ځينې خلک ولې بې دليله  ژاړي؟

مونږ ټول د  ژوند په اوږدو کې ښې او بدې ورځې لرو. مګر ځېنې  وختونه بغير له کومې مشخصې ستونزې ژاړو. خو بېلابېل دليلونه  شته  چې مونږ دې کار ته  مجبوروي، چې وژاړو، ددې دليلينو او ستونزو څخه يې مهم يې په  لاندې ډول دي.

د خوب کمښت

په  اوسط ډول  يو د لوی عمر لرونکی کس  په ۲۴ ساعتو کې له ۷ څخه تر ۹ ساعتو پورې خوب ته اړتيا لري. د خوب کمښت  د انسان په احساساتو او څرنګوالي تاثير غورځولی شي. په خاص ډول، د احساساتي غبرګون په وخت کې او په يوه مسله کې د مغزو د پرېکړې او توپير کولو لپاره، چې په پايله کې هر شي ته  د يوې لويې ستونزې  په  څير ګوري. حتی ځينې هغه  واړه ناخوښه  حالتونه چې انسان  ورسره د ورځې په اوږدو کې مخامخ کېږي له  هغو حالتونو سره جدي چلند وکړي.

ستړيا او سټرس

ستاسو د سټرس زېږېدونکي ژوند سبک  ممکن ستاسو د بې دليله  ژړا اصلي لامل وي. په حقيقت کې بدن د ژړا له  لارې  غواړي له  حده زيات  فشار څخه  ځان خلاص کړي. له حده  زيات  فشار کولای شي په  انسان کې د زياتې ستړيا او د انرژۍ د له  منځه تللو لامل شي. همدارنګه، دغه شرايط کولای شي د جسمي علامو لکه  د سر درد، د هاضمي سيستم د ستونزو او په  بدن کې د دردونو  لامل شي. که چېرې له  حده زيات کار کوئ، نو تاسو په  پرلپسې  ډول تر فشار لاندې یئ، يا په داسې چاپيريال کې کار کوئ، چې د ژوند شرايط پکې جوړ نه  وي، نو په  داسې وختونو کې تاسو آرام ته اړتيا لرئ.

د جنسي اړيکو په وخت کې غوسه

آيا له  جنسي اړيکو وروسته  درته  د غم او ژړا احساس کيږي؟.دغه  ډول شرايط (د جنسي اړيکو په وخت کې غوسه) ((Postcoital Dysphoria) په نامه پېژندل شوي دي او د ناراحتي، بې قراري يا له  جنسي اړيکو وروسته  اضطراب  باندې تعريف کيږي. څېړنې ښيي چې ۴۶ سلنه  ښځې د ژوند په اوږدو کې له  دغه ډول حالت  سره مخامخ کيږي .ځينې هورمونونه  ددې لامل کيږي،چې  د جنسي اړيکو په  وخت کې دغه کړنه رامنځ ته کړي.

عاطفي بې ثباتي

عاطفي بې ثباتي (Pseudobulbar Affect) هغه شرايط دي، چې معمولا  په  هغو کسانو کې چې په عصبي ضرر باندې مبتلا وي  ليدل کيږي. عاطفي بې ثباتي د يو ناڅاپه خندا يا ژړا لامل کيږي، چې بې ځايه او نه کنټروليدونکي وي. دغه حالت  په  هغو کسانو کې ليدل کيږي، چې مغز  يې تروماتيکه صدمه ليدلي وي، د لوګريګ ناروغي ولري يا هغه کسان چې له مغزي سکتې څخه يې خلاصون موندلی وي.

د ويټامين B12 کمښت

ويټامين B12 د ويني او عصبي حجرو په  سلامتيا کې مهم رول لري او د DNA په جوړښت کې مرسته کوي. دDNA مادې کمښت د بې دليله ژړا، خپګان، بې احساسي او نورو ورته  ستونزو د رامنځ ته کېدا لامل کيږي. همدا رنګه  د ويټامين B12 کمښت کولای شي چې په  انسان کې د ضعف، ستړيا، د حافظې ضعيف والی، د وزن کمښت، بې اشتهايي، عصبي ستونزو، بې تعادلې، د سر درد، د غاښونو درد او د مګالوبلاستيک د ويني د کمښت  لامل شي.

ددې ويټامين په جوړښت کې ځګر،هګۍ، غوښه، دکب غوښه  او لبنيات  مهم رول لوبوي. که چېرې د B12 ويټامين له کمښت سره  مخ  يو نو بايد له  ډاکټر سره هم  مشوره وکړو.

د وينې د غوړو ټيټوالی

د وينې د غوړو ټيټوالی يا هيپوګليسمي معمولا په هغو کسانو کې ليدل کيږي، چې د ديابت په ناروغۍ اخته وي او کېدای شي دغه ناروغي د کاربوهايدرايد د کم مصرف، سخت ورزش، د الکلي موادو په  څښکلو کې زياتوالی يا د زياتو دارو درملو له کارولو رامنځ ته شي.

په ځينو وختونو کې د وينې د غوړو ټيټوالی په  هغو کسانو کې چې په  ديابت نه وي اخته هم وليدل شي، چې د الکولي موادو زيات کارول، سوء تغذیه، زياتې روژې نيول، د اديسون يا د زړه ناروغي او يا په  نورو ناروغيو باندې اخته وي.

د تیروئیډ ستونزې

د تیروئیډ ستونزې، په  ځانګړې توګه چې  په  هغې کې يو شمېر تیروئیډ په کافي اندازه هورمونونه  نه  توليدوي، ممکن ستاسو په  بې دليله  ژړا کې  رول  ولوبوي. د تیروئیډ کم کاري زيات  وخت د هاضمي سيستم د اشتباهي حملې په  واسطه د تیروئیډ په غدو رامنځ ته کيږي. خپګان، د وزن  زياتوالی او ستړيا ددې شرايطو نښې دي.

له دې وا هاخوا د تیروئیډ د کم کارۍ له امله کېدای شي د پوستکي او ويښتانو وچوالی، د پښو درد، په خوب کې ستونزې، بې هاضمي، حساسيت او نورې ستونزې  رامنځ ته شي.

خپګان

خپګان يو خلقي ګډوډي ده، چې کولای شي انسان  هره ورځ لاندې کړي. د بې دليله  ژړا بغير، ممکن نورې  علامې هم  په انسان کې وليدل شي لکه د ناهيلۍ احساس، ځان بې ارزښته ګڼل، سوچونه کول او يا د انرژۍ د کمښت. همدارنګه  ممکن يو کس چې پخوا يې له  يوه کسب و کار سره علاقه  وه د خپګان په  رامنځ  ته کيدو کې هغه مينه او علاقه له  لاسه  ورکړي.

په ښځو کې له  لنګون وروسته  عاطفي اختلال  يو د خپګان له  نورو ډولونو څخه دی. ځينې مېرمنې له  نوي لنګون  وروسته  له نا ارامۍ، ستړيا او  اضطراب  سره  مخامخ کيږي چې د خپل ځان او ماشوم سمبالول ورته  سخت تماميږي. ځينې څېړنې وايي، چې لس په  سلو کې پلاران هم د خپګان په ناروغۍ اخته کيږي.

هغه انسان چې د خپګان له ناروغۍ سره مخامخ وي او يا دغه ناروغي د کورنۍ په  بل غړي کې وويني نو سم دلاسه  بايد له ډاکتر سره  مشوره وکړي.

ژباړه/ساحل منګل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب