بايو ټکنالوژي (Biotechnology) څه شی دی؟

 

په ژوندیو موجوداتواو دهغوۍ د مختلیفو سیستمونوپر بیالوژیکي پروسو باندي ددي لپاره کار کول چي دبشر دښه ژوند او پايښت لپاره په ښه کیفیت اوزیاته اندازه سره تولیدات او غذایي توکي لاس ته راسي، بایوټکنالوژي ورته ویل کیږي. د دي علم پخواني کارکوونکي ټول کروندګر وه چا چي د حیواناتونسلونه د د دوه رګه نسل نیوني (Cross breeding) یا نباتاتو تخمونه د دوه رګه ګرده اچوني (Cross pollination) له لاري اصلاح کړي وه. په اوسنیو وختونو کي بایو ټکنالوژي په ډیرو پرمختللو وسایلواو پیچلي شکل سره وده کړي ده.

بایو تکنالوژي داستعمال د ځایونو له مخي پر څلورو ښاخونو ویشل سوي ده .

  1. سره بایوتکنالوژی یا Redbiotechnology:
    په سره بایوتکنالوژي کي د طب دعلم هغه پروسې شاملي دي د کوم په واسطه چي د یو ژوندي موجود څخه مختلف درمل لاسته راځي لکه دځینو فنګسونو څخه چي انټی بایوټیک لاسته راځي یا د Stem cells استعمال چي د خراب یا زخمی سویو انساجو د ترمیم لپاره ورڅخه استفاده کیږي اوداسی نور .

  2. سپینه بایوټکنالوژی (White (also called gray) biotechnology) :
    په سپینه بایوتکنالوژي کی د نوو کیمیاوي موادو د تولید ، د وسایطود سونګ توکو یا تیلو او دهغوي دلاسته راوړلوپر پراختیا او دهغوی د پروسو څخه بحث کوي.

3 زرغونه بایوتکنالوژی (Green biotechnology ) :
زرغونه بایوټېکنالوژي په کرنه کي استعمالیږي چي د آفاتواوامراضو په مقابل کي مقاومت ،دیوي ورایټئ څخه وبلي ورایټئ ته د جینونو انتقال، چټک تکامل او زیات تولید یي مهم اهداف دي .

  1. شنه بایو تکنالوژی (Blue biotechnology) :
    ددی علم په مرسته دبحري ژوندیو موجوداتو غذایي توکي، دهغوي زیاتوالئ او چاپیریال تر څیړني لاندي نیول کیږي.
    دنوروپرمختللیو ټکنالوژیو په څیر بایو ټکنالوژي هم ځیني منفي اړخونه لري، که چیری ناوړه استفاده ورڅخه وشي لکه: human cloning ، Embryonic stem-cell research او داسی نور.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب