د معراج پېښه | نبوي سيرت

د طائف له دردوونکي سفر وروسته الله پاک وغوښتل رسول الله  صلی الله عليه وسلم  اسمان ته ور وغواړي څو يې گاللي غمونه سپک شي، د شپې ويده و چې جبرائيل امين له دوو پرښتو سره راغی محمد صلی الله عليه وسلم   يې د زمزم څا ته بوتللو زړه يې ورته د زمزم په اوبو ومينځی  څو د الله پاک د سترو نښانو د لېدلو جوگه شي او بيا جبرائيل عليه السلام پر براق  بيت المقدس ته بوتللو،او له هغه ځايه يې اسمان ته وخيژوی، محمد صلی الله عليه وسلم  په اسمانونو کې ډېرو پيغمبرانو سره وليدل او د راستنېدو پر وخت يې الله پاک امت ته لومړی د پنځوسو لمونځونو د فرضيت ډالۍ ورکړه.

د راگرځېدو په وخت يې چې کله دموسی عليه السلام سره وليدل هغه پوښتنه ترې وکړه چې الله  جل جلاله  د څه شي حکم درته وکړ محمد  صلی الله عليه وسلم  ورته وويل د پنځوسو لمونځونو. موسی عليه السلام ورته وويل ستاامت د دې توان نه لري لاړ شه له الله  جل جلاله  څخه د کموالي غوښتنه وکړه محمد  صلی الله عليه وسلم  د مشورې لپاره جبريل عليه السلام ته وکتل هغه هم مشوره ورکړه ، بيا دواړه د الله  جل جلاله  لوري ته ولاړل او له غوښتنې وروسته  الله  جل جلاله  لس لمونځونه ورته کم کړل موسی عليه السلام ته چې راغلل هغه يې خبر کړ نو هغو د بيا تللو مشوره ورکړه آن تردې چې محمد  صلی الله عليه وسلم  د الله  جل جلاله  او موسی عليه السلام تر منځ تلی او راتلی لمونځونه پنځو ته راورسېدل او موسی عليه السلام لا د نورو کمولو مشوره ورکړه خو محمد  صلی الله عليه وسلم  وويل نور نو له الله  جل جلاله  څخه شرمېږم او دابس دي چې راته کم يې کړل

له اسمانه د راکوزېدلو وروسته يې بيت المقدس کې د پيغمبرانو ټولي ته لمونځ ورکړ، کله  چې مکې ته راستون شو شپه لا نه وه تېره شوې، سهار يې  خلکو ته د خپل سفر په اړه وويل؛ نو مشرکانو ترې انکار وکړ اود بيت المقدس په اړه يې پوښتنې ترېنه پيل کړې الله  جل جلاله  د خپل پيغمبر لپاره له  بيت المقدس څخه ټولې پردې پورته کړې او محمد  صلی الله عليه وسلم  د يوې يوې نښې په اړه داسې معلومات ورکول چې هغوی ته د انکار هيڅ لاره نه وه او بيا يې د هغوی  دقافلې په هکله بشپړه معلومات ورکړل آن تردې چې د شپې دپړاو ،د قافلې د راتلواو رارسېدو وخت يې ورته وښودلو او هغه اوښ يې لا ورته وښود چې د قافلې تر مخ روان و او ټو ل همداسې و  خو مشرکانو او ظالمانو بيا هم انکار کولو  له بلې خوا چې  ابوبکرصديق  رضي الله عنه لدې پېښې خبر شو نو وې ويل: په الله مې دې لوړه وي چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم   رښتيا وايي.

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب