موسى (ع) او د سمندر دوه ځایه کول | قرآن علمي اعجاز
د مصر پاچایانو ته هغه وخت فرعون ویل کیدل چې خلکو په خپلو عقیدو کې هغوی خدایان ګڼل. کله چې هغو اوهام پرستیو کې خلک غرق ول ، الله(ج)) دخلکو دهدایت اودبنی اسراییلو دخلاصون لپاره موسى(ع راولېږه. فرعون او دمصر قاضیانو اوټولو خلکو دموسی (ع) نظر رد کړ چې هغوی یی دیوه الله بنده ګې ته رابلل. خو هغوی موسی لیونی ، جادوګر اودروغجن وباله اوخپل ظلم یی دبنی اسراییلو پرقوم لاډیر کړ. د الله (ج) خدایی یی ونه منله او موسى(ع) یی شوم اودمصر دمصیبتونو لامل وګاڼه ، له همدې کبله یی هوډ وکړ چې هغه یا ووژنی یا یی له مصرڅخه دباندی وباسی.
څه ډول چې قرآن فرمایی دبنی اسراییلو قوم تښتی اودفرعون لښکر یی تعقیبوی اونږدې وو چې له سیند سره ونیول شی. .
اوهغوی یی دختیزلوری ته تعقیب کړل . بیا دموسی دوستان وډار شول او وی ویل اوس به هلاک شو . موسی وویل هیڅکله هم نه بلکې زموږ رب به موږ ته لارښوونه وکړی .بیا مو موسی ته وحی ولېږله چې خپله لکړه په سیند ووهه سیند دوه ځایه شو اواوبه یی دوو خواووته لکه سترغر پورته شوې . اونور مو هم دهغه لورته راوستل نوموسی اوملګروته مو خلاصون ورکړاونورچې دوی یی تعقیبول ټول مو غرق کړل (الشعرا 60-66).
په دې اړه دفرعون دزمانې له کتیبې نه لاندې معلومات لاسته راغلی : دامنا مونی دماڼۍ دسپینې کوټې دساتنې دکتابونو دمشر له خوا میرزانپترهورته :
” کله چې دغه لیک تاته ورسېد اوټکی په ټکی دې هغه ولوست ، ستا په زړه به زورو درد راشی ، لکه یوه پاڼه چې دتوپان په لاس کې وی ځکه چې په سیند کې به دډوبیدو له ناوړه پېښې خبر شی.
پېښې داسې وواهه چې دتېښتې توان یی نه درلود . فکر وکړه چې دالاهې له مېنځه تلل ، دقومونو له مېنځه تلل ، اودختیز اولویدیز دپاچا له مېنځه تلل . خوب په اوبو کې له یو ستر شی نه یو وړوکې اوناچاره کس جوړکړ کوم خبر به له دې معلوماتو سره چې تاته درورسېدل برابروی “.
د الله (ج) دا معجزه چې بنی اسراییل یی سم سلامت له سره سمندرګی څخه تیر کړل تر ډیرو څېړنو لاندې راغلې . لرغون پېژندونکی نه یواځی له مصر نه دسره سمندرګی لورته دبنی اسراییلو دتېښتې تګلوری بلکې دهغوی دیو ځای کیدو ځای یی هم دفرعون له لښکر سره موندلی چې غرونو راچاپېر کړی . دغه غر دجبل موسی په نامه یادېږی اودسینا په ټاپووزمه کې دسره سمندرګی په ساحل کې واقع دی.
پوهانوله ډېرو څېړنو وروسته دسره سمندرګی داوبو ددوه ځایه کیدو په هکله عجیب معلومات لاسته راوړل . دڅېړنو پایلې هغه ډول وې څه ډول چې قرآن عظیم الشأن بیان کړی دی.
دوو روسی ریاضی پوهانو نوم ولزنگر او الکسى اندروسوف ثابته کړه چې موسى(ع) په رېښتیا هم وکولای شول چې سمندر دوځایه کړی . نورو پوهانو ددې احتمال په خلاف فکر کاوه خو دغه دوه ریاضی پوهانو هغه شرایط چې ددغې معجزی لپاره یی شرایط مساعد کړی مطالعه کړل اودا بیا دمعجزی دثابتېدو لامل شول.
دروسیی د ساینس اکادمی دخپرونی له نظره په سره سمندرګی کې داسې داوبو مخنیونکې یوه غوڼدۍ شته چې چې داوبو له سطحې سره نږدی ده. په دې ځای کې پوهانو دباد لوری اوچټکتیا چې وکولای شی دغه اوبه نیونکی دجذراومد له اغېزې وچ کړی محاسبه کړ، په پایله کې څرګنده شوه داسې یو باد چې په ثانیه کې دیرش متره چټکتیا ولری دغه داوبو غونډۍ وچولای شی . نوم ولزنگر چې دروسېی دساینس اکاډمۍ دسمندری څېړنو په دیپارتمنت کې یی کارکاوه داسې وویل: “که چېرې سبایی باد ټوله شپه د۳۰ مترو په ثانیه کې په چټکوالی په سمندرګی وچلېږی اوبه له اوبه نیونکی نه لرې کېږی اوهغه وچوی. اودبنی اسراییلو لپاره چې په ډیر ګمان شپږلکه تنه به وو څلورساعته یی ونیول څو چې ددو ساحلونو په مېنځ کې دسمندرګی اووه کیلومتره واټن ووهی ، اووروسته له نیم ساعت نه اوبه بیا بهېږی”. ولزنگر او دده ملګری اندروسوف دغه مسأله دنیوتن دقانون له لا رې مطالعه کړه اوبیا یی داسې وویل: ” زه ډاډه یم چې الله (ج) دځمکې کره دفزیک دقانون له لارې اداره کوی”.
باید پام مووی چې دداډول طبیعی پېښې اټکل هروخت کېدای شی. که الله (ج) وغواړی هروخت چې دباد مناسب ځای ، مناسب وخت اومناسبه چټکتیا سره راټوله شی دغه معجزه تکراریدلای شی. دموضوع اهمیت په دې کې دی چې معجزه هغه وخت پېښه شوې چې موسی (ع) اوملګری یی له سمندرګی نه تیرشول. اوبه هغه وخت بېرته یوله بل سره یوځای شوې کله چې فرعون اولښکر یی دسمندر په مېنځ کې دغه ځای ته رسېدلی وو. اودا دعاقلانو اومؤمنانو لپاره ستر عبرت دی. برسېره پردې په داسې ستونزمن حالت کې د الله (ج) پرحکم باندې د موسى(ع) باور دمعنوی ارزښتونو یوه ښه بېلګه شمیرل کیدای شی.
وې ویل هېڅکله نه ، رب له موږ سره دی اوموږ ته لارښوونه کوی(الشعرا ۶۲).
هغه ستونزې چې فرعون اودده ملګری ورسره مخامخ شول
دمصرخلک اوفرعون داسې په اوهامو اودڅوخدایانو په عبادت کې غرق ول چې دموسی (ع) حکمت اومعجزو ونه شو کولای ددوی زړونه نرم کړی اوله خرافاتو نه یی لری کړی.
اووی ویل که که داسې آیتونه دې راوړی وی چې موږ جادوکړی ، موږ به هیڅکله هم ایمان رانوړو (الاعراف ۱۳۲).
نظرپه دومره کبر سره الله (ج) ډیر مصائب دوی ته راولېږل څوچې دوی تنبیه شی اوګواکې اصلاح به شی . لومړنی ددغو مصایبو وچکالی وه چې دقحطۍ لامل شوه
اوفرعونیان مو په وچکالۍ اوقحطۍ اخته کړل څو ګواکې پاملرنه وکړی(الاعراف ۱۳۰).
دمصر کرنه چې دنیل په سیند پورې تړاو لری ډیره اغېزمنه شوه، په داسې حال کې چې چې فرعون اودوستان یی دالله(ج) اوپیغمبر په ردولو سره اغېزمن شول ، خوبیایی هم دغه حالت دموسی(ع) له بد شاګوم نه وګاڼه بیا الله (ج) په نوروآزمویښتنو کې واچول.
بیا مو توپان او ملخان او سپږۍ اوچونګښې اووینه چې یو له بله بېلې نښې وې پرهغوی را ولېږل بیا هم هغوی کبر وکړ اوګناه کوونکی قوم ؤ(الاعراف ۱۳۳).
ددغو ټولوطبیعی پېښو تفصیل چې په قرآن کې یادشوی دپيپروس په کتیبو کې راغلی . موږ له دغو پېښو دقرآن له لارې خبر شوی یو. خو دغه معلومات په نولسمه زېږدیزه پېړۍ کې دمصر دتاریخ په موندلو سره نورو پوهانو څرګند کړی. کله چې په ۱۹۰۹کال دایپور پپيروسونه وموندل شول دهالند دلایدن موزیم ته واستول شول ، گاردينير يو مصر پېژندونکی دغه لېکنې وژباړلې.
په پپيروس کې دقحطۍ ، وچکالۍ، اوله مصرنه دمریانو دتېښتې پېښې یادې شوی. برسېره پردې دپيپروسونو لیکوال چې یو مصری (Ipuwer) حکیم دی په خپله یی دغه پېښې په سترګو لیدلی اوداسې لیکی:
“طاعون په ځمکه خور شو ، ټول ځایونه وینې ونیول ، سیند وینه دی . الحق هغه چې پرون لیدل شوی له مېنځه تللی . ځمکه داسې ستومانه ده لکه لو چې پرې شوی وی ، کوز مصر ژاړی … په ټوله ماڼۍ کې د راتلو څه نشته په هغه پوری غنم ، وربشې ، مولخ اوکبان تړاولری په ریښتیا سره غلې هرچېرې له مېنځه تللی. ټوله ځمکه ډاروونکونارو اولالهاندی نیولې،… نه له ماڼۍ نه دورځې څوک وتلی او نه هم چا دخپل ملګری مخ لیدلی … ښارونه دجزر اومد له لاسه له مېنځه تللې … پورتنی مصر وران شو…هرلورته وینې … طاعون په ټول هیواد کې … هېڅوک دبایبلوس شمال لورته کښتۍ نه لېږی … خپلو دصبر ونو او موم کړای شووسره څه وکړو؟…طلا نشته . انسانان له انسانیت نه بېزاره دی ، او یو غړپ اوبو ته تږی دی. هغه زموږ اوبه دی . نو موږ څه وکړو.هرڅه وران شول . هرڅه وران شول . ښارونه وران شول ، پورتنی مصر وچ شوی . په شېبه کې اوسېدل بل مخ شول “.
ددغولرغونو یادښتونو پربنسټ هغه ناوړه پېښې چې مصر پرې واووښت هغه څه دی چې قرآن یادکړی.
د پپيروس په کتیبو کې موسى(ع) دیوه جادوگر په توګه معرفى شوی. (دغه کتیبې دانګلستان په موزیم کې ساتل کېږی) خو فرعونیان په خپلو ټولو هڅو سره چې ویی کړی پر موسی (ع) اوبنی اسراییلو بریالی نشول.
دجادوګر تورپه پرموسى (ع) د الاعراف دسورې په ۱۰۹ آیت کې یاد شوی:
دفرعون دقام لویانو وویل چې دایو پوه جادوګر دی .