د ښځو لپاره د کور په پاکوالي کې ځيني د پام وړ ټکي

د کور د پاکوالي او صفايي په وخت ټولو شيانو او وسايلو ته پاملرنه وکړﺉ، کله موږ داسي فکر کوو چي ځيني شيان پاکوالي ته اړتيا نه لري، د بېلګي په توګه مصنوعي ګلدانۍ چي له پلاستيکه جوړه شوې وي. خو کېدی شي په دغه ګلدانۍ او يا هري بلې داسي وسیلې کي دومره خاوري را ټولي شوې وي چي په راپورته کېدو سره تاسو وټوخوي. نو پکار ده چي هر شی پاک کړی شي.
۲- د ټیلفون پاکول مه هېروﺉ ځکه چي څېړونکو جوته کړې چي د ټیلفون غوږۍ کولی شي د ويروس یا باکتريا د لېږدوني لامل شي چي همدغه ویروس ستاسو په شونډو له لګېدو وروسته ستاسو خولې ته ننوځي.
۳- د بېکاره شيانو سطل یا آشغال دانۍ هغه که په پخلنځي کي هم پروت وي بايد پاک وساتل شي. يوه ټکي ته بايد پام وکړو چي د خاورو او بېکاره شيانو دباندي وړل او له سطل څخه د هغوی تويول دغه سطل نشي پاکولی. خپله ستل هم بايد په ټاکليو مهالونو کي پاک او صاف ووينځل شي.
۴- د حمام پردې هم بايد پاکي وساتل شي دا ځکه چي دغه پردې په مرطوب يالامده ځای کي وي چي کېدی شي په ميکروبونه پکي وده وکړي.
۵- که په کور کي د لوښي وينځلو ماشين لرﺉ د هغه پاکوالی مه هېروﺉ، دغه ماشين بايد په يوه ټاکل شوي مهال کي هر وخت يو ځل پاک شي، ټول خيري يې بايد راويستل شي او دميکروب ضد دارو پرې ووهل شي.
۶- بالشتونه او توشکونه هم بايد په خپل وخت سره پاک شي، کله داسي پېښېږي چي توشکونو يا بالښتونو ډېري خاوري نيولې وي چي کله پښه پرې کېښودل شي هغه خاورې پورته کېږي او تاسو يې تنفس کوﺉ. بالښت هم په همدې ډول کله چي تاسي سر پرې ږدﺉ د هغه خاورې ستاسو خولې او پزې ته تلای شي.
۷- دسترخوان، هغه ټوټي چي موږ وچه ډوډﺉ پکي ساتو او يايي د هغه په سر خورو بايد ډېر پاک وساتل شي. که چېرته د دغه ټوټي رنګ سپين وي ډېره به ښه وي، ځکه که چېرته هغه خيرنېږي نو خيری به يې له ورايه معلومېږي او موږ به يې ژر ژر وينځو

سپوږمۍ هاشمي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب