اخلاقنیکي او ګناه

له نامحرمو څخه د سترګو ساتل

د اسلام په انسان جوړونکي مکتب کې پاک لمني له اوچتو انساني ارزښتونو څخه شمېرل کېږي، چې په مقابل کې يې بې عفتي او بې حيايي په کلکه توګه محکوم شوي، اسلام له هر څه نه مخکې په خپلو لارښوونو سره جنسي او شهواني مسائل کنترول کړي دي، مسلمان يې عفت او پاک لمنۍ ته دعوت کړي دي، نو په حکمت او تدبير سره يې د انحراف او بې لارۍ لارې چارې له منځه وړې، همدارنګه خپلو پيروانو ته لارښوونه کوي، چې له بې عفتۍ څخه ځانونه وساتي او همدارنګه له ښځو څخه غواړي چې د سړيو د بې لارۍ اسباب او وسائل برابر نکړي.

نو په همدې موخه يې ټولې هغه لارې چارې تړلي، چې د هغو په وسيله انسان په فحشاء او بې حيايۍ اخته کېږي، يو له هغو لارو څخه چې انسان د بې حيايۍ په کندو کې خورځوي، د انسان سترګې دي، نو اسلام خپل پيروان له دې څخه منع کړي چې نامحرمو وګوري، ځکه دا د دې سبب ګرځي چې انسان په فحشاء او منکراتو کې اخته او ککړ شي، الله جل جلاله فرمايي: “قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ * وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ” د النور سورت (٣٠-٣١) آيتونه، ووايه اى محمده صلى الله عليه وسلم مومنانو ته چې خپلې سترګې ښکته کړي او خپلې شرمګاوې وساتي، دا کار د دوى لپاره پاکونکى دى، په تحقيق سره الله تعالى په هغه څه چې دوى يې کوي خبردار دى او همدارنګه مومنو ښځو ته ووايئ چې خپلې سترګې ښکته وساتي او خپلې شرمګاوې وساتي.

د جنسي فساد او انحرافاتو اساسي پل د انسان غلط او ناروا نظر او کتل دي، ناوړه نظر کول د انسان په زړه کې د شهوت تخم رازرغونوي او انسان په فساد او انحراف اخته کوي او رسول الله صلى الله عليه وسلم نامحرمو ته کتل د زنا يو قسم بللى دى او فرمايي: عَنْ أبي هُريْرةَ رضي اللَّه عنْهُ عنِ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَال: كُتِبَ على ابْنِ آدم نَصِيبُهُ مِنَ الزِّنَا مُدْرِكٌ ذلكَ لا محالَة: الْعَيْنَانِ زِنَاهُمَا النَّظَر، والأُذُنَانِ زِنَاهُما الاستِماع، واللِّسَانُ زِنَاهُ الْكَلام، وَالْيدُ زِنَاهَا الْبَطْش، والرَّجْلُ زِنَاهَا الخُطَا، والْقَلْب يَهْوَى وَيَتَمنَّى ، ويُصَدِّقُ ذلكَ الْفرْجُ أوْ يُكَذِّبُهُ ». متفقٌ عليه.
له ابي هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دى: د بني آدم لپاره له زنا څخه خپله حصه ليکل شوى ده، خامخا به هغې ته رسيږي، د سترګو زنا نظر کول دى، د غوږونو زنا غوږنيول دي، د ژبې زنا خبرې کول دى، د لاس زنا لاس لګول دى او د پښې زنا قدم وهل دى او زړه آرزو او تمنى کوي او شرمګاه يا د هغې تصديق کوي يعنې عملي کوي يې او يا يې تکذيب کوي يعنې نه يې عملي کوي.

له دې مبارک حديث شريف نه معلوميږي چې نامحرمو کسانو ته کتل هم کمه ګناه نه ده بلکه دا هم یو ډول زنا ده، البته له عملي زنا څخه به يې ګناه کمه وي، مګر له سختو ګناهونو څخه شمېرل کېږي ځکه چې دا د عملي زنا لپاره لاره هواروي او د دې باعث ګرځي چې انسان په عملي زنا کې واقع کړي، نو په همدې سبب د سدالذرايع پر اساس بايد له دې کار څخه په جدي توګه ډډه وشي، تر څو مسلمان له هغو لارو چارو څخه وساتل شي کومې چې د فحشاء او منکراتو خوا ته تللې دي.

او د يوسف عليه السلام په قيصه کې هم مسلمانانو ته دغه عبرت پورت دى چې د يوسف عليه السلام مقام او مرتبه په پاکلمنۍ کې نغښتې وه، الله جل جلاله د هېڅ بل پيغمبر قيصه دومره په تفصيل سره په قرآن کريم کې نه ده بيان کړې يواځې او يواځې د يوسف عليه السلام قيصه يې دومره په تفصيل سره بيان کړې ده، د دې علت او سبب همدا دى چې د يوسف عليه السلام په قيصه کې دا عبرت پورت دى چې د داسې سختو شرائطو په مقابل کې یې له استقامت څخه کار واخيست چې د فحشاء او بې حيايۍ ټول اسباب او وسائل هم ورته برابر وو، په داسې حالت کې چې د منکراتو او فحشاء ټول وسائل انسان ته برابر شي او بيا انسان له ګناه څخه ځان وساتي، واقعاً چې دا د کلک ايمان نښه ده او همدارنګه په دې کې دا اشاره هم شته چې هر مسلمان بايد د يوسف عليه السلام په نقش قدم، قدم کېږدي او هغه وخت له ګناهونو څخه ځان وساتي چې د ګناه ټول اسباب هم ورته برابر شي، چې په نتيجه کې به الله تعالى ورته د دنيا او آخرت کاميابي ورپه برخه کړي او بله مهمه نکته چې د يوسف عليه السلام په قيصه کې ورته اشاره شوې ده هغه دا ده چې د ګناه څخه د منع کېدو لپاره بايد مسلمان د الله تعالى څخه مرسته او کمک وغواړي ځکه چې د الله تعالى له مرستې او کمک پرته هېڅ کار کول ممکن نه دي، الله تعالى په دې اړه فرمايي: “وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ” د يوسف سورت (٢٤) آيت.

ژباړه: په تحقيق سره زليخا له يوسف عليه السلام سره د بدکارۍ اراده وکړه او يوسف عليه السلام به هم اراده کړى واى که چېرې د الله تعالى واضح دليل يې نه واى ليدلاى، دا کار مو د دې لپاره وکړ چې له يوسف عليه السلام څخه بدکاري او فحشاء ليرې کړو، په تحقيق سره يوسف عليه السلام زمونږ د مخلصو بندګانو له ډلې څخه و.

دلته په واضحه توګه الله تعالى له يوسف عليه السلام سره د خپل کمک او مرستې يادونه کوي او وايې که چېرې زمونږ کمک او يوسف عليه السلام ته د برهان ښودل نه واى نو يوسف عليه السلام به هم د دې کار اراده کړې واى، مګر الله تعالى په خپله مرسته او کمک يوسف عليه السلام له دې لويې ګناه څخه وساته، نو په همدې اساس هر څوک چې له کوم منکر کار مخامخ کېږي بايد له قوى عزم او ارادې سره سره له الله تعالى څخه مرسته او کمک هم وغواړي چې الله تعالې يې له دې ناروا کار څخه وساتي.

له نامحرمو څخه د سترګو ساتلو یوه لویه وسیله دا هم کېدای شي، چې مسلمان له هغو ځايونو څخه ځان وساتي چېرته چې په کېناستو او ګډون سره يې سترګې په نامحرمو باندې لګيږي، د مثال په توګه له هغه مختلط نظام سره بايد خپلې اړيکې وشلوي او هلته کار ونکړي چې هلته ښځې او سړي په داسې توګه سره یو ځای ژوند کوي، چې د ستر او پردې لپاره پکې هېڅ کوم انتظام نه وي موجود او مختلط او ګډ نظام دومره خپل اخري اوج ته رسيدلى وي چې د فحشاء او منکرات ويره پکې زياته شوي وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې موخه صحابه کرام په لارو کې له کناستو څخه منع کړي وو، تر څو یې په نامحرمو ښځو باندې نظر ونه لګيږي او که چېرې څوک کیني، نو بیا باید د خپل نظر حفاظت وکړي، په دې اړه داسې فرمايي: عنْ أبي سعِيدٍ الخُدْرِيِّ رضي اللَّه عنْهُ عَنِ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَال: « إيَّاكُمْ والجُلُوسِ في الطُّرُقَات، » قَالُوا: يَارَسُول اللَّه مالَنَا مِنْ مجالِسِنا بُد: نَتَحَدَّثُ فيها. فَقالَ رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « فإذا أبَيْتُمْ إلاَّ المجْلِس، فأَعْطُوا الطَّرِيقَ حَقَّهُ » قَالُوا: ومَا حَقُّ الطَّرِيق يَارَسُولَ اللَّه؟ قَال: « غَضَّ البصر، وكَفُّ الأذَى ، وردُّ السَّلام، والأمْرُ بِالمَعْرُوفِ والنَّهىُ عنِ المُنْكَرِ » متفقٌ عليه.

ژباړه: له ابي سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايل دي: “ځانونه د لارې له کيناستلو څخه وساتئ، صحابه کرامو وویل: اى د الله تعالى رسوله! صلى الله عليه وسلم مونږ له دې ناستي څخه خلاصۍ نه لرو، هلته (د قضایاو او مسایلو په اړه) خبرې کوو، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې تاسې له دې کار څخه نه منع کېږي، نو د لارې حق اداء کړئ، صحابه کرامو وويل: اى د الله تعالى رسوله! صلى الله عليه وسلم د لارې حق څه دى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د سترګو ساتل، د ضرري او مضرو شيانو ليرې کول، د سلام ځواب ورکول، په نيکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول.

لیکنه: مجیب الرحمن عاصم

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: