لمر ګلی کور| کور چې لمر پسې تاوېږي

د نړۍ ډیرو هیوادونو طبیعت تر ډیره په خپله ګټه کارولی. لمر، باد او باران یې تر يوې کچې اېل کړي او د خپل ژوند لپاره یې ترې بشپړه ګټه اخیستې ده.

د استرالیا په Canberra ښار کې انجنیرانو داسې یو کور جوړ کړی چې د لمرګلي غوندې په لمر پسې تاویږي، د لمر انرژي جذبوي، بريښنا ترې جوړوي او اوبه پرې ګرموي.

دا کور په یوه خوځنده بنسټ باندې چې ۱۷۳ مترمربع مساحت لري؛ رغول شوی او څلور د خوب خونې، دوه تشنابونه، یو پخلنځی او يو ستر سالون لري.

د بام په سر یې 24 دانې لمریزې دړې چې د کور لپاره د ټول کال په اوږدو کې پوره بریښنا برابروي؛ نصب شوې دي.

دا کور د باران اوبه هم نه پریږدي چې بې ځایه لاړې شي. د دې کار لپاره یوه شل زره لیتريزه د اوبو زېرمه تر ځمکې لاندې ځای پر ځای شوې چې د کال په اوږدو کې د باران اوبه پکې ټولیږي. دا اوبه بیا د تشناب، کالیو مینځلو او د ګلانو د اوبه کولو لپاره کارول کېږي.

ددې کور بیه تر 1.2 ملیون ډالرو پورې رسیږي.

راځی وګورو چې موږ لمر، باد او بارن څنګه تر خپلې وسې ایل کولای شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب