انبیاء ع

نژدې ده چې عيسى علیه السلام به راکښته سي!

 تراوسه پوري هم دعيسى علیه السلام  دنده سرته نه ده رسېدلې بلکي په آخره زمانه کي به حضرت عيسى علیه السلام  مځکي ته راکښته کيږي او دالهي دعوت اتمام او اکمال به کوي  لکه په حديث شريف کي چي راځي: دحضرت ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دى ده مبارک ويلي دي : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما وجود دده په قدرت کې دي نژدې ده چي پرتاسو باندي به عيسى علیه السلام  راکښته سي دعدل پرېکړي (فيصلي ) به وکړي بيا به صليب مات کړي يعني اهل کتاب به اسلام ته راوبولي خنزېربه ووژني ( يعني دخنزېرغوښي به حرامي وښيي ) ججه به ( داهل کتابو) څخه پورته کړي اومال به راتوي کړي ( يعني مال اوشتمني به ډېره سي ) ترداسي بريده چې هيڅوک به دچاڅخه مال نه قبلوي آن تردې چي پدغه وخت کي به يوه سجده تر دنيا اوترهغه څه چي په دنيا کي دي غوره وي بيا ابوهريرة رضی الله عنه وفرمايل : که موخوښه وي داآيات ولولي ( چي الله جل جلاله فرمائي : ) بېشکه نه به وي يوداهلي کتابو څخه مګرترمرګ وړاندي به ايمان راوړي  . (وعن ابي هريرة رضی الله عنه  قال : قال : رسول الله صلی الله علیه وسلم  والذي نفسي بيده ليوشکن ان ينزل فيکم ابن مريم حکما عدلافيکسر الصليب ويقتل الخنزېرويضع الجزية ويفيض المال حتي لايقبل احد حتي تکون السجدة واحدة خيرا من الدنيا ومافيها ثم يقول ابوهريرة رضی الله عنه  فاقرؤا ان شئتم من اهل الکتاب الاليؤمنن به قبل موته الاية  متفق عليه .كذا في المشكوة جلد(۲) صفحه (۵۰۱) )
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: