قرآن څه ته وایي؟

 

د قرآن کریم د تعریف څخه مخکې دوه مهمو قواعدو ته اشاره کوم:

۱ـ قاعده (عامه قاعده):

د قرآني علومو زده کړه باید د قرآني اصولو مطابق وي، او د قرآني علومو او مضامینو د وضاحت لپاره باید زیاته استفاده پخپله له قرآن کریم څخه وشي.

۲- قاعده (د تعریف قاعده):

د اولې قاعدې مطابق د قرآن کریم تعریف هم باید پخپله په قرآن کریم کې ولټوو.

په قرآن کریم کې د قرآن کریم د تعریف لپاره دا قاعده وضع شوې ده چې:

د ټولو هغه سورتونو په اولو شروع ایتونو کې د قرآن تعریف شوی دی کوم چې په مقطعاتو حروفو سره شروع شوي وي.

مقطعات د یودیرش سورتونو په سر کې راغلي چې له هر یوه څخه وروسته د قرآن کریم اجمالي او تفصیلي تعریف هم شوی دی،

د مثال په ډول سورة البقره هغه سورت دی چې شروع یې په مقطعاتو سره شوې ده، او د قاعدې مطابق له مقطعاتو وروسته د قرآن کریم تعریف ذکر شوی دی.

لکه الله تعالی چې فرمایي:

الٓمٓ ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ

ژباړه:الف لام میم، دا (قران کریم) پوره کتاب ده، داسې کتاب چې هیڅ شک پکې نشته،( او داسې کتاب ده ) چې پرهیزګارانو ته لار ښايي

الله تعالی په پورته ایت کې د قرآن کريم ډیر جامع تعریف کړی چې دریو خاصو خبرو او ځانګیړنو ته پکې اشاره شوې ده:

۱: دا کتاب یعنې قرآن کریم پوره او کامل کتاب دی.

۲: د کامل والا دلیل یې ذکر کړی او هغه دا چې ځکه پوره کتاب دی چې هیڅ شک پکې نشته

۳: نتیجه یې هم ذکر کړې چې دا کتاب چې کامل او له شک څخه پاک دی¸ نو همدا کتاب نیغه لار هم ده.

همدارنګه دسورة ابراهیم په شروع کې د قرآن کریم تعریف داسې شوی دی:

الٓر ۚ كِتٰبٌ أَنزَلْنٰهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلٰى صِرٰطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ

ژباړه: الف، لام، را. [اې پېغمبره (ص)!] دا (قُرآن) يو كتاب دى چي پر تا مو ددې لپاره نازل کړی دی چي خلك له ترږمېو څخه د رڼا په لور را وباسې. د هغو د رب په توفيق سره، د هغه خداى لاري ته چي زورور او په خپل ذات کې په خپله ستايل شوي دى.

علماوو او د لغت کتابونو هم د قرآن کریم بیلابیل تعریفونه کړي چې خلاصه یې په دې ډول ده:

قرآن په لغت کې مصدر دی چې د قراء، یقرأ، قرأة او قرانا څخه اخیستل شوی چې د لوستل شوي په معنی دی او یا هم د( قرن) له فعل څخه اخیستل شوی چې د جمع شوي په معنی دی.

او په اصطلاح کې قرآن کریم هغه مقدس،کامل او له شک څخه پاک کتاب دی چې د الله تعالی له لوري د جبراییل امین علیه السلام په واسطه پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی، په لوح محفوظ کې په صحیفو کې محفوظ شوی او بشر ته بدون له تحریف او لاس وهنې په تواتر سره رسیدلی دی.

لیکنه: قاري شفیق الله سهاند عمري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب