مېرمن رابعه بلخي – ۴ پيړۍ شاعره

په څلورم قرن كي مېرمن رابعه بلخي لمړۍ ښځه ده چې زموږ په هيواد كي يې په شعر ويلو شروع كړې ده.

دا مېرمن د ملك زاده ګانو له كورنۍ څخه وه د پلار نوم يې كعب چې په بلخ، قزدار ، بست او د سيستان په شا و خوا كي يې حكمراني كړې ده. دا مېرمن په ښكليتوب، حسن، جمال، كمال، او معرفت كي د خپل وخت يوه نوموړې او مشهوره ښځه وه.

د حقيقي او مجازي عشق لمبې يې په زړه كي بلي شوي وې او د زړه جام يې له محبته ډك و.

مولانا جامي د نفحات الانس په خاتمه كي دا مېرمن يوه عارفه او با سلوكه ښځه بللې ده.

شيخ عطار په خپله “الهى نامه” كي د دې مېرمني مفصل حال په يوه حكايت كي نظم كړى دى چې تقريباً پنځه شوه بيتو ته رسيږي، څنګه چې هغه ګرده نسو را وړاى نو خلص مطلب يې د پښتو په نثر لاندي ترجمه كوو. دى وايې:

په بلخ كي يو پاچا و، چې پلرونه يې هم پاچاهان تېر شوي وو، او نوم يې كعب و د دوى پلرونه د ابو مسلم خراساني په وختونو كي دلته راغلي وه، يو زوى يې درلود چې په ښه خوى كي يې سارى نه و، “حارث” نومېده، او يوه لور يې درلوده چې لقب يې (زين العرب) و، ډېره ښكلې وه او هر څه چې يې له خلكو اورېدل دستي يې نظم كول، پلار چې يې مړ كېدى خپل زوى يې را وغوښت او لور يې ور وسپارله ورته وې ويل: “ډېرو نامدارانو دا زما لور را څخه غوښتې ده مګر ما ور نه كړه، كه دي ښه مېړه ورپيدا كى ور يې كړه. دا پر ما ګرانه ده ښه يې ساته.”

د پلار تر مرګ وروسته حارث پر تخت كښېناست، حارث يو ښكلى مريى درلود چې “بكتاش” نومېده. رابعه پر مينه شوه او د ميني له رنځه رنځوره شوه ډاكتران يې په علاج نه پوهېده، دې هم خپل درد پټ ساته، پټ پټ به يې خپل اشعار د مينځي په لاس ورلېږل او هغه به په خپل مخصوص صندوق كي ساتل. (ټول تذكره نويسان وايې چې دا مېرمن په ښكاره پر مريي مينه وه، مګر په حقيقت كي يې د حقيقي ميني اور په زړه كي لمبې وهلې) ځكه نو يوه ورځ چې مېرمن رابعه دباندي و باغ ته وتلې وه بكتاش وليدله لاس يې ور واچاوه دا په قهر ځني تېره شوه او وې ويل: “فقط دغه زما د ميني نسبت تاته بس نه دى چې لاس هم اچوې، زما په زړه كي بل اور دى ته محض بهانه يې!”

هاتفي ويل: “كم اشعار چې د دې مېرمني له خولې راوتل هغه هـيڅكله د داسي ناوړو كارو په اثر نه وه بلكه د ميني له حقيقي دنيا څخه يې حكايت كاوه.” كمه ورځ چې حارث پر دې لږ څه بد ګمانه شو مګر څه يې و نه ويل، بله ورځ چې حارث د جنګ په ميدان كي و، بكتاش ټپي سو، نژدې و چې د غليمانو په لاس كښېوزي په دې وخت كي مېرمن رابعې خپل مخ پټ كړى و، ميدان ته راغله د لسو دښمنانوسرونه يې پرې كړه او بكتاش يې خلاص كړ حارث چې ښار ته راغئ په دې مخ پټي سپاره پسي يې خلك واستول مګر هيچا و نه موند، بله ورځ رودكي شاعر پر لاري تېرېدئ رابعه لاري ته نژدې وه رودكي څو اشعار وويل. مېرمن رابعې يې دستي ځواب ووايه، رودكي د دې اشعار په ياد كړه او د دې له ميني خبر سو. بخارا ته چې ولاړئ د پاچا په دربار كي يې چې حارث هم ناست و، د دې مېرمني اشعار ولوستل څنګه چې يې حارث نه پېژانده نو وې ويل: “چي دا د كعب د لور اشعار دي چې پر خپل مريي مينه سوې ده او بې شعر ويلو بل كار نه لري.”

حارث چې كله خپل ښار ته راغئ پر خپل خور نور هم ښه بدګمانه سو، بله ورځ د بكتاش يو ملګرى په دې خيال چې د بكتاش په صندوق كي جواهر دي په لاس به ورسي، د دې مېرمني اشعار په لاس ورغله او حارث ته يې يو وړه حارث د خور د وژلو قصد وكړ، لمړى يې مريى په څاه كي واچاوه او بيا يې حمام تود كړ، رګ وهونكي يې را وغوښت ورته وې ويل: “چي د مېرمن رابعې رګ خلاص كړه او مه يې بندوه چې ټولي ويني يې تمامي سي” رګ يې ور خلاص كړ او په حمام كي يې ننه يستله د حمام ور يې په ګچو او خښتو پسي وتاړه دې بېوزلي مېرمني په كاسه كي خپلي ويني نيولې او پر دېواله يې په خپلو وينو اشعار ليكل څو چې يې آخري څاڅكى وينه هم تمامه شوه او ولوېده له دنيا ولاړه !”دې ته وايي د ميني قرباني!

دا خبره بكتاش ته ورسېده، هغه له څاه څخه په ډېر زحمت ځان را و يوست او سهار په شنه خړه يې د حارث سر پرې كړ او د خپلي محبوبې مزار ته راغئ او د هغې د مزار په څنګ كي يې چاړه په نس كي ووهله، دى هم مړ شو او هلته د محبوبې و څنګ ته په خاورو كي پرېوت. . .

له دې داستانه څخه دا څرګنده شوه چې دا مېرمن د رودكي معاصره او د څلرم قرن په ابتدا كي او سېدله، ځكه چې رودكي خو په (329 هـ) كي وفات سوى دى. نو يقيناً به د دې مېرمني هم دا د ژوند وروستنۍ ورځي وي او له اشعارو څخه يې معلومېږي چې پخه شاعره ده او ويل يې كه څه هم په څلرم قرن كي وه مګر ډېر روان او خواږه دي.

محمدفاروق کاکړ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب