مسلمانو نجونو ته څو د زړه خبرې

 خورکۍ:

  •  لمونځ پر خپل وخت ادا کوه، الله جل جلا له تل یاد ساته، توبه او استغفارمه هېروه، د قران عظیم الشان تلاوت کوه ځکه د قران تلاوت د زړه نور زیاتوی
    او غمونه له منځه وړی
  •  له نامحرمو خلکو سره ټيلیفوني اړیکې مه ساته ځکه داسې اړیکی ورو ورو د فساد او فتنې سبب کیږی
  •  غیبت کول، د یوه خبر و بل ته وړل، ناوړه خبرې، او بد رد ویل د دوزخ د اور سبب ګرځي
  •  د لنډو او نريو جامو اغوستل ناروا دي او د دوزخ د اور سبب کېږي
  •  د ښکلو او رنګینو جامو اغوستل دعلماوو له خوا منع شوي. دا ډول جامې د فتنی او فساد اصلي لامل ګڼل کیږی
  • کورته د نامحرمه کس رواستل د کورنۍ د ویجاړۍ سبب ګرځي
  • د ناروا سندرو د اوریدلو او بې ځایه خبرو له کولو څخه ځان ساته او ټول غړی دی له هغه څه نه چه الله تعالی حرام کړی دي وساته
    ځکه همدا غړي به د قیامت په ورځ کې پر تا شاهدی وايي
  • د هغو مجلو له مطالعی ځان ساته چې د ټولنې د ارزښتونو پر ضد خپرونې کوي
  • د بدو ملګرو له ملګرتیا ځخه ځان ساته ځکه په دې کې نه د دنیا او نه آخرت ګټه نغښتې اویواځی د انسان د ګناه د زیاتوالی سبب کیږي او بس
  • په ناروا مراسمو اوجشنو کې ګډون مه کوه چې د الله تعالی د نافرمانۍ سبب ګرځي
  • د نارینه ووپه شان د ځان ښودلو څخه ډډه کوه اوویښتان مه لنډوه
  • څو چې دالله نافرمانی پکی نه وی د میړه اطاعت کوه
  • کوښښ کوه چې د میړه په نشتوالی که د کورښه ساتنه وکړې
  • په بازار او نورو ځایونو کې له ناشرعي اختلاطه ډډه کوه
  • د خاوند او کورنی پټ رازونه مه افشاء کوه
  • د لویوالي، فخر اوغرور څخه ځان ساته
  • د میړه له اجازې پرته له کوره مه ووځه اوله زنا ځنی ځان ساته ځکه زنا د کبیره ګناهونو له ډلې څخه ده
  • کوډګر اوفالبین ته له ورتلو ځان وساته
  • له کوره د باندې عطر وهل حرام دي. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي:
    (د حديث مفهوم) هغه ښځه چې له کوره د باندې عطر وهي او بوی يی نامحرمو کسانو ته ورشي نو په حقیقت کی دغې ښځې زنا کړې

  • د الله ج په خلقت کی تغيیر مه راوله ځکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر هغو ښځو لعنت ویلی چی د ښایست په موخه
    د غاښونو ترمنځ جلاوالی راولی او وروځی نرۍ کوي
  • داسی مواد مه کاروه چې د بدن پوست ته د اوبو له رسیدو څخه مخه نيسي لکه د نوکانو رنګول اونور

 ګرانی ایماندارې خوری !

  •  لمونځ پر خپل وخت ادا کوه
  • الله ج تل یاد ساته، توبه او استغفارمه هیروه
  •  دقران عظیم الشان تلاوت کوه ځکه د قران تلاوت د زړه نور زیاتوی او غمونه له منځه وړی
  • د اسلامی کتابونو مطالعه د خپل ژوند عادت کړه
  • په هرځای کی داسلامی جامو اغوستل خپل عادت کړه
  • د سهاراو ماښام ذکر له یاده مه باسه
  • رښتیا ویل او د حق منل خپل عادت کړه
  • د اولاد روزنه دی د اسلامی تعليماتو سره سمه کوه چې په دنيا او آخرت کې دې په کار شي
  •  د میړه اطاعت اودهغه د پټو رازونو ساتنه دالله ج په وړاندې لوی اجر او ثواب لري
  • د یتیمو کوچینیانو روزنه، د خپلوانو سره ښه سلوک او رویه خپل عادت کړه.

دا مضمون له www.sunni-news.com سايټ څخه ژباړل شوی دی.

اصلاح انلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب