زموږ اصلي رهبر څوک دی؟

نن په ټوله نړۍ کي مسلمانان په ناخوالو کي ګير دي، پر هغوی باندي د ظلم مېچني چليږي، د هغوی مقدساتو ته سپکاوی کيږي، مځکي او هيوادونه يې غصبيږي، شتمنۍ او معدنيات يې لوټل کيږي، وجه يې څه ده؟ ايا دوی په شمېر کي کم دي؟ ايا دوی دماغ او تدبير نه لري؟

د پورتنیو يادو شوو ټولو ناخوالو تر ټولو لويه او مهمه وجه د مسلمانانو مخ په زوال اخلاقي حالت، نفس پرستي، دنياوي حرص او د سمي او مستقيمي لاري څخه د هغوی انحراف او په نااهلو مشرانو پسي د هغوی اقتدا ده.

د يادو ناخوالو څخه په پند اخيستلو سره مسلمانان ټول بايد پدې پوه شي، چي پرته د صاحب الشفاعه، مفتاح الجنه، خاتم النبيين حضرت محمد مصطفی ﷺ او د هغه د شريعت څخه بل رهبر نه لري، او نه بايد بل داسي څوک خپل رهبر ومني، چي د الله ﷻ او د رسول پر لاره نه وي برابر، مسلمانان به تر هغه وخته د ناخوالو، ظلمونو او سپکاويو سره مخامخ وي تر څو چي يې خپل نه ختمېدونکي دُنياوي حرص او د وخت د دجال سره خپلې ملګرۍ ته د پای ټکی نه وي ايښی.

افسوس پر مسلمانانو افسوس پر افغانانو چي فاسقين، منافقين، ظالمين، قوم پرستان، متعصبين، نااهلان، غله، درواغجنان، چلبازان، قماريان، رياکاران او ورته بلاوي او بد تر يې خپل مشران کړي، او يا يې نورو ته اجازه ورکړې چي دغسي بد خلک يې رهبران وټاکي، کله چي مسلمانان تر منځ سره کښيني، نو همېشه پر دې ژاړي چي مخلص رهبر نه لري، دا پداسي حال کي چي د هغوی اصلي رهبر څورالس سوه کاله تر مخه لا هغوی ته د دنياوي او ابدي برياليتوب لپاره د عمل وړ او بهترينه لاره او تګلاره راوړې ده.

﴿ وما أرسلناك إلا رحمة للعالمين  ﴾ [سورة الانبياء: ۱۰۷].

ترجمه: اونه يې ليږلى مونږ ته ( اى محمده! ) مګررحمت لپاره د( ټولو) عالميانو

نو ايا موږ په ګمراهي کي نه يو مبتلا چي خپل د اصلي رهبر ﷺ رهنمايي مو هېره کړې، او په کوچنيو او لويو فرعونانو باندي مو خپلي هيلي تړلي دي، حال دا چي محمد مصطفی ﷺ تر آخرته پوري د هغو لارښود دی، څوک چي غواړي سمه او غوره لاره پيدا او تعقيب کړي، هر هغه څوک چي بله لاره خپلوي د هغوی دغه دنيا هم خرابه او آخر يې هم عذاب دی، لکه الله تعالی چي په قرآن پاک کي فرمايي:

﴿ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ  ﴾ [سورة الحشر: ۷].

ژباړه: څه چې پيغمبر ﷺ تاسې ته دركوي، هغه واخلئ اوله څه شي نه چې هغه تاسې منع كوي، له هغه نه منع شئ، له الله ﷻ نه وويريږئ ، الله ﷻ سخت سزا وركوونكى دى.

دا چي تر آخرته موږ ته بل نبي نه راځي، نو راځئ چي د خپل محبوب نبي ﷺ په لارښوونو ځان خبر کړو، او ورباندي عمل وکړو، که داسي وکړو نو ان شاء الله ټوله شته ستونزي به مو حل شي، که د خپل اصلي محسن، بشير، نذير او رهبر ﷺ پر لارښوونو عمل وکړو نو ان شاء لله هم به په دنيا کي نور ظلمونه او ستمونه راباندي قطعه شي، او په آخرت کي به هم ان شاء الله د خپل محبوب ﷺ د شفاعت څخه برخمن شو، راځئ چي نور په کلي، هيواد او سيمه کي د «غوره رهبر» په انتظار نه کښېنو، بلکه په خپل حقيقي او اصلي رهبر پسي ودريږو.

راځئ د نن څخه دا هوډ وکړو چي د ژوند هره وړه او لويه فيصله به د دې اساس له مخي نه کوو چي نفسي، اقتصادي، سياسي، قومي، ژبڼيزه يا کورنۍ ګټه مو لومړيتوب ولري، راځئ چي د نن څخه هره فيصله پر دې اساس وکړو، چي شريعت محمدي څه راته وايي، راځئ چي د نن څخه خپل ټول هغه «مشران او رهبران» هير کړو، چي د اصلي رهبر ﷺ پر لاره ندي روان، راځئ چي د نن څخه په عمل کي خپل د اصلي رهبر ﷺ پر لاره روان شو.

لیکنه: رحمت الله مومن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب