ کَانَ عَا قِبَةْ الّذِینَ کَا نْوا مِن قَبلِهِم کَانْوا اشَدً مِنهُم قُوّةً وَ اَ ثَاَرَا فِي الاَرضِ فَا خَذَهُمُ اللهُ بِذُنُوبِهِم وَمَا کَانَ لَهُم مِنَ اللهِ مِن وَاق  ۲۱̎  [ اّ یا مشرکان په ځمکه کي نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د هغو خلکو پای څه شوچې له دوی نه وړاندي تیرشوي دي؟ هغوی له دوی نه ډیر ځواکمن او په ځمکه کي یې ډېر ې نښې پر یښې دي خو الله په خپلو ګناهو نو ونیول.او هیڅوک نه وو چې له الله نه يې وژغوري]. او الله تعالی فر مایلي دي:̎  تِلکَ الدّارُ الاَخِرَةُ نَجعَلُهَآ لِلذِینَ لاَ یُرِدُونَ عُلُوًا فِي الاَرّضِ وَلاَ فَساَ دًا وَالّعَاقِبَةُ لِلمُتّقِیِنَ ۸۳″.[ دا د آ خرت کور مونږ یوازي هغو خلکو ته ور کوو چي په ځمکه کي د لویۍ او فساد هڅې نه کوي. او وروستی بری د پر هیز ګا رانو په بر خه دی].

لیکنه: عبدالله ابن مبارک احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب