د حراء غار، او په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې د لومړنۍ وحې نازلیدل
دا مهال د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ژوند کې یوانقلاب راښکاریده. او په ګوښه کیناستو سره یې د خدای جل جلاله عبادت او د خپل چاپیریال پراخلاقي او دیني انحطاط باندې غور اوفکر کاوه. او پرله پسې یې دا فکر هم کاوه چې ولې زما قوم بتان خپل معبودان ګرځولي او په اخلاقي لحاظ څومره رالوېدلي دي او له هغوی څخه څرنګه دغه بدي لرې کړم؟هغوی ته څرنګه وښودلی شي چې د خدای لمانځنې لاره کومه یوه ده ؟ د دې کائناتو د واقعي خالق او مالک عبادت باید په څه ډول وشي؟ سلګونه دارنګه خیالات او پوښتنې وې چې په ذهن کې به یې ګرځېدلې راګرځېدلې او په ساعتونو به یې پرې فکرکاوه .
دحراءغار:
له مکې معظمې څخه درې میله لرې یو غار ؤ چې حراء نومیده حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به ډېر زیات هلته اوسېده .پرغوروفکر او الهي عبادت باندې به بوخت ؤ.د خوراک او څښاک شیان به یې له ځانه سره وړل کله چې به هغه خلاص شول نو بیا به راغی او له ځانه سره به یې یووړل او یا به حضرت خدیجې رضى الله تعالیٰ عنها ورته ور وړل.
لومړنۍ وحې :
یوه ورځ له عبادت سره سم د حراء په غار کې په عبادت بوخت ؤ او د روژې میاشت وه چې د خدای جل جلاله رالېږل شوې پرښته ورڅرګنده شوه، دغه حضرت جبرائیل علیه السلام ؤ چې ترټولو پرښتو یې مرتبه لوړه ده اوتل د خدای جل جلاله پیغام د خدای رسولانوته رسوي .حضرت جبرائیل علیه السلام په ښکاره حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته وویل “ اقرأ “ (ولوله ) ده ورته وویل :(زه لوستونکی نه یم) د دې خبرې له اورېدوسره یې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راونیو دومره یې ټینګ کړ چې ستړی شو بیایې پرېښود او ورته یې وویل :” ولوله “ هغه بیا هم هغه ځواب ورکړ وروسته له دې یې بیاراونیو- ټینګ یې کړ ورته یې وویل : “ ولوله “ هغه بیاوویل : (زه لوستونکی نه یم) حضرت جبرائیل علیه السلام بیا هماغسې چاروکړه، پرې یې ښود او ورته یې وویل:
{اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)} [العلق : 1 – 5]
ولوله په نوم د رب ستا، هغه چې پیداکوونکی دی .انسان یې دغوښې له بوټۍ څخه پیداکړ .ولوله اوستا رب لوی کریم دی .هغه (خدای) چې انسان ته یې د قلم په واسطه علم وروښود او انسان ته یې هغه څه وروښودل چې هغه پرې نه پوهېده .
همدغه ترټولو لومړنۍ وحیه وه .وروسته له دې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کورته ولاړ په دې وخت کې پرهغه باندې رېږدېدنه برلاسې شوې وه حضرت خدیجې رضى الله تعالیٰ عنها ته یې وویل : (ماپه کمپله کې راونغاړه) (ما په کمپله کې راونغاړه) هغې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په کمپله کې ونغښت .کله چې یوڅه آرام شو نو حضرت خدیجې رضى الله تعالیٰ عنها ته یې ټوله کیسه تېره کړه اوورته یې وویل : ( زه پرځان وېرېږم ) حضرت خدیجېرضى الله تعالیٰ عنها ورته وویل : نه، هېڅکله نه، ته مه وېرېږه تاسې ته خطره نشته خدای جل جلاله به دې نه رسوا کوي.
ته دخپلولۍ حق اداء کوې. دخلکو بار په خپل سراخلې، له فقیرانو او مسکینانو سره مرسته کوې، د مسافرانو میلمه پالنه کوې، د مصیبتونو په وخت کې دانصاف په خاطر خلکوته پکارېږې . وروسته له دې حضرت خدیجې رضى الله تعالیٰ عنها هغه ورقه بن نوفل ته ورووست، دی یو بوډا عیسوي دیندار ؤ، تورات به یې لوسته. حضرت خدیجې رضى الله تعالیٰ عنها دغه ټوله پېښه ورته واوروله کله چې ورقه دغه خبرې واورېدلې نوویې ویل : ( داهغه ناموس (پرپټو رازونو باندې پوهېدونکې پرښته) ده چې پرموسی عليه السلام باندې نازل شوې وه کاشکې ترهغه وخته پورې چې ستا قوم به تا له خپل ټاټوبي څخه باسي ،ژوندی اوسم ) حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه : آیا زما قوم به ماله خپل ټاټوبي څخه باسي؟ هغه وویل : هو! او زیاته یې کړه هغه څه چې تا راوړي هغه چې هر چا راوړي دي له هغه سره د هغه قوم او خلکو دښمني کړې ده، نوکه زه ترهغه وخته ژوندی وم، له تا سره به مرسته وکړم له دې واقعې څخه یو څوورځې وروسته ورقه بن نوفل وفات شو.
وروسته له دې د جبرائیل عليه السلام راتګ وځنډید.حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به معمولاً د حراءغار ته ورته، لږترلږه یې شپږمیاشتې په دې توګه تېرې کړې په دې منځ کې د جبرائیل علیه السلام دځنډېدنې ګټه داوه چې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په زړه کې د بشریت غوښتنې کومې اغېزې سملاسي پیداشوې وې هغه ترې لرې کړای شوې او د هغه مبارک زړه دا وخت بیا د وحيې نازلېدوته لیوال شو. آن تردې پورې چې کله به دغه موده اوږده شوه نوحضرت جبرائیل علیه السلام به کله کله دهغه د آرامتیا او ډاډینې لپاره راته اوهغه ته به یې د زړه ډاډ ورکاوه چې په یقیني توګه هغه د رسول په حیث منل شوی دی بیا به نو ډاډه (مطمئن) شو او سترګې پرلار به ؤ.حضرت جبرائیل علیه السلام به په پرله پسې ډول له څوورځو وروسته پيغمبرعلیه السلام ته راته .