دقرانکريم حافظان اولوستونکي

د قرانکريم حافظان اولوستونکي د الله تعالى اهل دي
عن أنس رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( إن لله تعالى أهلين من الناس . قالوا يا رسول الله من هم ؟ قال هم أهل القران أهل الله وخاصته ) رواه البخاري
له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دى وائې: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: بيشکه په خلکو کې دالله تعالى اهل شته دي. صحابه کرامو عرض وکړ چې اى دالله رسوله! داکوم خلک دي ؟رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: چې د قرآنکريم اهل د الله تعالى اهل دي.
قرآنکريم به د قيامت په ورځ دخپلو لوستونکوپه هکله سپارښتنه کوي
عن أبي أمامة الباهلي رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ( اقرؤوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعاً لأصحابه ( رواه مسلم)
له ابوامامة رضي الله عنه څخه روايت دى هغه وائې : ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه  اوريدلي دي چې فرمايل به ئې:  تاسې قرآنکريم لولي دا ځکه چې قرآنکريم  به د قيامت په ورځ راشي او د خپلو لوستونکو شفاعت به کوي.

دقرانکريم حافظ به د قيامت په ورځ د قرآنکريم د اياتونو په اندازه  په درجو باندې پورته کيږي

عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( يقال لصاحب القران اقرأ وارتق ورتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرؤها (رواه البخاري)
له عبدالله بن عمرورضي الله عنهما څخه روايت  هغه وائې: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :  د قيامت په ورځ به د قرآنکريم قاري ته ويل کيږي: چې قرآنکريم لوله اوپورته په درجوباندې خيژه اوپه ترتيل سره قرآنکريم تلاوت کوه لکه څرنګه دې چې په دنياکې په ترتيل سره تلاوت کاوه يقيني ده چې ستا منزله اومقام د وروستني آيات له تلاوت کولوسره ده.
د قرآنکريم تلاوت ته پريښتې، سکينه اوالهي رحمت راښکته کيږي
عن أبى هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( ما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله يتلون كتاب الله ويتدارسونه فيما بينهم إلا نزلت عليهم السكينة وغشيتهم الرحمة وحفتهم الملائكة وذكرهم الله فيمن عنده  (رواه مسلم)
حضرت ابوهريرة رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: نه به سره را جمع کيږي يوقوم او ياکوم ټولى په يوه کورکې له کورونو د الله تعالى چې دوى دالله تعالى دکتاب تلاوت کوي او يا ئې په خپل منځ  کې مدارسه کوي مګر دا چې پر دوى الهي سکينه اوارام رانازل شي، الهي رحمت به ئې پټ کړي، پريښتې به ترې ګيره واچوي اوالله تعالى به  د دوى په هغه جماعت کې يادونه وکړي چې له ده سره دى (دپريښتوپه جماعت)
الله تعالى د قرآنکريم د يوه حرف په مقابل کې څوچنده اجراوثواب ورکوي
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم  (من قرأ حرفاً من كتاب الله فله به حسنة ، والحسنة بعشر أمثالها لا أقول (الم) حرف ولكن : ألف حرف ولام حرف ، وميم حرف )
له حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دى هغه وائې: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: څوک چې دکتاب الله يوحرف تلاوت کړي نو د ده لپاره د هغه په مقابل کې يوه نيکې ده اويوه نيکې لس چنده ده زه داسې نه وايم چې الم ټول يوحرف دى لکن الف يو حرف دى لام بل حرف دى او ميم بل حرف دى.
د قرآنکريم د حافظ اکرام په حقيقت کې دالله اکرام اوتجليل دى
عن أبى موسى الأشعري رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن من إجلال الله إكرام ذي الشيبة المسلم وحامل القرآن غير الغالي فيه والجافي عنه وإكرام ذي السلطان المقسط  (رواه البخاري)
له ابوموسى الاشعري رضي الله عنه څخه روايت هغه ويلي دي: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: بيشکه د الله تعالى له اکرام اوتعظيم څخه دا خبره هم ده چې د يوه مسلمان سپين ږيري او د قرانکريم دحافظ عزت وکړل شي، البته هغه قاري اوحافظ چى په قرانکريم کې زياتى کوونکى اوله هغه څخه مخ اړونکى نه وي اوبل دعادل بادشاه اکرام هم دالله تعالى اعزاز اوتجليل دى .
په حديث کې د جافي کلمه راغلې ده او هغه چاته ويل کيږي چې د قرانکريم له تلاوت څخه څنګ کوي ، په درسته توګه يې نه زده کوي، په معنايې ځان نه پوهوي اوعمل پرې نه کوي .
د قرانکريم قاري ته به الله تعالى دعزت اواکرام تاج ورپه سرکړي
عن أبى هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( يجيء صاحب القرآن يوم القيامة ، فيقول يا رب حله ، فيلبس تاج الكرامة . ثم يقول : يا رب زده فيلبس حلة الكرامة ، ثم يقول : يا رب ارض عنه ، فيقال اقرأ وارق ويزاد بكل آية حسنة )
ابوهريرة له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د قيامت په ورځ به د قرانکريم حافظ راشي اووائې به چې اى ربه! ماته جامه راکړه نو الله تعالى به دکرامت تاج ورپرسرکړي بيا به ووائې: چې اى الله! نورهم پکې زياتوالى راوله بيا به الله تعالى دکرامت جامه ورپه سرکړي بيا به وائې چې اى الله! له ماڅخه راضي شه نو ورته وبه ويل شي: چې لوله اوخيژه او د هر يوه ايت په مقابل کې به ورته يوه نيکې ورکول کيږي .
قرانکريم خپل خاوند پورته کوي
قال عمر رضي الله عنه : أما إن نبيكم صلى الله عليه وسلم قد قال : إن الله يرفع بهذا الكتاب أقواماً ويضع به آخرين ) (رواه مسلم)
حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي: چې ستاسې نبې کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: چې بيشکه الله تعالى د دى کتاب په واسطه ډيرقومونه پورته کوي اوځنې نوربيا ښکته کوي.
مولوي امين الله ازره وال

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب