د مغزي سکتې علامې څنګه پېژندل کیږي ؟ 

 ليکوال- ډاکټر اسکندر له اندونیزیا نه
ژباړه : احمدالله رحماني

له محترم لوستونکو نه هیله کیږي چي دا لاندی مالومات په غور ولوي او له خپلو دوستانو سره یې شریک کړي . دا مالومات ډیر ساده دی ،خو کیدای شي ژوند وژغوري .

مغزي سکته که په لمړیو ثانیو او دقیقو کي وپېژندل شي او ناروغه په لنډ وخت کي تر درملني لاندي راشي ، دژوند ژغورلو امکانات یي ډیر زیات دي . په نورمال حالت او ورځني ژوند کي که څوک چي له مغزي سکته سره مخکیږي ،  ډیر کم به داسي وي چي له ده سره یو طبي ډاکټر هم ملګری وي . هغه کسان چي ناروغه ته په چاپېریال کي حاضر وي ، باید پوه شي چي ایا ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دي او که بله کومه ناروغي لري .

مغزي سکته هغه وخت را منځ ته کیږي چي وینه د انسان په بدن کي وړې غوټي پیدا کړي او هغه رګونه چي مغزو ته وینه رسوي ، بند کړي . مغز ته وینه او اسکېجن نه رسیږي ، پایله یې مغزي سکته ده . که ناروغه په داسي حالت کي د څو دقیقو په موده کي تر درملني لاندي را نه شي ، پایله به یې د بدني اعضاوو فلج وي . ناروغه د خبرو حس له لاسه ورکوي ، لاس یا پښه او یاهم دواړه یې فلج کیږي ، که ژوندی پاتي شي ، د ژوند تر اخیري لحظې پوري به د نورو مرستي ته اړتیا ولري .

ناروغه کیدای شي چي له داسي حالت نه وژغورل شي که د هغه په چاپېریال کي حاضر کسان د مغزي سکتې علامي و پېژني او ناروغه په کم وخت کي روغتون ته ورسوي .د مغزي سکتې پیژندنه لویه پوهي نه غواړي . هر څوک کولای شي د ناروغه له ظاهري حالت نه وپوهیږي چي مغزي سکته لري اوکه بل څه ؟
ډاکټران وایي : دتاُسف له مخي ډیر کسان د مغزي سکتې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي دا ځکه چي هغه ته نژدې او حاضر کسان د مغزي سکتي په علامو نه پوهیږي او په لمړي ګام کي یې یوه عادي او ساده ناروغي ګڼي . په داسي حال کي چي د مغزي سکتي علامو پېژندل دومره ګران نه دي . له ناروغه سره باید داسي چلند وشي :

لمړی : له ناروغه نه وغواړئ چي و خاندي
دوهم : له ناروغه نه وغواړئ چي خبري وکړي .
دریم : له ناروغه نه وغواړئ چي دواړه لاسونه پورته کړي .
څلورم : له ناروغه نه وغواړي چي خپله ژبه را وباسي .

که ناروغه خندا نه شوای کولای او یا یې د خندا په وخت کي خوله کږېدل ، خبري یې نه شوای کولای او یا یې خبري پرې پرې وي ،لاسونه دواړه یا هم یو لاس نه شو پورته کولای او یا يې ژبه یوې خواته کږه وي ، نو ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دی ، هر څومره چي ژر وي باید روغتون ته ورسيږي

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب