ايا د کور کارونه بايد يوازې ښځې وکړي؟

سوال:
محترمو علماء کرامو، السلام عليکم
زه هميشه د اسلام له نظره دښځو د دندو په اړه اورم، مګر هيڅوک د مېړونو د مسووليتونو په اړه نه غږيږي. د مېړه مسووليت د هغه د ښځې په وړاندې څه دى؟ ايا هغه يوازې د هغې لپاره مالي مسووليت لري او که داسې وي، نو دا بسنه کوي؟ څوک به کور رنګوي، فصل به څوک ريبې، ماشومان به څوک تربيه کوي، څوک به پخلې کوي، څوک به جامې وينځې او اوتو کوي  ؟ زه ګورم چې ټول يا اکثره نارينه مسلمانان په امريکا کې مسجدونو ته د لمانځه لپاره ځي، په داسې حال کې چې د هغوي ښځو ته نور مسووليتونه ورپه غاړه دي. دا لږه د حيرانتيا خبره ده چې اکثره غربي ښځې په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه انديښنه لري او له دې ويرې چې دوي به د نارينه مسلمانانو وينځې شي،له اسلام راوړلو مخ ګرځوي.
فاطمه، له المغرب څخه
جواب :
جزاکم الله خيرآ
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلى على رسوله الکريم اما بعد
ګرانې خورې، له تانه ډيره مننه چې دا ډول پوښته دې مطرح کړه چې د اسلام د ريښتينې درسونو د خوريدو په اړوند ستا د ليوالتيا ښکاروندي ده.په دنيا او اخرت کې د سوکاله او خوښ ژوند لپاره  واده، د ميرمن او ميړه تر منځ يو دوه اړخيز او شريک ژوند دى.  سربيره پر دې، دواړه ښځه او خاوند يو دبل پر وړاندې حقوق او مسؤليتونه لري.
الله جل جلاله په قران کريم کې فرمايلي : او هغوي (ښځې) د هغو(سړيو) په څير حقوق پر هغو لري….) سورة البقره(٢٨٨)

ستا د دې پوښتنې په ځواب کې، د جدې د اسلامي فقه ټولنې د اسلامي کانفرانس مرستيال مشر، مفتي محمد تقي عثماني، ويلي دي:

وړاندې له دې چې ستاسې ځانګړو پوښتنو ته ځواب ووايو، غواړم چې يوه مهمه نقطه روښانه کړم چې په داسې حالاتو کې بايد هميشه په نظر کې ونيول شي. يو کس بايد د اسلامي ښوونو او د مسلمانانو د اعمالو تر منځ توپير وکړي. بدبختانه، موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې اکثره مسلمانان د اسلام د ارزښتناکو ښوونو په اړه هيڅ معلومات نه لري او په روزمره ژوند کې يې نه پلي کوي. د دې پر ځاى هغوي د بيلابيلو هغوکلتورنو نه، چې دوي په کې ژوند کوي، اغيزمن شوي دي. نو ويلى شو هر هغه څه چې مسلمان تر سره کوي اسلام ته نه شو منصوبولاى.

همدارنګه کله چې د اسلام د ارزښتونو په اړه غږيږو، په کار ده چې د نن زمانې د مسلمانانو اعمالو ته ونه ګورو او د هغې پر ځاى اسلامي اصولو ته چې په قران کريم او نبوي سنتو کې واضح شوي مراجعه وکړو. دا روښانه ده که مسلمانان د شريعت هدايات پريږدي نو دا د دې ښکاروندوي نه ده چې ګوندې په شريعت کې نيمګړتيا موجود ده. دا د هغو تيروتنه ده چې د اسلامي هداياتو څخه بې برخې پاتې شوي دي. د دې اساسي نقطې په نظر کې نيولو سره، ستا د پوښتنو ځوابونه په لاندې ډول دي:

د واده په اړه د قران او سنتو د مطالعې څخه دا روښانه کيږي چې د واده تړون د ميرمن او مېړه تر منځ يو دوه اړخيز تړون دى چې هر يو يې حقوق او مسؤليتونه لري. قران کريم په دې اړه داسې واضاحت کوي: ( او ښځې د هغوي د مسؤليتونه په څير حقوق لري…)  دالبقره سورة، ٢٢٨ ايت

له دې ايت نه دا څرګنديږي چې د مېړه په وړاندې د کورودانې مسووليتونه د هغې له حقوقونه چې ترې ګټمنده کيږي، کم نه دي. قرآن عظيم الشان د ښځې په وړاندې د خاوند مسووليتونه په يوه وړه جمله کې چې مېړه بايد د خپلې ميرمنې سره ښه چلند وکړي ،راخلاصه کړي دي. دالبقره سورة، ٢٢٩ ايت

په بل ځاى کې قران کريم مېړه ته په لاندې ډول لارښوونه کوي: له هغو (ښځو) سره په ښه توګه ژوند تير کړئ. سوره النسا‌‌ء ١٤ ايت

نو ويلى شو چې دا درسته خبره نه ده چې اسلام د مېړه په پرتله په ښځې د مسووليتونو په اړه ډير زور اچولى دى. برعکس، پيغبر صل الله عليه وسلم په خپلو ډيرو احاديثو کې دنارينه و په پرتله  ښځو د حقوقو په اړه ډيرتاکيد کړى دى. موږ دهغې څو بيلګې ستاسې مخې ته ږدو:
1.    نبي کريم صل الله عليه وسلم فرمايلي دي ( ستاسې تر منځ هغه څوک غوره دى چې له خپلې ښځې سره ښه چلند کوي) الترمذي
2.    همدارنګه هغه فرمايلي دي ( هيڅ مسلمان بايد له خپلې ښځې نه کرکه ونه کړي. که چيرې هغه د هغې ځينې صفات نه خوښوي، هغه ممکن نور داسې صفات په هغې کې ومومي چې د ده خوښ وي.) المسلم
3.    هغه صل الله عليه وسلم فرمايلي( دښځو په اړه زما نصيحت واورئ! تاسې بايد له هغوي سره په انصاف وچليږئ) الترمذي

دا بيلګې د ښځې د حقوقو په اړه د نبي عليه السلام د زياتې توجه د څرګندونې په باره کې کفايت کوي تر دې پورې چې هغه د حجة  الاوداع په وخت د خپل اخري وعظ يوه مهمه برخه د ښځې په وړاندې د مېړه د مسووليتونو روښانه کولو، تفصيل ورکولو او تاکيد ته ځانګړې کړې وه.

ته وايې چې په نننۍ ورځو کې په ښځو د کور کارونه لکه پخلي کول، د کور پاکول او د ماشومانو روزل ورپيټې شوي دي په داسې حال کې چې سړي يو نيم وار په دې کارونو کې له دوي سره مرسته کوي. په دې ځاى کې غوره ګڼم چې د ښځې د کاله د کارونو د مسووليتونو په اړه د اسلام درست هدايات ياداوري کړم.

له هر څه وړاندې، د اسلامي لارښوونو سره سم، دا د ښځې قانوني مسووليت نه دې چې پخلى او يا د کور نور کارونه وکړي او که چيرې ښځه د کور د کارونو له کولو انکار وکړي نو مېړه دا حق نه لري چې خپله ښځه د هغې په کولو مجبوره کړي. مګر د قانوني حکمونو پرته، اسلام د مېړه او ښځې دواړو لپاره څه اخلاقي لارښوونې لري چې د هغې په رڼا کې دوي د ملګرو په ډول خپل ژوند تيروي او هغه يوازې قانوني غوښتنو پورې نه منحصروي. دوي بايد يو له بل سره د امکان تر حده د ارام او  ګډ ژوند تيرولو لپاره لاسونه ورکړي. اسلام دواړه، مېړه او ښځه، دې ته رابلي چې د ورځنيو ستونزو په هواري کې يو بل سره مرسته او همکاري وکړي. نو د دې لپاره دوي ته توصيه کيږي چې د همکاره ملګرو په ډول ژوند تير کړي او خپل ضروري کارونه د کار د اسانتيا لپاره په خپلو منځو کې وويشي. ښځه بايد د کور چارې پر مخ بوځي او خاوند له کوره بهر کارونه تر سره کړي. د کارونو دا ډول ويشنه د نبي عليه السلام د زمانې په مسلمانانو کې مروج وه.

آن فاطمې چې د نبي کريم صل الله عليه وسلم ګرانه لور وه، د کور ټول کارونه په يوازې سرکول او د هغې شريف مېړه، علي کرم الله وجهه ، د کور بهر کارونه تر سره کول. نبي کريم صل الله عليه وسلم هيڅکله هم په دې اړه کومه نيوکه نه وه کړى، بلکې خپله لور به يې هڅوله چې د کور ټول کارونه په يوازې ځان تر سره کړي.

د قانوني نقطې نظره دا درسته خبره ده چې يوه ښځه ښايي د پخلي او يا د کور له نورو کارونو کولو انکار وکړي مګر له بل پلوه مېړه ممکن ښځې ته د خپلوانو د ليدلو اجازه ورنه کړي. که چيرې دواړه همداسې خپل قانوني تړاو پورې منحصر پاتې شي نو له امکانه لرې ده چې د دواړو تر منځ دې  دوه اړخيز پوهاوى او هم جانبه همکاري رامنځ ته شي.

ځکه نو ښځې ته په کار دي چې د کور د کارونو کول د خپل ځان لپاره سپکاوى ونه ګڼي. په حقيقت کې د کور په کارونو کې  د هغې فعاله برخه اخيستنه په ټولنه کې د کورنۍ د ټينګښت لپاره بنسټيزه سرچينه ده. دا نه يوازې د هغې د کورنۍ لپاره بلکه په مجموع کې د ټول ملت لپاره يو ستر خدمت دى ځکه چې د يو ملت اصلاح او پرمختګ په اسان کورني سيستم پورې تړلى دى. دا ډيره د حيرانتيا خبره  ده چې د يوې ښځې لپاره د کاله نا څيزه کارونه کول سپکاوي او وروسته پاتې والى وګڼل شي او په تياره کې سلګونو بيګانه و ته ډوډۍ برابرول ازادي، ترقي او خپلواکي وګڼل شي.

اوس مهال غربي ملکونه د کورنۍ دبيلتون د يو ډاروونکي حالت سره لاس او ګريوان دي. د هغوي مشران د هغه زيانونو په اړه چې د ښځې او مېړه تر منځ د ګډې همکارۍ د نشتوالى او د هغوي د طبعي، بيولوژيکي او ديني غوښتنو په نظر کې نيولو سره د دندو په ټاکلو کې د پاتې راتلنې له کبله رامنځ ته شوي دي، ډير انديښمن دي.

لنډه دا چې د ښځې ژوند په قانوني توګه د کاله کارونو پورې منحصر نه دى. مګر دا به د هغې لپاره ښه وي چې د خپلې کورنۍ او په مجموع کې د ټولنې  سره د همکارۍ په ډول د کور کارونه په وياړ تر سره کړي چې په اخرت کې به يې بدله ومومي.

له دې سره جوخت، مېړه بايد هميشه په ياد ولري چې د کور د کارونو کول د هغه د ښځې قانوني دنده نه ده چې هغه به يې تر سره کوي البته دا دهغې د خپلې خوښې کار دى چې هغه يې د خپلې کورنۍ د بهبود لپاره کوي. نو ځکه مېړه ته ښايي چې د خپلې ښځې د پيرزوينې قدرداني وکړي او دا د هغې قانوني دنده ونه ګڼي. همدارنګه هغه بايد د کور ټول کارونه هغې ته پرې نه ږدي. مېړه بايد د هغې لپاره که ممکن وي خدمتګاران ونيسي او بايد خپله له هغې سره د کور په کارونو کې مرسته وکړي. په ګڼ شمير متواترو حديثونو کې راغلي چې نبي کريم صل الله عليه وسلم د هغه غټو مسووليتونو سره سره چې هغه ته ورپه غاړه ول، د کور ډير کارونه لکه د وزو لشل او خپلې جامې وينځل په خپلو مبارکو لاسونو تر سره کول. موږ د هغه په سنتو کې دا نه شو موندلى چې هغه دې کومې ښځې ته د دا ډول کارونو د تر سره کولو امر کړى وي. مګر د هغه درنو او شريفو ميرمنو به په خوښۍ سره پرته له دې چې هغه مبارک ورته حکم وکړي دا ډول کارونه ترسره کول.

دا درسته خبره نه ده چې په دې موضوع ليکل شوي کتابونه يوازې د ښځې په مسووليتنو زور اچوي. حقيقت دا دې چې اسلامي قانون پوهنې د مېړه او ښځې حقوق او مسووليتونه همزمان بيان کړي دي. مېړه به نه يوازې هغې ته نفقه برابروي بلکې له هغې سره به ښه چلند هم کوي لکه چې په قرآن عظيم الشان کې يې يادونه شوى تر دې چې اسلامي قانون پوهانو دا پتييلې ده چې خاوند د خپلې ميرمنې له اجازې پرته په يو وخت کې د څلورو مياشتو سفر نه شي کولاى. بد بختانه ډيرى مسلمانان د خپلې ناپوهۍ له کبله د خپلو دينې لارښوونو څخه ناخبره دي او د ښځو په وړاندې په خپلو کړو وړو کې تيروتنې کوي.

ژباړن: فضل الرحمان باور

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب