ویتامین، پروتین او معدني مواد

لمر اخيستل – دغه وړانګې د ويټامين ډي په توليد کې

ماورا بنفش وړانګې زموږ روغتيا ته ډيرې مهمې او ګټورې دي: دغه وړانګې د ويټامين ډي په توليدکې اساسي رول لوبوي، همدارنګه د کلسيم په جذب او د هډوکو په وده کې ځانګړی اهميت لري.

کچيرې يو انسان نوموړې وړانګې په ډيره پيمانه جذب او يا د ډير وخت لپاره دغو وړانګو سره مواجه شي (که هغه لمر وي او يا هم مصنوعي شعاع يا وړانګې) نو په دغه صورت کې نوموړې وړانګې د لمر سوځيدو (sunburn)، د پوستکي زوړوالی (skin aging) او د پوستکي د مختلفو ناروغيو سبب ګرځي.

د ماورابنفش وړانګې له اړتيا پرته له ۵۰- ۹۰ فيصده د پوستکي د سرطان سبب ګرځي. د سرطان د څيړنو د نړيوالې ادارې (IARC) په اساس هر کال په نړی کې نږدې ۲۰۰،۰۰۰ په ميلنوما او ۴۶،۰۰۰ ميلنوما ته په ورته پيښو اخته کسان مري. همدارنګه ۲،۸ ميليونه سکومس (squamous cell) حجراتو سرطان او ۱۰ميليونه د بزل (basal cell) حجراتو سرطاني واقعات د ماورابنفش له اضافي وړانګو سره د مواجه کيدو له امله تثبيت شوي دي.

پدې اړه چې د ماورابنفش اضافي وړانګې د معافيتي سيستم اغيزمنتوب کموي، د خلکو تر منځ لږ پوهاوی شتون لري، همدارنګه د کټکرت او د سترګو د نورو ناروغيو سبب ګرځي.
UICC غواړې د ماورابنفش د اضافي وړانګو د اخيستو په وړاندې د WHO د لمر د اخيستنې پروګرام له لارې يو پراخ فعاليتونه او يا اقدامات په لاره واچوي.

پرته لدې چې پوستکی مو وسوځيږي له لمر نه خوند واخلۍ:
لمر نه ډيره ګټه مه اخلۍ او کوښښ وکړی چې لمر ته د ډير وخت لپاره پاتي نه شی. کله چې لمر سره مخ کيږی نو له هغو پردو نه استفاده وکړی چې د لمر وړانګې نه جذبوي او همدارنګه هغه جامې چې دغه ځانګړنه لري او دغه د سرطان په وړاندې يو ښه محافظوي ميتود شميرل کيږي.

ډاکټر محسن هوتک

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: