د کالدانې یا لشمانیا تاریچه

کالدانه یو ډیره پخوانی ناروغی ده او د ثبت شویو معلوماتو له مخی انسانان تقریبآ ۱۰۰۰ کاله دمخه هم د کالدانی سره اشنا ول ,د پیرو او ایکوادور څخه لومړی قرن پوری مربوطی مجسمی چی د جلدی لیژن نښی لری

 د نولسمی پیړی په پیل کی Cunningham, Borovsky, Leishman Donovan, Wright, Lindenberg او Vianna هر یو په جدا جدا توګه هغه پرازیټ چی د کالدانی د ناروغی لامل ګرځی مشخص کړل چی بیا د Ronald Ross له لوری په کالدانه ونمول شو.

په ۱۹۰۴ کال کی، Cathoire او Laveran په هغو کوچنیانو کی چی په infantile splenic anaemia اخته ول د کالدانی پرازیت وموندلو چی Nicolle دغه پرازیټ دL. Infantum په نوم یاد کړو چی بیا په ۱۹۰۸ کال کی په ټونس کی د اخته سپیو په بدن کی هم وموندل شو.
په ۱۹۱۲ کال کی Carini په برازیل کی د کالدانه ناروغانو په مخاطی لیژنونو کی د کالدانه پرازیټ وموند
په ۱۹۱۴ کال کی دوه تنو روسانو(Yakimoff او Shakor) په مرکزی آسیا کی دوه ډوله پرازیټ چی د ښاری و کلیوالی کالدانه لامل ګرځی مشخص کړل.
په ۱۹۴۰ کال کی Swaminath, Shortt او Anderson په هندوستان کی اوAdler او Ber په فلسطین کی دL.donovani ، L.Tropicaاو احتمالآ L.Major د ترانسمیشن په هکله څرګندونی وکړی چی د phlebotomine خاورین ماشی په واسطه ترسره کیږی.
وروسته د کوربه حیواناتو او ناقلینو په مطالعه کولو سره د انسانانو د کالدانه کلینیکی او جغرافیایی ځانګړتیاوی نوری هم څرګندی شوی.
د توری او د جلدی لیژن (دانی) څخه لاسته راغلو موادو کی د امستیګوت کتل منځته راغلل چی تر اوسه پوری کاریږی
په ۱۹۷۰ کی enzyme-linked immunosorbent assays (ELISAs) په کالدانه کی کټوره وپیژندل شوه.
په ۱۹۹۰ کی polymerase chain reaction (PCR) وپیژندل شوه .
په ۱۹۱۲ کی Trivalent antimonial د Vianna په واسطه په برازیل کی د جلدی او جلدی مخاطی کالدانی د درملنی لپاره او په ۱۹۱۵ کال کی دCristina او Caronia په واسطه په ایتالیا کی د حشوی کالدانی د درملنی لپاره معرفی کړای شوه.
په ۱۹۲۲ کال کی Bramachari، Pentavalent Antimonials چی لومړنی موثره او مسوونه درملنه ده او تر اوسه هم ارزښت لری معرفی کړله.
په ۱۹۹۶ کال کی Amphotericin B او Miltefosine او په ۲۰۰۶ کال کی Paromomycin کټور وګڼل شول
• انتروپونوتیک (ښاری یا وچه)
• زونوتیک (کلیوالی یا نمجنه)
• حشوی کالدانه
• جلدی کالدانه (کالدانه)
• جلدی مخاطی کالدانه
د کالدانی د پرازیټ منبع :
د کالدانی د پرازیټ منبع د انتروپونوتیک او زونوتیک ډولونو کی فرق کوی
په انتروپونوتیک ډول کی د پرازیټ منبع انسان او کله کله سپی په تصادفی توګه د پرازیټ منبع تشکیلوی
په زونوتیک ډول کی ځینی ژوی لکه صحرایی مږی، لیوان، ګیدړی او داسی نور

د ناروغۍ ناقل (لیږدونکی) :

یو ډول خاورین ماشی چی د فلیبوتوموس (Phlebotomus) ، انـــدازه یی 4 – 5 /1 ميليمتره پوری ،ښځینه جنس یی چیچل کوی.
د ۶۰۰ څخه ډیر ډولونه لری ، په حدود د ۳۰ ډوله یی د ناروغی لامل ګرځی ، په ټیټه ارتفاع کی پرواز کولای شی
، د جمپ وهلو په شکل مزل کوی ، خاورین ماشی د لمر پریوتو په وخت کی ډیر چیچل کوی او ټوله شپه د سحار لمر ختو پوری چیچلو ته ادامه ورکوی
د ورځی له خوا خاورین ماشی په تورتم او نمجن ځایونو کی استراحت کوی لکه: د تختونو یا کټونو د لاندی، د دیوالو په درزونو او سوریو کی، په تورتم کنجونو کی، د موږکانو په سوریو کی، په چټلیو کی په خاصه توګه په خوسا شوو پاڼو کی، د حیواناتو په فضوله موادو کی .

 مصابیت (اخته کیدنه) :

• د ماشی د چیچلو په واسطه (اساسی طریقه)
• د وینی د ترانسفیوژن په واسطه
• د منتنی ستنی د کارولو په واسطه
• د منتنی چاړی یا نور د جراحی سامانونو کارونو په واسطه

ډاکترعبدالشکورنصرت
د کندهار ولایت دملاریا او لشمانیا د کنټرول د پروګرام مسؤل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب