شيدې مغزو ته ډېرې اړينې دي

شیدې د مغز و لپاره دومره اړینې دي لکه د موټر لپاره چې تیل اړین دي .

د امریکايي پوهانو څیړنو وښوده شیدې د انسان د مغز له زړیدو او له کاره لویدو څخه مخنیوی کوي .
په راپور کې راغلي هره ورځ د یو ګیلاس شیدو څښل د ذهن او حافظې له ښه کیدو سره ډیره مرسته کوي او کولای شي د مغز د حجرو له زړیدو او مرګ څخه مخنیوی وکړي .
د ماین پوهنتون څیړونکو په ۹۰۰ نرانو او ښځو چې له ۲۳ تر ۹۸ کلونو عمرونه ېې درلودل څيړنې وکړې او د څيړنو پایلو وښوده هغه کسانو ته چې هره ورځ شیدې ورکړل شوې وې د هغو کسانو په پرتله چې شیدې ېې نه وې مصرف کړې د مغزو حجرې ېې سالمې وې دې کسانو دحافظې ښه والي په آزموینه کې د نورو په پرتله پنځه برابره ښه ځوابونه ورکړل .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب