ویټامین ‌بي د سږو د سرطان د کموالي سبب کېدلای شي!؟

د اروپا یو تحقیقاتی ادارې دې ته اشاره کړې ده چه په وینه کې دویټامین بي د زیاتوالی کولای شي د سږو د سرطان د کموالي سبب شي حتی د هغو خلکو لپاره هم کوم څوک چی تمباکو څکوي.

د هغو تحقیقاتو په نتیجه کې چه پر۴۰۰ سوه نفرو باندی ترسره شول، دا وښودله چه دویټآمین بی ۶ او دامینو اسیډ میتایونین(amino acid methionine)استعمال کولای شی تر۵۰٪ په سلوکی دسږودسرطان دناجوړی دکموالی سبب شی، دارنګه ویټامین په وچو میوو، مایانو اوغوښو کی پیداکیدلای شی.

څیړونکی وایی چه دابه دوخت څخه مخکی وی چه ثابته کړای شی چه همدارنګه ویټآمین سل په سلو کی دسږودسرطان مخنیوی کوی.اوهمدارنګه څیړونکی زیاتوی چه په وینه کی زیات مقدار ویټامین دښه ژوند ضمانت کوی.
که څه هم دسرطان دنړیوالی څیړنی اداری دفتروایی چه په دی برخی کی لانوری څیړنی هم روانی دی.  او سرطان د ناروغیو دڅیړنو نړیواله ټولنه وایی چه ددی معنی دا نده چه دډیرو ویټامین بی خوړونکی خلګ باید سګریټ وڅکوی.
اوڅیړونکی وایی چه داڅیړنی په هغوخلګوباندی ترسره شوی چا چی مخکی سګریټ څکول اواوس یی پریښی وو اودوهمه کټوګوری
هغه خلګ وو چاچی هیڅ سګریټ نه وو څکولی.
خو بغیر ددی څخه چه داذکرشی چه څوک سګریټ څکوی اوکه نه خوداثابته ده چه په وینه کی دویټامین بی۶ زیاتوالی په سږوکی دسرطان دکموالی سبب کیدلای شی. څیړونکی وایی چه ۸۹۹دسرطان دناروغانو څخه ۱۲۹ناروغانو په وینه کی ویټامین بی۶زیات وو نسبت ۴۰۸مریضانو ته چه دهغوی په وینه کې دویټامین بی۶مقدارکم وو.
دسرطان دنړیوالوڅیړنو ددفتررئیس وایی چه راتلونکی څیړنی په داوښی چه ترکومه حده پورې ویټامین بي۶ د سږي د سرطان دمخنیوی سبب کیدلای شی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب