مور شېدې او ذکاوت او سرطان مخنیوی| قرآن علمي اعجاز

دمور شېدې اوذکاوت:

څېړنو ښوولې چې د ذکاوت پراختیا په هغو ماشوم انو کې چې دمور له شېدونه ګټه اخلی له نوروماشومانو نه ډیره وی . جيمز اندرسن دکنتوکی له  پوهنتون څخه دا تجربه وکړه چې دمور دشېدو خوړونکو د ذکاوت ضریب  IQ دهغو ماشومانو څخه چې پوډری شېدې خوری ۵ نمرې زیات دی .تجربې ښوولې چه دغه اغېزی په هغو ماشومانو کې شته چې لږترلږه شپږ میاشتې یی دمور شېدې رودلې وی. اوهغو کسانو چې له اتو اونیو لږ دمور شېدې رودلې دهغوی په ذکاوت کې کوم ځانګری بدلون نه لیدل کېږی.

آياد مورشېدې له سرطان سره مقابله کولای شی؟

د هغو څېړنو په پایله کې چې ترسره شوی دا ثابته شوې چې د مور شېدې ماشوم له سرطان څخه ژغوری. پروفيسر لوند کاترينا سونبورگ دسويدن له  پوهنتون نه دمور په شېدوکې یوه معجزه لرونکې اغېزه ومونده . دمور په شېدو کې یو پروتین شته چې سرطانی حجرې وژنی ، په داسې حال کې چې نارملو حجروته کوم ضرر نه رسوی . ددې پروتین داغېزې په  میکانیزم تراوسه څوک نه دی پوه شوی.
پوهانود نوې زېږېدلی ماشوم کولمې چې دمور شودې یی رودلې تر مطالعې لاندې ونیولې . په دې پوه شول چې دمورشېدې دپنوموکوک میکروب چې په ماشوم کې دسېنې دناروغۍ لامل ګرځې له مېنځه وړی . برسېره پردې هغه ماشومان چې دمور له شېدو نه ګټه اخلی ډیر لږ داورېدوپه ستونزو اوسېنې په انتاناتو اخته کېږ ی. دمورشېدی ماشوم دسرطان په وړاندې حمایه کوی اوپوهان دی ته هم متوجه شول هغه ماشومان چې له پوډری شېدونه ګټه پورته کوی نهه ځلې ډېر له نورونه دسرطان په ناروغی اخته کېږی. دمور په شېدو کې پروتین په دقیقه توګه سرطانی حجره مومی اوهغه له مېنځه وړی. دغه پروتین د  Alphalactalbumin يا Alpha- Lac په نامه یادېږی.  الفالک دداسې پروتینو له لارې تولیدېږی چی په شیدو کې د قند لکتوز په جوړیدوکې مرسته کوی.

 دادالله (ج) یوه لورېنه ده :

دمورد شېدو دګټو یوه بل اړخ دادی چې ماشوم باید له هغه نه دوه کاله ګټه واخلی . دغه معلومات چې په دا وروستیو وختو کې پوهان پرې پوه شوی څوارلس پېړۍ مخکې قرآن تبلیغ کړی.
مېندې باید ماشومانوته پوره دوه کاله   شېدې ورکړی که غواړی چې د شېدې ورکولو وخت بشپړکړی(البقره ۲۳۳).

مورکله هم دشېدوجوړولو لپاره هوډ نه کوی اونه هم په شېدو کې دم وجودومغذی موادو دجوړیدو لپاره هوډ کولای شی چې ماشوم ته ډېراړین دی..  الله (ج) دهرچا په اړتیا پوهېږی اوله خپل رحمت نه یی برخمن کوی اود مورشېدې هم دماشوم داړتیا مطابق په مور کې پیداکوی.

 دتل تازه خوړو په هکله حقیقتونه:

یوشمېر نورې ګټې هم د مور په شېدو کې شته . ماشوم دخپلې ودې په بېلابېلوپړاوونو کې بېلابېلو موادو ته اړتیا لری ، اود مورشېدې تل د دغو اړتیاوو پربنسټ خپل مواد بدلوی. د مور شېدی تل د خوړلو لپاره چمتووی اود تودوخې مناسبه  درجه لری. په دغو شیدو کې شته غوړ اوشکر د دماغ دپراخیتا لپاره ښه زمینه برابروی اوکلسیم یی دماشوم دودې لپاره بنسټیز رول لری.
سره له دې چې دشېدو په نامه یادېږی خو ددغو بې ساری خوړو په جوړښت کې تر ډېره بریده اوبه ونډه لری ، اودغه ټکی ډیر مهم دی ځکه چې شېدې خوړونکی هم له شېدو پرته اوبو ته اړتیا لری. هغه روغتیاساتنه چې دمور په شېدو کې شته په اوبو اونورو خوړوکې نه شی مراعاتیدلی.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب