طاعون یا وبا څه شی دی؟ طاعون په اړه نظریات او تعبیرونه

طاعون څه ته وايي؟ د طاعون اسباب څه دي؟

په ټول کې وبا گڼ شمیر پوښتنې د خلکو سره را مڼځته کوي، چې ځینې یې طبي، ځینې یې دیني، ځینې یې اخلاقي.. وي، که موږ د کورونا د وبا په هکله ځير شو دې ته ورته پوښتنې دخلکو سره ډېرې شوي او په بېلابېلو محافلو کې مطرح کېږي، خو تر دېره په اسلامي نړۍ کې یې اخلاقي بحث چې په طبي ډگر او یا طبي اخلاقیات ډگر کې خپل ارزښت لري، لږ تر سترگو کېږي یا په بل عبارت کم مطرح کېږی!.

په عمومي وباگانو کې چې ټوله نړۍ گواښي، تر دېره طبیب د آني او فوري حل څخه د عاجزتوب له امله حل لارې نه شي وړاندې کولې په داسې حال کې چې د دین علماء خپل دیني تفسیرونه او دلایل او د وبا سره د راکړې ورکړې وړاندیزونه وړاندې کوي.

په ټول کې ملا او فقیه د وبا په اړه د اړوندو احادیثو او دوبا سره د سلفو د سلوک او چلند په لټه کې کېږي. او لاندې پوښتنو ته دځواب ویلو هڅه کوي: آیا اللهی قدر او پرېکړې ته تسلیم شو او که ورسره مقاومت وکړو!؟ آیا وبا اللهی سزا ده، که اللهی رحمت؟ آیا نوموړې وبا اللهی فعل او یا غیبی فعل دی، که داسې ویروس دي، چې لاملونه او اسباب یې معلوم دي؟ آیا د وبا په اړه زموږ ارزونې د هر چا د خپل اعتقاد پر بنسټ توپیر کوي او که په دې هکله د ټول خلکو په تړواو حکم یو دی؟

په تاریخي لحاظ طاعون یا وبا داسې معما پاتې شوې چې پرې پوهېدل گران دي. بېلابېل تفسیرونه یې په اړه شوي دي. خو په ټول کې یا پر مادي او یا هم پر دیني اسبابو یا لاملونو راڅرخېږي؛ چې مادي اسباب یې تر دېره طبی او یا نجومي تصوراتو او تفسیرونو ته ورگرځي. فیلسوف او طبیب “ابن سینا” طاعون داسې تفسیر کړی دی: “طاعون د هغه هوا د جوهر فساد څخه عبارت دی، چې د روح لپاره ماده او ادامه ده ” . او ځیني نجومپوهان یې بیا اسباب د ستورو او سیارو په حرکت پورې تړي، څرنگه چې مورخ “ابنایاس ” ورته اشاره کوي: نوموړی د کال ۹۱۹ هجري کال د طاعون په هکله وايي ” کوم مهال چې لمر د حمل میاشتې ته ولېږدول شو، نو طاعون را څرګند شو” یعنې د پسرلي فصل په لومړیو کې. ښایي نومړي تفسیر هغه مهال دومره رواج ؤ, چې کوم قوی استدلال ته یې اړتیا نه لېدل کېده.

خو طبیب “ابن نفیس” بیا د طاعون درامنځته کېدو اسباب هم آسماني او هم ځمکني گڼلی دي. ځمکني یې د هوا له کړکتیا څخه عبارت دي او آسماني یې نجومي یا ستورلوژي اسباب دي، چې د اوړي او مني په پای کې دا حرکت ډېرېږي.

د مادي اسبابو څخه لېري، ځیني فقها، محدثین او دینپوهان چې د نوموړې ښکارندې په اړه لیکنې لري بیا موضوع له دیني اړخه تفسیروي. “ابن حجر العسقلانی” په خپل کتاب ” بذل الماعون فی فضل الطاعون” کې وايي: ” چې طاعون ستاسو د دښمنانو (پیریان) د فریب له امله رامنځته کېږی” د هغه حدیث پر اساس چې په دې هکله روایت شوی دی. نوموړي په دې ټینگار کوي، چې طبیبان د موضوع د تفسیرپه اړه معذور ګڼل کېږي. ځکه د دې ښکارندې تفسیر د مشاهدې او تجربې پر اساس نه بلکې د وحې پر اساس شونی دی.
د کتاب د لیکلو موخه یې هم د طاعون په اړه د احادیثو د راټولول،د احکامو بیانول او ورباندې تبصره کول وو، او چا چې د لومړي ځل لپاره د طاعون په هکله احادیث راټول کړل، هغه “ابن ابی الدنیا “چې کال ۲۸۰ کې وفات شوی دی.

خو سره له دې ښايي ابن حجر العسقلانی هڅه کړې ده، چې د طبیبانو د خبرو او نظریاتو او نبوي احادیثو تر منځ پرته له تناقضه همغږي رامنځته کړی. د بېلگې په توگه د پیریانو فریب څرنگه چې طبیبان یا طب یې تفسیروي، د انسان په بدن کې د طاعون د اغیز او تاثیر له امله رامنځته کېږي. خو حقیقی او ریښتني سبب یې بیا انسانانو ته دپیریانو کرکه او دښمني گڼل شوې ده.

ځینې نور تفسیرونه بیا پر دې باور دي، چې طاعون د ګناهونو د خپراوي له امله رامنځته کېږی. خو نوموړي تفسیرونه بیا متزلزل او نه همغږي پاتې شوي دي. په داسې حال کې چې طاعون په پرلپسې توگه د بشریت به ژوندانه کې رامنځته کېږي او د بې شمیره انسانانو ژوند اخلي. او د صحابی او نه صحابی، کافر، اهل ذمه او مسلمان، تر منځ توپیر نه کوي. کوم چې ټول د مملوکي عصر پر مهال د مسلمانانو ترڅنگ راووتل او الله تعالی ته یې د بلا او وبا د پورته کېدو دعا کوله.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب