نیلسن منډیلا څوک وو؟

نيلسن منډېلا د سویلي افریقې هغه مشردی ،چې ټول عمر یې مبارزه وکړه او په ډېرو ستونزو سره یې ځان خپلې موخې ته ،چې په سویلي افریقې کې تور پوسټکوته د هغوی حق ورکول وو وه رساوه . پر سویلي افریقې د۱۹۴۸ نه تر ۱۹۹۱ کاله سپین پوټکي واکمن وو ، دا په داسې حال کې ،چی سپین پوستان د یاد هیواد ۲۰ سلنه جوړه وي . هغه مهال ،چې سپین پوستان واک ته ورسیدل ، نو پرتور پوستانو یې یو لړ بندیزونه ولګول لکه : د تور پوستانو سره د سپین پوستانو پرودونو، د دولت پر لویو چوکیو د هغوی پر کار او یو شمیرنورو کړنو بندیزونه او د هغوی پرسیاسي فعالیتونو یې هم بندیزونه ولګول،په همدې حال کې یوتور پوستی ځوان د منډیلا په نامه را اوچت او د نظام په وړاندي یې مقاومت پیل کړ، لمړئ خو د نوموړې مبارزه سیاسي خو،چې سیاسي هغې کارورنکړنولاس یې وسلې ته واچاوه چې بیا څو ځله زندان ته ولیږل شوو او بلاخره د ټول عمر لپاره په بند محکوم شوو،خو د نړیوالو فشارونو او په هیواد کې د تور پوستانو په هلو ځلو سره نوموړی ۲۷وروسته له زندان څخه په داسې حال کې راخوشې شوو، چې د سرتور ویښتان یې سپین شوي وو خو دی لا د تور پوستانو د حقونو لپاره پرخپله کړې خبره ټینګ وو .

د نیلسن منډیلا ماشومتوب :

نیلسن مندیلا د سویلي افریقې دکیپ ایالت  په متاتا سیمه کې په ۱۹۱۸ زیږدیزکې زیږیدلی د نوموړي پلار(ګادلا) یو هنرمند او د سلطنتي شوراء او حکومت غړی وو، د منډیلا پلار څلور ښځي لرلې ، چې له هغو څخه یې دیارلس اولاده لرل ، څلور زامن  اوو نهه لوڼې ،چې منډیلا یې دریم هغه وو. منډیلا خپل ماشوم توب د سویلي افریقا دکیپ په متاتا سیمه کې تیرکړی نوموړې خپلې لمړنې زدکړې هم په همدغه سیمه کې تر سره کړې او په ډېرکم وخت کې یې لوړو زده کړوته مخه کړه  .

لا ۱۹ کلن وو،چې په ۱۹۳۷ زیږدیزکال کې دلوړو زده کړو په موخه د(فورت هار) په پوهنتون کې شامل شوو دا هغه پوهنتون وو، چې د سلطنتي کورنۍ غړو به پکې زده کړې کولې ، ده ته ځکه په دغه پوهنتون کې دزده کړې چانس ورکړل شوو ،چې  پلاریې د سلطنتې کورنۍ سره ډېرې نیږدې اړیکې لرلې ، خو لا یې دپوهنتون لمړی کال وو، چې دپوهنتون په وړاندې دځینو کړنو په تورنوموړی له پوهنتون څخه وایستل شوو، همدارازد سلطنتي کورنۍ سره یې هم اړیکې ترینګلې او د خپلې میرمنې سره چې نوی نوی یې واده کړی وو د (جهانسبورګ) ښارته وتښتیدل په هغه ځای کې یې دیوه ملګري (والترسیسولو) په مرسته دیوه حقوقي شرکت د منشي په توګه د نده پیل او په همدې حال کې یې د سویلي افریقي په (ویتواترسرند) پوهنتون کې خپلې نیمګړې زده کړې پر مخ بيولې .

د نیلسن منډیلا سیاسي فعالیت :

په ۱۹۴۸ زیږدیزکال کې هغه مهال ،چې دهیواد سپین پوستو ( اپارتاید) ټاکنې وګټلې منډیلا او دهغه ملګرو یې مخالفت وکړ دا مهال منډیلا او دهغه ملګرو یوه حقوقی ټولنه لرله چې خلکو ته یې  وړیا حقوقې اسانتیاوې رسولې . که څه هم منډیلا دعد م تشدد د مفکورې پلوي کوله خو بیا یې هم په ځینو وران کاره کړنو لاس پورې او په کال ۱۹۵۶ زیږدیزکې دخیانت په تورونیول شوو د نوموړي محکمې د۱۹۵۶ کاله نه تر ۱۹۶۱ کاله پورې دوام وکړ خو محکمې د منډیلا په ګدون ټول نیول شوې کسان  بیدون له کوم جرمي ثبوت څخه خوشې کړل .

منډیلا دحاکم نظام په وړاندې ځکه مقاومت کاوه، چې هغوی داقتدارحق یوازي د سپین پوستوګاڼه . نیلسن منډیلا په کال ۱۹۶۱ کې دیو شمیرګوندو په راټوله ولو سره دیوې چرکي ډلې دجوړه ولو اعلا ن وکړ ،  په همدې حال کې د سویلي افریقې سپین پوسته چارواکي ( اپرتاید) دې ته متوجې شول ،چې منډیلا ددوی لپاره په لوی خطراوړي نو یې سمد ستي دهغه د نیولوهڅې پیل کړې . منډیلا الجزایرهیواد ته پناه یو وړه  او هلته یې د سویلي افریقي دځینو نورو رهبرانو او مشرانو سره وکتل ، نوموړی چې کله متوجې شوو چې ددوی (تور پوستکو) ګوند په سویلي افریقي کې بیدون له ده څخه کار نشې کولی ، نو نوموړی بیرته سویلي افریقي ته ستون او خپلې مبارزې ته یې یوځل بیا زورورکړ.

د منډیلا نیول او زنداني کیدل : 

منډیلا لا له وړاندې د دولت په وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړې وه  او په کال ۱۹۶۱ کې یې (د ملت د نیزې) په نامه یوه چریکي ډله چمتو کړه ،چې دا ډله د (ام اس ) په نامه هم یادیده . منډیلا او ملګرو به یې داپارتاید دحکومت په تاسیساتو او نورو اورګانونو بریدونه کول . نوموړي د خپلې چریکې ډلې دروزلو او قوي کولو لپاره دځینو افریقا یې هیواد نونه مرسته هم وغوښته ، خو تراولسو میاشتووسله وال مقاومت وروسته چې منډیلا په مبارزه کې تیرکړل  په کال ۱۹۶۲ کې  ونیول شوو او په جهانسبورګ ښارکې زنداني شوو ، نوموړی دوسله والې مبارزې په تور په پنځه کال بند محکوم شوو،خو دوه کاله وروسته په ۱۹۶۴ کال د افریقې د ملي کنګرې د غړیتوب په تورد نوموړي دبند مو ده نوره هم وغځیده.  په همدی حال کی چې منډیلا په زندان کې وو دهغه ډېر ملګري د دولت له لوري ونیول شول او زندان ته ولیږل شول .

که څه هم د نوموړي وکیلانوډیره هڅه وکړه ترڅوهغه راخوشې کړي خو محکمې په ۱۹۶۴ میلادي کې منډیلا په عمري بند محکوم کړ . پر منډیلا دا تور وو، چې هغه په نظامې کړنو کې برخه اخيستې او د سویلي افریقې د تخریب په خاطر یې د نورو هیواد نو څخه مرسته غوښتې ده چې منډیلا هم دا تورونه هم منلي وو .

منډیلا د خپل ۲۷ کاله بند اتلس کاله په (روبن) جزیره کې تیرکړل  او په همدې حال کې یې د خپل ژوند کیسه هم ،چې (دازادۍ اوږده لار) نوموږې ولیکله.

منډیلا د سویلي افریقې د ملې کنګرې سره  دزندان پر مهال هم په اړیکه کې وو، همدغې کنګرې په کال ۱۹۸۰ زیږدیږکې د منډیلا یوه وینا هم خپره کړه چې مهم برخی یې دا دي (( یوشئ، تیار شئ ، وه جنګیږئ  او داپارتاید کړنې په سندان کې وټوکۍ موږ ته پکار ده چې د تبعیض دله منځه وړلو په اړه قربانې ورکړو او هغه څه چې تر اوسه مو نه دې تر لاسه کړي حاصل کړو)) .

د نړیوالو فشارونو او دافریقا د ملي کنګرې په په ډېرو هڅو، په دې شرط چې منډیلا به وسله واله مبارزه نه کوي د نوموړي دخلاصون اعلان  په ۱۹۸۵زیږدیزکې وشوو خونوموړی بیا هم پنځه کاله په زندان کې وه ساتل شوو. بلاخره منډیلا د۲۷ کاله بند وروسته په کال ۱۹۹۰ زیږدیږ کې دفبروی په ۱۱ نیټه له زندانه راخوشې شوو.

نوموړي په خپله لمړنئ وینا کې وویل (( هغه وسله واله مبارزه ،چې  په ۱۹۶۰ کال کې پیل شوې لا تر اوسه پای ته نه ده رسیدلی ، موږ د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوو ، او دا مبارزه به تر هغه مهال روانه وي ،چی په دغه هیواد کې په پوره توګه تور پوستانوته ،چې اکثریت هم دي حق نه وي ورکړل شوی ، موږ له دې لارې پرته کومه بله لاره نلرو زه هیله مند یم چې د سولې لپاره زمینه مساعده او داسې خبرې او پریکړې وه شي چې نورنووسله والې مبارزې ته اړیتا پیدا نشي  ))

د افریقي د ملي کنګرې او د سویلې افریقي ولسمشري :

په کال ۱۹۹۴ کې په سویلې افریقي کې لمړنئ ازادې ټاکنې ترسره شوې چې ملي کنګرې د منډیلا په مشرۍ داکثریت رایو په خپلولو سره نوموړی دلمړني تور پوستي ولسمشر په توګه وټاکه.  نوموړی د۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۹ کاله د سویلې افریقې ولسمشري وکړه . دا چې نوموړي په ډېره ښه توګه سویلې افریقي ته سوله راوسته او او د توراوسپین پوستانو ترمنځ شته ستونزې یې پای ته ورسولې د نړیوالو د تائيد وړهم وګرځید .

د منډیلا کورنۍ :

منډیلا درې ځلې واده کړی د نوموړي لمړئ میرمن  (نتوکومیس) چی څلوراولاده یې هم ترې لرل له منډیلاسره تر ۱۳ کاله تیره ولو وروسته له هغه څخه جلا شوه ، علت یې د نوموړی انقلابي کړنې وې ،چې دښځې یې ور سره نه وه جوړه . د نوموړي دوهمه میرمن (مادیکیزلا) نومیده  منډیلا له یادې ښځې سره هم دځینو ستونزو په سر په ۱۹۹۶ کې جدا شوو . د نوموړي دریمه میرمن  (ګراکا ماچل) نوموږی  دا ښځه د موزامبیک هیواد دپخواني ولسمشرمیرمن وه چې هغه دچورلکې په یوه پيښه کې وژل شوی وو . منډیلا ددریم واده پر مهال داتیاووکالو وو .

د سیاست څخه د منډيلا لاس په سرکیدل :

نیلسن منډیلا د۸۵ کالو په عمر په کال ۲۰۰۴ کې اعلان وکړ چې د سیاسي فعالیت څخه به لاس اخلي او یوازی ټولینزو او بشري چاروته به مخه کړي په ځانګړې توګه دایډزپه وړاندې مبارزه به دده راتلونکی کارونه وي . د نوموړي زوی  (ماکګامنډیلا)په ۲۰۰۵ کال دایډزد ناروغۍ له امله ومړ ، تر هغه وروسته د منډیلا هڅه نوره هم دایډز د مخنوي لارو چاروته ته ډېره شوه .

نوموړي په کال ۲۰۰۳ کې دامریکا پر ولسمشر بوش سختې نیوکې وکړې ، ده پر بوش تور ولګاوه چې نوموړی د ملګرو ملتونو د هغه مهال مشر(کوفی عنان ) ته ځکه غوږ نه ږدي ،چې هغه یو تور پوستی دی .

منډیلا ته ورکړل شوې جایزې او میډالونه :

د نوبل جایزه په ۱۹۹۳

دلینن دصلح نړیواله جایزه  ۱۹۹۰

دولسمشرې نړیواله میډال

دبښنې د نړیوال سازمان دوجدان جایزه ۲۰۰۶

دجورج ډبلیو بوش جایزه

د مهاتما ګاندی میډال

دجهانسبورګ  دښار له لوري دازادۍ جایزه .

دکاناډا له لوری افتخاري دوکتوراء

د منډیلا ژوند ته یوه کتنه

منډیلا اوس د نړۍ د مشهور کسانو په ډله کې راځي ، نوموړی ځکه دومره مشهوره دي چې د نژادي تبعض په وړاندي یې پراخه مبارزه وکړه ،که څه هم نوموړي تر یوه وخته وسله واله مبارزه کوله خو دعمر ډېره برخه یې دعد م تشدد پر مفکورې ولاړه وه ، د نوموړي د مبارزې څخه د نړۍ د نورو هیوادونو مشران هم اغیزمن شول او د منډیلا لاره یې ونیوله ، منډیلا اوس د۹۴ کالو عمر لري او او روغتیا یې وضعیت یې هم چندان ښه نه دی ، خو بیا هم کله ناکله  د تلویزیون پر مخ دځینو مهمو پیښو پر مهال راڅرګندیږی او د سولې او ورور ولۍ پیغامونه یې د نړیوالو ورځو پر مهال  درسنو څخه خپرېږي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب