د انګورو خوړل سرطان له منځه وړي

د انګورو هسته د کلورکتال (د لویو کولمو د وروستۍ برخې) سرطان په له منځه وړو کې اغېزناکه ده او دغه راز یاده شيره د نورو هجوم راوړونکو ناروغيو مخه هم نیسي.
د هغو څېړنو پر اساس چې د کلرادو په پوهنتون کې ترسره شوې دي، په ډاګه شوې چې د انګورو د هستې شیره د کلورکتال د سرطان سلولونه او پاتې شوني له منځه وړي. د دې څېړنې ټولې پایلې په (له سرطانه مخنیوی) نومې مجله کې خپرې شوې دي.
څېړونکي په دې اند دي چې د انګورو د هستې په شیره کې فعال ترکیبات په مستقیم ډول د سرطان سلولونه په نښه کوي او له منځه یې وړي.
په زړه پورې خو دا ده چې د انګورو شیره په ډېرې ځیرکۍ سره هغه هرموني فعالیتونه چې د سرطان د رامنځته کېدو سبب ګرځي، په نښه کوي او په کمه موده کې یې له منځه وړي.
دغه راز د انګور هسته په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان او د درمنلې وړ نورې ځانګړنې هم لري. د انګور شیره په ډېر ښه ډول په بدن کې د ازادو راډیکلونه پر وړاندې مقابله کوي. د (Health News) د راپور له مخې په انګورو کې په زیاته پیمانه د انتي اکسیدان شتون چې له ويټامین سي او اي څخه هم معتبر ګڼل کېږي، شته چې د سترګو، پوستکي او مغز لپاره ګټور دي.
په انګورو کې شته انتي اکسیدان یوازېنی هغه دی چې کولی شي د مغز له دېواله تېر شي او د مغز له اوبدل شوې برخې ساتنه وکړي.
د انګورو شیره په رګونو کې د وینې غوټې له منځه وړي او دغه راز په دې مېوه کې شته (فنول) د ژر زړښت مخه نیسي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب