د نوې زږيدلي ماشوم عقيقه ، د ويښانو خريل او نوم ايښودل

آيا د نوې زږيدلې ماشوم ټول سنت لکه : عقيقه ، د ويښتانو خريل ، ختنه او د نوم ټاکل ټول په اومه ورځ تر سره کيږي او که په نورو ورځو کې هم کيدای شي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مستحب دا ده چې په اومه ورځ  د ماشوم عقيقه ، د سر د ويښانو خريل وشي او همدارنګه د هغه د پاره نوم وټاکل شی .

جناب نبی کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي :  ” كل غلام رهينة بعقيقته تُذبح عنه يوم سابعه ، ويُسمى فيه ويُحلق رأسه ” رواه الترمذي (1522) وأبو داوود (3838) وصححه الألباني في إرواء الغليل (1165) .

your ads

د دريو امامانو په نزد مستحب دا ده چې په اومه ورځ د ماشوم عقيقه ، نوم ټاکل او د سر د ويښانو خريل تر سره شي (کفايت المفتي ج ۸ ص ۲۴۹ – درالمحتار کتاب الاضحية ۶ / ۳۳۶ ) .

لجنة الدائمة ليکی : که عقيقه ، او حلق په اومه ورځ تر سره نشي باک نه لري همدارنګه که عقيقه په يوه ورځ او د سر خريل په بله ورځ تر سره شي باک نه لري (لجنة الدايمة ۴۴۳/۱۱ – هیئت کبار علماء عربستان ) .

فتاوي علماء بلدالحرام لیکي : ځنو صحابه کرامو رضی الله عنهم ویلي دي : که په اومه ورځ تر سره نشي نو په څوارلسم ورځ که بيا نشي په يويشتمه ورځ او که هغه ورځ هم له لاسه ووتله هر وخت چې امکان وي دا کار به تر سره کوي يو مياشت وروسته ، څو مياشتې وروسته يو کال وروسته .

خو ځنې علماء په دې معتقد دي چې کله ماشوم د بلوغ سن ته ورسيږي عقيقه ساقطيږي

و الله اعلم

فتاوي علماء بلدالحرام – مکة المکرمة رقم ۳۰۹۵ .

خو د خير په کار کې بيړه په کار ده اکثره وخت په ښه کار کې بيړه نه کول او د نن سبا په هيله پريښودل د شيطان وسوسې وي چې بلاخره د هغه ښه کار فرصت له لاسه وځي .

آن لاين اسلامې لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب