اسلام مشاهیر

نظام الدین اولیاء څوک و؟

نظام الدین اولیاء د هند یو له ډیرو مشهورو صوفیای کرامو څخه دی چې مرقد یې اوس هم د هند په پلازمینه ډیلي کې د خاصو او عامو لپاره د روحاني تسکین مرجع ده. دغه روحاني شخصیت د ډیري ستري ارګاه بارګاه او لنګر څښتن و چې بیشماره مریدان او عقیدتمندان یې درلودل. او څرنګه یې چې د ولایت آوازې تر ډیرو لیرو ځایو پورې تللې وې نو د هندوستان له هر ګوټ څخه پرې ارادتمندان رامات ول. وئیل کیږي چې په هماغه زمانه کې په ډیلي کې یو غوث هم اوسیده. د اهل تصوف له قوله غوث د مرتبې له لحاظه تر ټولو اوچت ولي وي او د نړۍ د ټولو اولیاءکرامو روحاني مشر او استاد وي. وئیل کیږي چې په هر عصر کې په نړۍ کې یو غوث وي چې د الله دغه نیک بنده د ټولې دنیا د اولیاؤو روحاني چارې پرمخ بیاېي.

خو دغه غوث چا نه پیژاند ځکه چې ده د ملنګۍ ژونده غوره کړی و. نه یې دربار درلود او نه مریدان، نه یې چا مخکې ځغاستل نه شا ته بلکه هغو خلکو ته یې ریاکاران وئیل چې د ولایت او کرامت تر نامه لاندې یې خپلو ځانو او کورنیو ته د جاه و جلال، آرام او هوساینې څخه ډک ژوند برابر کړی و. ده شهرت نه خوښاوه او د ډیلي په کوڅو کې به تل د یو عام ملنګ په جامه کې ګرځیده. واېي چې د ژمې یوه ورځ دغه غوث د ډیلي په کومه کوڅه کې لمر ته ناست په فکري عبادت بوخت و چې د خلکو شور او زوږ او هرې خوا ته د وارخطایۍ په حالت کې منډو یې د مراقبې لړۍ ورخرابه کړه. نژدې و چې د خلکو په هجوم کې تر پښو لاندې شي، نو د مجبوریت له مخې له خپله ځایه پاڅیده او یو سړي ته چې لښته یې په لاس کې وه او داسې ښکاریده چې د لارې څخه د خلکو د لیرې کولو وظیفه ورسپارل شوې، نژدې ورغلو او پوښتنه یې ورځینې وکړه چې خلک ولې داسې په وارخطاېۍ منډې وهي؟ سیلاب راغلو او که کوم لښکر په ډیلي د راختلو تکل کړی؟! سړي په ډیره قهرجنه لهجه ورته وویل چې ”ملنګه! له مخې لیرې شه چې اوس نظام الدین اولیاء له خپلو مریدانو سره په دې لاره تیریږي! هسې نه چې د چا تر پښو لاندې شې !! “

پروسږکال د سویدن په ستاکهولم کې د افغانانو یوې فرهنګي ټولنې د دري ژبې د یو پیاوړي شاعر ورځ لمانځله. ددغه شاعر په ګډون د نړۍ له ډیرو هیوادونو څخه فرهنګي او سیاسي شخصیتونه رابلل شوي وو. څرنګه چې دغه شاعر د امریکاېي دیموکراسۍ په روانه دوره کې هم د اوچت سیاسي موقف څښتن و نو ځینو ویناوالو یې د شعر او شخصیت په تفسیر کې د مبالغې تر پولې ټوپ واهه.

دې غونډې ته د پښتو او دري ژبې یو داسې لیکوال، شاعر او ژبپوه استاد هم رابلل شوی چې د دري ژبې دغه شاعر چې ورځ یې لمانځل کیده هم د خپلو خبرو په جریان کې د دې لوی استاد په شاګردۍ په ډیر افتخار اقرار کاوه. دې لوی استاد پښتو ژبې ته ډیر څه ورکړي. چې چیرته ورته د پښتو د لیلا په ډول او سینګار کې کمی محسوس شوی نو سمدلاسه یې مټې ورته رانغښتي او هغه کمی یې ورپوره کړی. له پنځوسو څخه ډیر کلونه وشوه چې استاد د غریبې پښتو چوپړ ته شپه او ورځ یوه کړې. که نن ورځ پښتو د نورو ګاونډیو ژبو سیاله ده نو بې له شکه د دغه قلندر صفته استاد د کار او زیار نچوړ ده.

په هر حال، غونډه مازدیګر ناوخته پایته ورسیده او ګډونوال یې د دري ژبې د دې ستر شاعر په طرف په هجومي شکل ورمات شوه. چا به ورسره روغبړ کاوه، چا به ځان ورپیژاند، بل به ورسره د یادګاري عکسونو د اخیستلو هڅه کوله، چا به یې په کوم کتاب د لاسلیک لپاره قلم په لاس د خپل نوبت انتظار کاوه او زه د تالار په یوه څنډه کې په خپلو فکرونو کې ډوب ولاړ وم. ما د پښتنو په کلتوري فقر کې فکر کاوه. زما ضمیر زه د خپل وجدان په محکمه کې له ګریوانه نیولی وم او په بار بار یې راڅخه پوښتنه کوله چې مونږ د خپلو هغو پوهانو درناوی ولې نه کوو چې نور یې د شاګردانو ورځې لمانځي؟!! زه خپلو سوچونو د ډیلي په هماغه کوڅه کې درولی وم چې د خلکو په هجوم، شور او زوږ کې مې په استاد نظر پریوت چې د ټمبه ټیل او دیکو څخه د ځان ژغورلو په هڅه کې دی. نو ناڅاپه مې پرې غږ کړ چې ملنګه لیرې شه!! هسې نه چې د چا تر پښو لاندې شې!!

ما د استاد له آثارو ډیر څه زده کړي او د زړه له کومې یې عزت کوم. خدای دې وکړي چې زما غږ چې په غیر ارادي توګه مې له خولې وتلی و نه وي اوریدلی.

زه یې نوم درته اوس ښیئم ته ښه فکر پکې وکړه
دلته فکر همدغسې له نظره دی لویدلی

”مرحوم استاد الفت“

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close