نهه (۹) ريښتوني حقيقتونه چې پېژندل يې اړين دي

لومړی حقيقت:

د ټولنې له سترو ظلمونو څخه يو دا هم دی چې : پلار د بدعمله زوی لپاره نېکه مېرمن په نکاح کړي!!!

دويم حقيقت:

ناپوه هغه نه دی چې ليک لوست يې نه وي زده، بلکې هغه دی چې د قبلې طرف پېژنې ؛ خو لمونځ نه کوي !

دريم  حقيقت:

دری(۳) شيان بېرته نه را ګرځي :

♢ له خولې چې کوم توری (لفظ)ووځي ..

♢ وخت چې تېرشي ..

♢ بارو چې ختم شي ..

څلورم حقيقت:

د دنيا ژوند دلوی بازار په څېر دی، ګرځه په کې څه دې چې خوښ شي اخله يې خو ؛ دسودا حساب دې چې له پامه ونه وځي پر کوم شي دې چې لاس ټيټ کړی قيمت یې ادا کوې !!!

پنځم حقيقت: 

له مور او پلار سره ښه سلوک کول يوه داسې کيسه ده  چې ته یې ليکې او ستا اولاد به یې بياتاته روايتوي   !!!

شپږم حقيقت:

مرګ د ستا داستقامت انتظار نه کوي، استقامت وکړه او دمرګ انتظار کوه !!!

اووم حقيقت:

د مظلوم ددغې وينا څه مطلب :

” حسبي الله  ﻭﻧﻌﻢ ﺍﻟﻮﻛﻴﻞ ” ؟؟؟

هو!  له له ځمکې نه اسمان ته د يوې دوسيې (قضيې) نقلول دي !!!

اتم حقيقت:

ځينې نظر(بدنظري) حق بولي، خو د ډېرو ايمان بيا دادی چې الله خير الحافظين دی !!!

نهم حقيقت:

♢ پر ژبه ګونګ بنده د الله جل جلاله د کتاب (قرآن) د تلاوت کولو اميد لري  ..

♢ کوڼ يې د اورېدلو اميد لري..

♢ ړوند يې د ليدلو اميد لري  ..

   لیکنه: محمد راتب النابلسي

    ژباړه:  محب الله مخلص

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب